BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته د ناقانونه راتګ لګښت څنګه پرې کېږي؟
د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې انساني قاچاقچیان کډوالو ته لارښونه کوي چې له انګریز کاناله په ناقانونه توګه د اړولو پیسې په بریتانیا کې د ثبت شویو کاروبارونو د یوې شبکې له لارې ورکړي. موږ په پټه د لندن په سوېل ختیځ کې د یوه دوکان د کارکوونکو ویډیو ثبت کړې ده. دوی یوه څېړونکې ته چې خپله اصلي دنده یې نه ده ورښودلې وايي، نږدې ۳۰۰۰ پونډ نغد ورکولی شي چې په فرانسې کې یې یوه قاچاقبر ته واستوي.
د وزیرستان په واڼه کې چاودنه؛ د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستانه رپوټونه وايي چې هلته نن په یوه چاودنه کې د یوه مخور قومي مشر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي. ځايي پولیس وايي چې دا پېښه نن دوشنبه (غویی ۲۸/مې ۱۸) ځايي وخت سهار د کوز جنوبي وزیرستان د واڼه په رستم بازار سیمه کې د یوه ځایپرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د احمدزي وزیر قوم د یوه مخور مشر ملک طارق خان وزیر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
افغانستان او پاکستان کې څه باندې ۲۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو همکاریو په مرسته د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین دویم کمپاین پیل شوی، چې د مې له ۱۸ تر ۲۱ به د هېواد ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ترسره او شاوخوا ۸،۳ میلیونه له پنځو کلونو کمعمره ماشومان واکسین شي. د پاکستان ۹۷ لوړ خطر لرونکو ولوسالیو کې هم د پولیو ضد ملي کمپاین پیل شوی دی.
لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي
د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو او چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاک - افغان لويې لارې پر سر احتجاج روان دی. دوی خبرداری ورکړ، که درېیو ورځو کې افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکو او ګاډو ته یې پاکستان ته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک-افغان لویه لاره وتړي.
د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی
د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو
د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.
تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟
د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.
ډېوېډ ډاوینچي؛ مکسیکویی نابغه ماشوم چې د ذهني وړتیا کچه یې له اینشټاین لوړه ده
ډېوېډ کاماچو ښايي پخپله د دې مطلب سرلیک نه خوښوي. لومړی ځکه چې هغه ځان د "نابغه ماشوم" د لقب مصداق نه ګڼي. سره له دې چې د هغه د هوښیارۍ کچه (IQ) ۱۶۲ ده، چې له ۱۳۰ لوړه ده؛ هغه حد چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوړې ذهني وړتیا او ځانګړې ذکاوت لپاره ټاکلی دی.
لندن کې پر کمعمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟
"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ. د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































