BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, سېنټکام وايي پر ایران یې درېیم پړاو بریدونه پیل کړي
د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سېنټکام ووايي، هوايي ځواکونو یې روانه اوونۍ کې پر ایران د بریدونو درېیمه جوپه پیل کړې ده. د سېنټکام اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه یې د ایران د سپاه پاسداران لخوا په هرمز تنګي کې پر یوې قبرسۍ کښتۍ "جياېفاېس ګلکسي" د برید په ځواب کې کړي.
د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ او ارجنټاین نیمه پایلوبو ته لار ومونده
انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده. د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.
د جرمني هغه ډاکتر چې ۱۵ ناروغان یې وژلي: "فکر مې کاوه له هغوی سره ښه کوم"
جرمني کې یو ډاکتر د خپلو ۱۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوی دی. د برلین یوې محکمې د دې قضیې په تړاو د پرېکړې اورولو پر مهال ویلي چې "۴۱ کلن جوهانس ایم (مستعار نوم) د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په لوی لاس ۱۲ ښځینه او درې نارینه ناروغان وژلي دي." چارواکو زیاته کړې چې دا وژنې ښايي د یوې لویې دسیسې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. د دې قضیې څارنوال ویلي، په لسګونو نورو مشکوکو پېښو کې هم د جوهانس اېم د احتمالي ښکېلتیا په تړاو څېړنې روانې دي.
ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي
ملګري ملتونه اټکل کوي، د افغانستان نفوس به د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه ۴۸ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته ورسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ "یوناما" دا شمېرې نن د جولای پر ۱۱مه، چې د نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړې دي.
ظاهر قدیر امریکا کې محکمې ته حاضر شو
د افغانستان جمهوري نظام ولسي جرګې پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، چې پرې د لګېدلو تورونو لړ کې محاکمه شي. پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې میاشې ځینې کسان تر نورو ډېر چیچي؟
میاشې (میاسې) موږ ته د نژدې کېدو ډېر مخکې، له لرې واټنه هغه ځینې نښې احساسوي چې زموږ بدنونه یې خپروي. نو ایا ته د دې وینې څښونکو حشراتو له غوره هدفونو یې که نه میاشې چندان اغېز نه درباندې کوي؟
د طالبانو حکومت او هند د بهرنیو چارو وزارتونو له ګډې کمېټې څه غواړي؟
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د هند–افغانستان د ګډې کمېټې د غونډې څلورم پړاو ناسته چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري اېم انند پرکاش او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر شعیب بریالي د پلاوو مشري کوله، د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۹مه نېټه په نوي ډیلي کې وشوه.
تومانچه له شپږو مرمیو سره؛ د ناټو مشرانو ته د اردوغان ناڅاپي ډالۍ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پای کې، په دې غونډه کې هر حاضر ناټو مشر ته یوه تومانچه له شپږو جګړهییزو مرمیو سره د ډالۍ په توګه ورکړه. د دغو وسلو پر هرې یوې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو نومونه کښل شوي وو او په بکس کې یې یو پاکټ هم اېښودل شوی و، خو د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر په ګډون د ناټو ځینې مشران ، ونه توانېدل چې خپله ډالۍ خپل هېواد ته یوسي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه
سرچینو بيبيسي ته تائید کړې چې بنګله دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































