BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
نکبه: په ۱۹۴۸ کې څه پېښ شول؟ او فلسطینیان ولې "د بېرته ستنېدو کیلیانې" له ځانه سره ګرځوي؟
د مې ۱۵ مه هر کال فلسطینيان د "النکبه"، يا ناورين ورځې په دود يادوي. ۷۸ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه بريتانويانو فلسطين کې خپله واکمني پای ته ورسوله او پر همدې ورځ د بريتانوي ځواکونو له وتلو سره د اسرائيلو لومړي صدراعظم يا لومړي وزير ډېوېډ بنګورين د اسرائيلو دولت جوړولو اعلان وکړ. ورپسې د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ جګړه ونښته، چې له امله یې ۷۵۰ زره فلسطينيان له خپلو او مېنو او کورونو وتښتېدل.
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
خیبر پښتونخوا کې په یوه اوونۍ کې دویم خونړی موټربم برید؛ دا ځل یې مسوولیت ټيټيپي منلی
د خیبرپښتونخوا باجوړ ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستان پوځ پر مینا نومي پوځي مرکز موټربم او وسلهوال برید شوی دی. د ترکیې ټيارټي ورلډ رسنۍ د ځايي پولیسو په حواله لیکلي، چې په دغه برید کې لږترلږه ۹ سرتېري وژل شوي او ۳۵ نور ټپيان دي، چې ځینې د درملنې لپاره پېښور کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي. د رپوټونو له مخې د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
کانګو کې د ایبولا ناروغۍ نوې څپې ۶۵ کسان وژلي
د افریقا تر ټولو سترې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې د ایبولا د خپرېدو اعلان کړی دی. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC Africa) ویلي، چې شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۶۵ مړینې ثبت شوې دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه
موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ. ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یو له اصلي قربانیو وه.
د نېټفلیکس نوې پروژه؛ شهزاده هري او مېګن افغانستان کې د ماموریت په اړه فلم جوړوي
"نېټفلیکس" ویلي، د بریتانیا شهزاده هري او د هغه مېرمن میګن میرکل افغانستان کې د بریتانوي پوځي ماموریت په اړه د یوه مشهور یاداښتلیک د فلمي بڼې پر جوړولو کار کوي.
ولې له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره سره زر ونه پېري؟
له هندیانو غوښتل شوي چې د یوه کال لپاره د سرو زرو پېرل بند کړي، ځکه چې له ایران سره د شخړې اقتصادي اغېزې لا پراخېږي. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د مې میاشتې په ۱۰مه ویلي: "د هېواد د ګټې لپاره باید پرېکړه وکړو چې د یوه کال لپاره د سرو زرو ګاڼې ونهپېرو، ان که کورنۍ مناسبتونه هم وي". په هند کې سره زر کلتوري ارزښت هم لري؛ ډېری وخت د ودونو په مراسمو کې ډالۍ کېږي او له یوه نسله بل ته په میراث پاتې کېږي.
د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله
د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































