BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی
د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.
متحده عرب اماراتو د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه "ډرون برید ترهګريز عمل" بللی دی
متحده عرب امارات وايي د دغه هېواد د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه د ډرون برید له کبله اور لګېدلی او دا پېښه یې "يو ترهګريز عمل" بللی دی. په یوه خبرپاڼه کې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير د براکه په نامه د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه برید په "سختو ټکو" غندلی او د هر ډول ډېپلوماټيک او پوځي ځواب ورکولو حق یې خوندي بللی دی.
ویډیو, په امریکا کې د هوايي نندارې پر مهال دوې جنګي الوتکې ټکر شوې, موده 0,54
چارواکي وايي، د امریکا د هوايي نندارې پر مهال د دوو جنګي الوتکو له ټکر وروسته د عملې څلور غړي په ښه حالت کې دي.
د هند لوی درستیز لخوا له جغرافیې د پاکستان د ورکولو ګواښ؛ پاکستان وايي دا ډول پای به دوه اړخیز وی
د هند د لوی درستیز دا ګواښ چې پاکستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي، د اسلام اباد له جدي غبرګون سره مخامخ شوی دی. د شنبې پر ورځ د هند د پوځ لوی درستیز ویلي و "که پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ جاري وساتي او د هند په خلاف له کړنو لاس وانخلي، نو دا پرېکړه باید وکړي چې ایا د تاریخ او جغرافیې برخه پاتې کېدل غواړي که نه." د پاکستان پوځ ویلي، یوه خپلواک او د اټومي ځواک درلودونکي ګاونډي ته له نقشې د ورکولو ګواښ "د فکري وړتیا د نه درلودو، لیونتوب او جنګي جنون" ښودنه کوي.
ګواښونه او پراخ پوځي چمتوالی، ایا د امریکا او ایران جګړه بیا پیلېږي؟
د امریکا او اسرائیلو له لوري په ایران د برید لپاره د پراخو تیاریو له رپوټونو سره هممهاله د امریکا خلاف د ایراني چارواکو له پرلپسې ویناوو داسې اندیښنې پیدا شوې چې ښايي ډېر ژر پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه بیا پیل شي. په همدې نامعلوم حالت کې د شنبې پر ورځ تهران ته د پاکستان د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي نا اعلان شوې سفر هم د ډېرو پام وراړولی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو
د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.
تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟
د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































