BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • پاکستان کې کان کېدونکی

    ولې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له نافذېدو وروسته د کانونو استخراج موضوع تاوده بحثونه راپورته کړل؟

    په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ایمرجنسي او ګورنر راج (والي واکمنۍ) تر نافذېدو وروسته د صوبې د معدني زېرمو او د هغو د استخراج لپاره د ورکړل شويو زرګونو جوازونو او قراردادونو موضوع د تودو بحثونو مرکز ګرځېدلې ده. د پاکستان د پارلماني چارو فدرالي وزير طارق فضل چودري وايي، د پاکستان تحريک انصاف د واکمنۍ پر مهال د کانونو د زرګونو لايسنسونو د اجرا په اړه به پلټنې وشي. نوموړي په يوه بيان کې ويلي، ځينې سياستوال په قصدي ډول ايمرجنسي د کانونو د استخراج له موضوع سره تړي او د ده په وينا دا يو "خواشينوونکی پروپاګند" دی.

  • صدیق الله اتل د سلیزې له پوره کولو وروسته خپل بټ او هېلمټ پورته کړي دي

    د کرېکټ درې هېوادیزه لوبلړۍ: افغانستان زېمبابوې ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو لوبو د درې هېوادیزې لوبلړۍ په سیالۍ زمبابوې ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه. د افغانستان له اړخه کیڼ لاسي تکړه توپ وهونکي صدیق‌الله اتل سلیزه وکړه. اتل په پنځه څلوېښتم اوور کې د زېمبابوې د لوبډلمشر سکندر رضا په توپ له سوځېدو مخکې له نژدې ۹۳ سټرایک رېټ سره د ۸ څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ ۱۰۲ منډې وکړې.

  •  'اسټرین ایرلاینز'

    له اسرائیلو اتریش ته روانې الوتکې د 'امنیتي خبرداري' له کبله بلغاریا کې بېړنۍ ناسته وکړه

    له اسرائیلو اتریش ته روانه د 'اسټرین ایرلاینز' یوه الوتکه د بم د احتمالي خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته بلغاریا ته واستول شوه او هلته یې پلازمېنه صوفیه کې ناسته وکړه.

  • فوټسال

    برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

    د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ماښام د شپږ اړخیزو نړیوال سیالیو پایلوبه کې افغانستان ته د ۶-۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

  • ځايي پولیس وايي، ټایګ شروف د مرمۍ لګېدو له کبله نه دی ټپي شوی.

    بالیووډ ستوری ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی

    هندي پولیس وايي، د بالیووډ مشهورممثل ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی او د مرمۍ کوم ټپ یې نه دی اخیستی. پولیس د پېښې په اړه څېړنې کوي.

  • د پنجشېر یو عکس

    د طالبانو حکومت د مخالفې ډلې "ملي مقاومت جبهې" یو مهم قوماندان وژل شوی

    یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو حکومت د یوې وسله‌والې مخالفې ډلې چې ځان "د افغانستان ملي مقاومت جبهه" بولي، یو قوماندان (میرویس) له د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. دغې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې قوماندان میرویس د دې ډلې د "عمومي قوماندان" صالح محمد ریګستاني خوریی او د هغه له نږدې ملګرو و.

  • تفریحي ځای

    د کیم جونګ اون پټ تفریحي ځای چې اوړی پکې تېروي

    بي‌بي‌سي د ۸۰ متره اوږدې یوې بېړۍ تګ راتګ څاري، چې د اوبو ښویېدونکې لارې هم لري او د کیم جونګ اون د رخصتیو د تېرولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي؛ داسې رخصتۍ چې د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو له وس او لاسرسي بهر دي.

  • ایران، پاکستان پوله

    د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګریزو لارو تړل کېدل

    په کوټه کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال محمد کاظم د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت او ایران ترمنځ په سرحدي لارو له شنبې ورځې (د اکټوبر ۱۷مه) راهیسې سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي. د بلوچستان سوداګرو دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، د سرحدي سوداګرۍ ځنډ به د پاکستاني سوداګرو او خلکو لپاره اقتصادي زیانونه ولري. بلخوا، ایالتي حکومت وایي، د پولې تړل موقتي اقدام دی او موخه یې په پوله کې د چارو د مدیریت ښه کول دي.

  • د پېښور پوليس

    په خيبرپښتونخوا کې ګورنر راج؛ دا به امن راوړي؟

    په خيبرپښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ يا ګورنر راج له اعلانېدو وروسته اوس د دغه ايالت یا صوبې چارې د مرکزي يا فدرالي حکومت په لاس کې دي. د پاکستان تحریک انصاف ايالتي حکومت چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په خيبرپښتونخوا کې واکمن دی، اوس په عملي توګه غیرفعال شوی. مرکزي حکومت د بېړني حالت او ګورنر راج پلي کولو دا ګام په داسې حال کې پورته کړ چې د پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشي کېدو لپاره تحريک انصاف له خيبرپښتونخوا د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون يا لانګ مارچ پيل کړی و.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • په روسیه کې د پوتین پر ضد پټ تخریبي فعالیتونه
  • Keyframe #9
  • خوشحاله وګړي او ګوربت ننګيال
  • kim jung un
  • الوتونکی موټر
  • DANCE-INDIA
  • ګل حسن حسن
  • Keyframe #1
  • Hedayatullah Hamim هدایت الله همیم
  • Keyframe #4
  • Panjshir
  • 2 persons

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي