متحده عرب اماراتو د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه "ډرون برید ترهګريز عمل" بللی دی

د عکس سرچینه، AFP
- Author, اېلا کېپلېنګ
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
متحده عرب امارات وايي د دغه هېواد د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه د ډرون برید له کبله اور لګېدلی او دا پېښه یې "يو ترهګريز عمل" بللی دی.
په یوه خبرپاڼه کې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير د براکه په نامه د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه برید په "سختو ټکو" غندلی او د هر ډول ډېپلوماټيک او پوځي ځواب ورکولو حق یې خوندي بللی دی.
د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې دا برید له کومه ځايه شوی خو راغلي چې د ظفره په سیمه کې د براکه اټومي بټۍ له داخلي ساحې بهر د برېښنا یو جنراټور هغه ډرون برید کې لګېدلی چې له لوېديځې پولې متحده عرب اماراتو ته داخل شوی دی.
چارواکي د برید د سرچينې په اړه پلټنې کوي د دغه هېواد د فاع وزارت ويلي، دری ډرونونه د "لوېديځ له پولې" متحده عرب اماراتو ته داخل شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې "د سوله ييزو اټومي انرژۍ پر تاسيساتو بریدونه له نړيوال قانون، د ملګرو ملتونو د منشور او د بشردوستانه قانون د اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده".
د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې ويلي چې دا وضعيت له نژدې څاري او د دغې ادارې مشر د پېښې په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.
د نړيوالې اټومي انرژۍ ادارې پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، "هغه پوځي فعاليتونه چې اټومي خونديتوب ګواښي د منلو وړ نه دي". په اعلاميه کې د "لوړې کچې زغم" غوښتنه هم شوې ده.
بلخوا د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت ويلي چې د "هېواد د امنيت کمزوري کولو هر ډول هڅو ته به په کلکه ځواب ورکړي".
ځايي چارواکو ويلي په دې پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی.
متحده عرب اماراتو مخکې ایران تورن کړی و چې په فبرورۍ مياشت کې د جګړې له پيل راهيسې د دغه هېواد د انرژۍ او اقتصادي زېربناو پر ضد بریدونو کې ښکېل دی.
همدا ډول د يکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د دفاع وزارت وويل چې د عراق له خاورې د دوی پر لور توغول شوي دری ډرونونه یې شنډ او له منځه وړي دي.
تهران د فبرورۍ پر ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له خوا د شویو بریدونو په غبرګون کې په ټوله سيمه بریدونه وګړل.
له هغه راهيسې ایران، د متحده عرب اماراتو په ګډون د خليج نور امریکایي متحدين تورن کړي چې امریکا ته یې اجازه ورکړې چې د دوی له خاورې پر ایران بریدونه ترسره کړي.
په عين وخت کې متحده عرب اماراتو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دغه هېواد په خپله پر ایران بریدونه کړي دي.
په دې وروستيو کې د ایران او متحده عرب اماراتو تر منځ لفظي شخړې زياتې شوې دي.
متحده عرب اماراتو د جمعې په ورځ ويلي وو چې ایران له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې پر مهال د دوی پر خاوره پر ملکي تاسيساتو له ۳۰۰۰ زيات بریدونه کړي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي متحده عرب امارات پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې په فعاله ونډه تورن کړي. ایران وايي دوی يوازې په اماراتو کې د امریکا او اسرائیلو سره تړلو پوځي تاسیساتو او ادارو بریدونه کړي دی.


















