BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  •  'اسټرین ایرلاینز'

    له اسرائیلو اتریش ته روانې الوتکې د 'امنیتي خبرداري' له کبله بلغاریا کې بېړنۍ ناسته وکړه

    له اسرائیلو اتریش ته روانه د 'اسټرین ایرلاینز' یوه الوتکه د بم د احتمالي خبرداري له ترلاسه کېدو وروسته بلغاریا ته واستول شوه او هلته یې پلازمېنه صوفیه کې ناسته وکړه.

  • فوټسال

    برازیل افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د شپږ اړخیزو فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

    د برازیل د فوټسال ملي لوبډلې د یکشنبې په ماښام د شپږ اړخیزو نړیوال سیالیو پایلوبه کې افغانستان ته د ۶-۰ په ستر توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

  • ځايي پولیس وايي، ټایګ شروف د مرمۍ لګېدو له کبله نه دی ټپي شوی.

    بالیووډ ستوری ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی

    هندي پولیس وايي، د بالیووډ مشهورممثل ټایګر شروف په ممبۍ کې د ډزو له یوې پېښې روغ وتلی او د مرمۍ کوم ټپ یې نه دی اخیستی. پولیس د پېښې په اړه څېړنې کوي.

  • د پنجشېر یو عکس

    د طالبانو حکومت د مخالفې ډلې "ملي مقاومت جبهې" یو مهم قوماندان وژل شوی

    یوې باوري سرچینې بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې په پنجشېر کې د طالبانو حکومت د یوې وسله‌والې مخالفې ډلې چې ځان "د افغانستان ملي مقاومت جبهه" بولي، یو قوماندان (میرویس) له د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. دغې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې قوماندان میرویس د دې ډلې د "عمومي قوماندان" صالح محمد ریګستاني خوریی او د هغه له نږدې ملګرو و.

  • تفریحي ځای

    د کیم جونګ اون پټ تفریحي ځای چې اوړی پکې تېروي

    بي‌بي‌سي د ۸۰ متره اوږدې یوې بېړۍ تګ راتګ څاري، چې د اوبو ښویېدونکې لارې هم لري او د کیم جونګ اون د رخصتیو د تېرولو د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي؛ داسې رخصتۍ چې د شمالي کوریا د ډېری اوسېدونکو له وس او لاسرسي بهر دي.

  • ایران، پاکستان پوله

    د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګریزو لارو تړل کېدل

    په کوټه کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال محمد کاظم د رپوټ له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت او ایران ترمنځ په سرحدي لارو له شنبې ورځې (د اکټوبر ۱۷مه) راهیسې سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي. د بلوچستان سوداګرو دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي، د سرحدي سوداګرۍ ځنډ به د پاکستاني سوداګرو او خلکو لپاره اقتصادي زیانونه ولري. بلخوا، ایالتي حکومت وایي، د پولې تړل موقتي اقدام دی او موخه یې په پوله کې د چارو د مدیریت ښه کول دي.

  • د پېښور پوليس

    په خيبرپښتونخوا کې ګورنر راج؛ دا به امن راوړي؟

    په خيبرپښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ يا ګورنر راج له اعلانېدو وروسته اوس د دغه ايالت یا صوبې چارې د مرکزي يا فدرالي حکومت په لاس کې دي. د پاکستان تحریک انصاف ايالتي حکومت چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په خيبرپښتونخوا کې واکمن دی، اوس په عملي توګه غیرفعال شوی. مرکزي حکومت د بېړني حالت او ګورنر راج پلي کولو دا ګام په داسې حال کې پورته کړ چې د پخواني لومړي وزير عمران خان د خوشي کېدو لپاره تحريک انصاف له خيبرپښتونخوا د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون يا لانګ مارچ پيل کړی و.

  • رباب فاطمه چې د بنګله دېش ده،‌ په نړیواله او ملي کچه له ۳۰ کلونو زیاته دیپلوماتیک کاري تجربه لري.

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دنده پیل کړه، ننګونې به یې څه وي؟

    د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او خپل دنده یې پیل کړې ده.‌ په ملګرو ملتونو کې سرچېنو بي‌بي‌سي ته ویلي، نوموړې پرون شنبه کابل ته رسېدلې او کار یې پیل کړی دی.

  • لیان او لیلا غبیس له یوه کوچني هلک سره بالکون کې ولاړې دي. دوی ګلابي کمیسونه اغوستي او هلک روښانه شین رنګ کالي لري. لیان د انځور په چپ اړخ کې ده او لیلا په ښي اړخ کې ولاړه ده او خپل لاس یې د هلک پر اوږه اچولی دی. په شا کې یوه استوګنیزه ودانۍ لیدل کېږي.

    ولې یو نړیوال خیریه بنسټ په سوریه کې د "ورک شویو" ماشومانو په اړه خپل یو راپور نه خپروي؟

    یو نړیوال خیریه بنسټ چې د ماشومانو لپاره کار کوي، غوښتنه یې کړې وه چې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال په ځانګړې توګه هغه وخت کې چې ځینې ماشومان له خپلو کورنیو جلا کړل شوي وو، د دغه بنسټ د کړنو په اړه هر اړخیزه څېړنه وشي. اوس همدا نړیوال بنسټ وایي، پرېکړه یې کړې چې د څېړنو پایلې دې اعلان نه شي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #9
  • خوشحاله وګړي او ګوربت ننګيال
  • kim jung un
  • الوتونکی موټر
  • DANCE-INDIA
  • ګل حسن حسن
  • Keyframe #1
  • Hedayatullah Hamim هدایت الله همیم
  • Keyframe #4
  • Panjshir
  • 2 persons
  • پاکستان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • فرانسه

    فرانسه کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته، لوټمار او اورلګېدنې؛ تر ۱۲۰۰ ډېر کسان نیول شوي

    په فرانسه کې د شنبې په ورځ د ښوونځیو د وضعیت او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد پراخ او تاوتریخجن لاریونونه شوي. د فرانسوي حکومت په وینا، شاوخوا ۵۵۰ زره کسان لارو کوڅو ته راوتلي وو او لږ تر لږه ۱۲۰۰ تنه نیول شوي دي.

  • درې هلکان

    ماشومان کولی شي پروټین پوډر وکاروي؟

    ۱۲ کلن بین په ډېرې بې صبرۍ غواړي چې د پروټین پوډر وازمويي، خو یوه ستونزه شته: هغه ستونزه زه یم، د هغه مور. هغه وايي: "شاوخوا شل ځله مې غوښتنه کړې، خو ته هر ځل یوازې نه راته وایې!" هغه ادعا کوي چې پروټین پوډر به یې "لا چاغ او غټ" کړي او دا هم وايي چې د هغه نوروهلکان ملګري یې کاروي.

  • پلونه، سمندره او یوه مېرمن چې ماشوم یې غېږ کې دی لیدل کېږي.

    د سوېل ختیځې اسیا د ساه بندوونکي زهرجن لوګي پړه پر چا ده؟

    اندونیزیا په تېره یوه لسیزه کې د ځنګلونو له تر ټولو سختو اورلګېدونکو سره مخ شوې، له دغه درکه راپورته شوی زهرجن لوګی او دوړې د سیمې د میلیونونو اوسېدونکو لپاره بېخي د ساه‌بندۍ لامل شوی.

  • Trump and Putin speaking during a visit to Alaska

    ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ نوي بندیزونه وځنډول

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې پر وړاندې ګڼ بندیزونه، محدودیتونه او ګمرکي تعرفې ځنډولي دي، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ نافذ شي. هغه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو ویلي چې د ځینو بندیزونو ځنډول د متحده ایالاتو د "ملي ګټو" په اډانه کې دي. ټاکل شوې وه چې د روسیې له خوا امریکا ته پر ټولو صادرېدونکو توکو، د خامو تېلو او ګازو په ګډون، تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګول شي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي