BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو پوځیان

    پر ډیورنډ کرښه تازه نښتې شوې دي

    د افغانستان سوېل ختیځ کې د پکتیا له ډنډ ‌پټان ولسوالۍ رپوټونه وايي چې له تېرو څو ساعتونو راهیسې د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونه له پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل وو. د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو هم بي‌بي‌سي ته منلې چې پوځیانو او پوله ساتو ځواکونو یې له پاکستاني اړخ سره نښتې کړې دي.

  • بلوچستان

    بلوچستان کې نامعلومو وسله‌والو لږ تر لږه ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي

    د بلوچستان د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر لاره ۲۰ پولیس نامعلومو وسله‌والو تښتولي. دا پولیس هلته د جلب او جذب یوه مرکز ته روان وو. موټر چلوونکی او درې نور کسان خوشي شوي، خو د تښتول شویو پولیسو څرک لا نه دی لګېدلی.

  • بیت عوا، لویدیځه غاړه، فلسطین - ۱۵ اکتوبر: د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۵مه، یو فلسطیني بزګر د لویدیځې غاړې په بیت عوا ښارګوټي کې (چې د الخلیل په لویدیځ کې موقعیت لري) د زیتونو په یوه باغ کې، د هغه جلا کوونکي دیوال تر څنګ چې د اسراییلو لخوا جوړ شوی، زیتون راټولوي.

    اسرائیلي مېشتېدونکو لوېدیځه غاړه کې د زیتون حاصل ټولولو پر مهال پر فلسطینیانو برید کړی

    د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د زیتون د کلني حاصل ټولولو پر مهال لسګونو مخ پټو اسرائیليانو پر فلسطینیانو بریدونه کړي دي.

  • درې هلکان

    ماشومان کولی شي پروټین پوډر وکاروي؟

    ۱۲ کلن بین په ډېرې بې صبرۍ غواړي چې د پروټین پوډر وازمويي، خو یوه ستونزه شته: هغه ستونزه زه یم، د هغه مور. هغه وايي: "شاوخوا شل ځله مې غوښتنه کړې، خو ته هر ځل یوازې نه راته وایې!" هغه ادعا کوي چې پروټین پوډر به یې "لا چاغ او غټ" کړي او دا هم وايي چې د هغه نوروهلکان ملګري یې کاروي.

  • پلونه، سمندره او یوه مېرمن چې ماشوم یې غېږ کې دی لیدل کېږي.

    د سوېل ختیځې اسیا د ساه بندوونکي زهرجن لوګي پړه پر چا ده؟

    اندونیزیا په تېره یوه لسیزه کې د ځنګلونو له تر ټولو سختو اورلګېدونکو سره مخ شوې، له دغه درکه راپورته شوی زهرجن لوګی او دوړې د سیمې د میلیونونو اوسېدونکو لپاره بېخي د ساه‌بندۍ لامل شوی.

  • د افغانستان فوټسال ملي لوبډله

    افغانستان په برازیل کې د فوټسال شپږ‌اړخیز جام نیمه‌پایلوبې ته لار ومونده

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پېرو پر وړاندې له ۳–۰ بریا وروسته د برازیل د شپږ‌اړخیز جام نیمه‌پایلوبې ته د خپلې ډلې د مخکښې لوبډلې په توګه لار وموندله. ټاکل شوې چې د نیمه‌پایلوبې لوبه د افغانستان پر وخت د یکشنبې په سهار و شي او افغانستان به له کیپ‌ورډ سره سیالي وکړي.

  • Trump and Putin speaking during a visit to Alaska

    ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ نوي بندیزونه وځنډول

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ بندیزونه، محدودیتونه او ګمرکي تعرفې ځنډولي دي، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ نافذ شي. هغه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو ویلي چې د ځینو بندیزونو ځنډول د متحده ایالاتو د "ملي ګټو" په اډانه کې دي. ټاکل شوې وه چې د روسیې له خوا امریکا ته پر ټولو صادرېدونکو توکو، د خامو تېلو او ګازو په ګډون، تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګول شي.

  • د داسې انځور ډیزاین چې د هرمز تنګی، یو بالستیک توغندی او یوه بې‌پیلوټه الوتکه په سپین رنګ کې وښيي او د انځور یوه برخه یې په سور رنګ کې وي.

    د سعودي او انصارالله ډلې ترمنځ نښتو کې کومې وسلې کارول کېږي؟

    د بي بي سي د حقیقت موندنې ډلې د "اکلډ" سازمان معلومات تحلیل کړي، چې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان په مشرۍ د ټلوالې ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي پر مهال تر ټولو د پام وړ کارول شوې وسلې په ګوته کړي. په دغو وسلو کې د اوږد واټن بالستیک توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې او د امریکا او اروپا په جوړو جنګي الوتکو شاملې دي.

  • ګل حسن

    د طالبانو حکومت سفیر: 'پاکستان د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ دی'

    په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په تړاو د درېیو مهمو سیمه‌ییزو سازمانونو ګډه دوه ورځنۍ ناسته کې د طالبانو حکومت سفیر پر پاکستان سخت لفظي ګوزارونه کړي دي. په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل‌حسن حسن دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، اوس‌مهال د افغانستان او سیمې امنیت ته یواځیني ګواښ پاکستان دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • الوتونکی موټر
  • DANCE-INDIA
  • ګل حسن حسن
  • Keyframe #1
  • Hedayatullah Hamim هدایت الله همیم
  • Keyframe #4
  • Panjshir
  • 2 persons
  • پاکستان
  • sara
  • مجاهد او تارړ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • مکه مکرمه

    د مکې مکرمې یوه جومات کې د "فحشا" په تور یو بنګله‌دېشی سړی او ښځه اعدام شول

    د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د سپېڅلي ښار مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه د "فحشا" په تور نیول شوی بنګله‌دېشی سړی او ښځه اعدام شوي دي. د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (سعودي پرېس ايجنسي) د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ویلي چې په نذر الاسلام عبدالبصیر نومي سړي او سيتي اختر نومې ښځې باندې تور و چې د مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه یې "د فحاشۍ عمل ترسره کړی و".

  • عراقۍ د ښځو فعاله ساره جاسم

    عراق کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې بیه؛ د مرګ ګواښونه او انزوا

    "راښکته شه، د خلکو په مخ کې راښکته شه!" دا د یوې عراقي ښځې چیغې دي چې په یوه ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي. نوموړې هڅه کوي چې په بغداد کې د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک پر سر یو سړی له خپل موټره راوباسي. ښځې دا ویډیو په خپل ګرځنده ټیلیفون ثبت کړې ده. دې مېرمنې تور پورې کړی چې موټر چلوونکي ناوړه عمل ترسره کاوه او سپک او فاش الفاظ یې کارول. موږ دا ویډیو او دې ته ورته نورې ویډیوګانې د عراق د ښځو د فعالې ساره جاسم د انسټګرام پر پاڼه ولیدې.

  • صدیق الله اتل او حشمت الله شهيدي

    کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده

    د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده. د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.

  • کونډی

    د خیبر پښتونخوا د واکمن والي ادعا: د خیبر پښتونخوا چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې

    د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بې‌واکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و. فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او والي‌‌واکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی،‌ دا ادعاوې پرون سې‌شنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي