BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ډبلیوایچ او: د تنباکو کارول هرکال په نړیواله کچه اته میلیونه کسان وژني
د تنباکو نه کارولو په نړۍواله ورځ (مئ ۳۱مه) د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، په افغانستان کې په هرو څلورو لویانو کې یو له تنباکو جوړ شیان لکه نسوار او سګرېټ کاروي.
تهران: د ایراني ولس د حقونو ترخوندي کېدو هیڅ تړون نه منو
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي: ''په دېپلوماتیک ډګر کې موجود سرتېري د دښمن پر خبرو او ژمنو هېڅ باور نه لري.'' د هغه په وینا، ایران یوازې عملي او رښتینو پایلو ته ارزښت ورکوي او تر هغه مهاله به هېڅ تړون ونه مني تر څو باوري نه شي چې د ایراني ولس حقونه په بشپړ ډول ترلاسه شوي دي. ددې نه وړاندې ولسمشر ټرمپ ویلي و ، ایران باید هوکړه وکړي چې هېڅکله به اتومي وسله یا بم نه لري، هرمز تنګی باید " په دواړو لوریو بې لهخنډه سوداګریز تګ راتګ لپاره" پرانیستل شي.
د هوا ګرمېدو سره په کندهار کې په لاس جوړو شویو کولرونو بازار تود شوی
د افغانستان په سویلي سیمو کې د هوا د تودوخې له زیاتېدو سره په لاس د جوړو شویو ځایي کولرونو غوښتنه مخ په زیاتېدو ده. کندهار د افغانستان له هغو ښارونو یو دی چې په دوبي کې یې معمولاً هوا خورا توده وي او ان د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۰ درجو اوړي. په داسې شرایطو کې د سیمې ډېری اوسېدونکي د خپلو کورونو د یخ ساتلو لپاره د کولرونو کارولو ته مخه کوي.
جاپان پرهندي امونو بندیز لګولی، ایا نباتاتي حشرات نورو هېوادونو کې کروندې زیانمنولی شي؟
هند په نړۍ کې د امونو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد دی، چې نږدې ۱۰۰۰ ډوله امونه پکې موندل کېږي، او هندي امونو خوند په ټوله نړۍ کې ډېر مینه وال لري. جاپان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې ګڼ شمېر اوسېدونکي یې د هندي امونو مینه وال دی. خو سږ کال به هندي امونه تر جاپاني مینه والو پورې ځکه و نه رسېږي، چې دغه هېواد پر هندي امونو بندیز لګولی دی.
پياېسجي لخوا د اتلانو لیګ له ګټلو وروسته فرانسه کې د تاوتریخوالي پېښې؛ سلګونه کسان نیول شوي
د فرانسې د پلازمېنې پاریس په ګډون بېلابېلو سیمو کې د فوټبال د مینهوالو او پولیسو ترمنځ له اخوډب وروسته له ۴۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي. د تاوتریخوالي دا پېښې تر هغې وروسته شوې، چې پاریس سېنټجرمن (پيایسجي) فوټبال لوبډلې تېره شپه د اتلانو لیګ پایلوبه کې د انګلنډ ارسنال ته ماته ورکړه او دویم پرلهپسې ځل یې دغه اتلولي وګټله.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ورځني ژوند کې د فزیکي فعالیت لږ زیاتوالی هم روغتیا ته اوږدمهاله ګټې رسوي
یو نیم سهار زه بیا بېخي د پاڅېدو نه یم خو بیا هم ځان اړباسم چې د منډې وهلو لپاره له کوره ووځم او دا ځکه چې پوهېږم دا مې د روغتیا لپاره اړینه او ګټوره چاره ده.
ملګرو ملتونو لومړی ځل اسرائیل په جنګي سیمو کې د جنسي تاوتریخوالي په تور لیست کې شامل کړ
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د دفتر راپور وايي چې ملګرو ملتونو سازمان تېر کال د اسرائيلي ځواکونو لخوا د غزې او لوېدیځې غاړې له فلسطینیانو سره د جنسي تاوتریخوالي ۳۱ پېښې تائید کړې دي.
یعقوب مجاهد مسکو کې د هوايي دفاع تجهیزاتو په لټه کې
روسیې او افغانستان کې د طالبانو حکومت د نظامي همکارۍ یو سند لاسلیک کړی دی . په کابل کې بي بي سي ته یوې معتبرې سرچینې ویلي چې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد روسیې ته سفر کې توانېدلی مسکو ته قناعت ورکړي چې د دوی حکومت ته د دافع هوا عصري تجهیزات ورکړي
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































