BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • Ex-Bosnian Serb military chief Ratko Mladic arrives in the courtroom prior to the hearing of the final verdict on appeal against his genocide conviction over the 1995 Srebrenica massacre

    د راتکو ملادیچ وکیلانو د مرګ په درشل کې د دغه جنګي مجرم خوشي کېدل غوښتي

    د راتکو ملادیچ مدافع وکیلان، چې د بوسني صربي ځواکونو پوځي قوماندان او د جنګي جرمونو په تور محکوم شوی دی، د ملګرو ملتونو د محکمې پرېکړې ته په تمه دي چې د هاګ له زندانه د هغه د خوشي کېدو په اړه د دوی غوښتنه وڅېړي؛ دا غوښتنه د هغه د بدني وضعیت او د ژوند د پای نژدېوالي پر بنسټ وړاندې شوې ده. ښاغلی ملادیچ، چې ۸۴ کلن دی، په ۲۰۱۷ کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړو پر مهال (۱۹۹۲–۱۹۹۵) د توکم‌وژنې، جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تور په عمري بند محکوم شو.

  • A child with brown hair in a red and black chequered shirt sits at a table and eats a plate of peas and mushrooms

    "د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خوراکه خواړه له خطر سره مخ دي"

    د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني. د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو

    ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي. هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري. ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي. د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل. د امریکا د قوانینو له مخې، د هر ډول پوځي ځواک کارول باید د ۶۰ ورځو په موده کې پای ته ورسېږي، خو دا چې کانګرس د هغې د غځولو موافقه وکړي.

  • چند کارگر افغان که مشغول کار دیده می‌شوند

    د کارګرو نړیواله ورځ: 'افغانستان کې ۷۰ سلنه د کار جوګه خلک کار نه لري'

    د کار نړیوال سازمان د مې لومړۍ نېټې، د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنې هغه کسان چې د کار جوګه دي، وزګار او یا هم د اړتیا وړ عاید نه لري. د دغه سازمان په وینا، د افغانستان له ۹۰ سلنې ډېر وګړي، د بې وزلۍ حالت کې ژوند کوي او د کارګرو ماشومانو شمېر هم زیات شوی دی. بي بي سي په کابل کې له یو شمېر کارګرو سره خبرې کولې او راته روښانه شوه چې لوی شمېر یې د کارګرو له نړیوالې ورځې بېخي خبر هم نه وو.

  • سلما له تېرو شپږو کلونو راهیسې د جنسي کارګرې په توګه کار کوي.

    پر اېچ ای وي اخته پاکستانۍ جنسي کاروباریانې خپلې کیسې کوي

    "پخوا راته بېخي معلومه نه وه چې دې کار(جنسي کاروبار) سره داسې هم کېدای شي، کله چې پوه شوم نو ژوند مې تباه شوی و".

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump
  • gaza

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي