ایران ولې امریکا سره خبرو ته لېوالتیا نه ښيي؟

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "پاکستان په غوښتنه" له ایران سره د اوربند د غځولو اعلان کړی دی. خو هغه ویلي چې امریکا به د ایران د بندرونو کلابندۍ ته دوام ورکړي.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه لیکلي چې هغه د پاکستان د فیلډ مارشال عاصم منیر او لومړي وزیر شهباز شریف په غوښتنه پر ایران برید ځنډولی دی. هغه لیکلي:

"ما خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې کلابندۍ ته دوام ورکړي او په نورو ټولو چارو کې بشپړ چمتو او خبردار اوسي. زه به اوربند تر هغه وخته وغځوم چې د هغوی له لوري وړاندیز راشي او خبرې یوې پایلې ته ورسیږي."

هم مهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران د بندرونو کلابندي د جګړې په معنا ده او له اوربنده څرګنده سرغړونه ده.

هغه پر اېکس لیکلي: "پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید او د هغې د عملې یرغمل کول تر دې هم لویه سرغړونه ده. ایران پوهېږي چې څنګه بندیزونه بې اغېزې کړي، له خپلو ګټو دفاع وکړي او فشارونو او ګواښونو ته ځواب ووایي."

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند د غځولو په اړه د امریکا د اعلان هرکلی کړی او دا یې د کړکېچ د کمولو یو ګام بللی چې د ډیپلوماسۍ او د ایران او امریکا ترمنځ د باور جوړونې لپاره اړینه فضا رامنځته کوي.

هغه وویل: "موږ پر ټولو لورو غږ کوو چې له دې پرمختګه ګټه پورته کړي، له داسې ګامونو ډډه وکړي چې اوربند له منځه وړي، او د یوې تلپاتې حللارې موندلو لپاره په رغنده خبرو اترو کې ښکېل شي."

سره له دې چې اوربند غځول شوی، خو په پاکستانۍ پلازمېنه اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو په اړه بې باوري لا هم پر ځای ده. ولسمشر ټرمپ اعلان کړی و چې د خپل مرستیال جې ډي وېنس په مشرۍ به یو پلاوی پاکستان ته ولېږي، او د امریکایي رسنیو په وینا، وېنس باید د چهارشنبې پر سهار پاکستان ته رسېدلی وای.

خو اوس داسې بریښي چې دا سفر لغوه شوی، ځکه ان کوربه هېواد پاکستان هم تر اوسه د دې پوښتني ځواب نه لري چې کله امریکایي پلاوی ورسېږي، ایا د ایران له لوري به څوک د خبرو مېز ته تیار شي که نه.

ټرمپ د سې شنبې پر ورځ په یوه مرکه کې وویل چې ایران له دې پرته بله لاره نه لري چې خبرو ته پلاوی ولېږي. له دې سره سره، د ایراني چارواکو له لوري د خبرو د راتلونکي پړاو په اړه هیڅ مثبته اشاره نه ده لیدل شوې.

په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم پر اېکس لیکلي: "دا یو نړیوال منل شوی حقیقت دی چې یو هېواد له داسې پخواني تمدن سره هیڅکله د ګواښ یا فشار لاندې خبرې نه کوي. دا یو پیاوړی، اسلامي او مذهبي اصل دی. درېغه که امریکا پر دې پوهېدلی."

د سې شنبې پر ماسپښین، د ایران دولتي رسنۍ ټیلیګرام چینل کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې کوم ایراني پلاوی اسلام اباد ته تللی دی. په ویناپاڼه کې د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په ګډون د ایراني چارواکو پر دې دریځ ټینګار شوی چې ایران "د ګواښونو تر سیوري لاندې هیڅ ډول مذاکرات نه مني."

ایران ولې زړه نا زړه دی؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د امریکا "پاروونکي خوځښتونه او له اوربنده پرلپسې سرغړونې" د ډیپلوماټیک بهیر د پرمختګ مخه نیسي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې "ګواښونه او لاسوهنه" او د ایران په اړه "ضد او نقیضې ویناوې او ګواښونکې ژبه" دا بهیر له خنډ سره مخامخوي.

د اپرېل پر ۱۲مه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد.

امریکا د ایران د غني شويو یورانیمو په اړه اعتراض لري او نه غواړي ایران هیڅکله اټومي وسلې جوړې کړي.

ایران ویلي و چې تر هغه په خبرو کې ګډون نه کوي چې په لبنان کې اوربند نه وي شوی. وروسته د لبنان او اسرائیلو ترمنځ اوربند وشو، خو دا د ایران له شرطونو یوازې یو شرط و.

ایران اوس غوښتنه کوي چې کنګل شوې شتمنۍ یې بېرته ورکړل شي او بندیزونه لیرې شي.

د هرمز تنګي کنټرول هم یو لوی خنډ دی. کله چې عراقچي د هرمز تنګي د پرانیستلو اعلان وکړ، داسې ښکارېده چې حالات سمېږي، خو کله چې ټرمپ د سمندري کلابندۍ له لیرې کولو ډډه وکړه، حالت بېرته ناسازې خوا ته لاړل.

دې فضا کې خبرې شونې دي؟

ایران نه غواړي په خبرو کې "ناچاره" ښکاره شي. په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون استاد محمد شعیب بي بي سي اردو ته وویل: "د یو ایراني په توګه، هیڅوک نه غواړي چې د خبرو لپاره ډېر اړمن او ناچاره ښکاره شي." د هغه په وینا، د ایران کورنی سیاست هم له مشرانو غواړي چې یو خورا سخت دریځ ولري.

د سډني د ټیکنالوژۍ پوهنتون استاد محمد فیصل پر دې باور دی چې د ولسمشر ټرمپ چلند د ایران د زړه نا زړه توب اصلي لامل دی.

هغه وایي: "کله چې اوربند وشو، د خبرو هیله وټوکېده، خو د لومړي پړاو خبرو پر مهال ټرمپ د سمندري کلابندۍ اعلان وکړ، څه چې د جګړې اقدام ګڼل کېږي. دې کار پر خبرو د ایران باور کم کړ."

په دې منځ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وروستۍ ویناپاڼه کې د "اوس مهال" کلیمه ډېره مهمه ده. هغوی وویل: "اوس مهال موږ په پاکستان کې له امریکا سره د خبرو د دویم پړاو لپاره کوم پلان نه لرو." دا پر دې معنا ده چې ایران ښايي په وروستۍ شېبه کې پرېکړه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ لاره یوازې څو ساعته ده.

د بي بي سي خبریال پاول اډمز وایي چې په اسلام اباد کې مېز چمتو دی، خو مېلمانه نه دي راغلي.

پوښتنه دا ده چې ایا قالیباف به بېرته راشي؟ یا به پخپله ولسمشر ټرمپ ورشي لکه چې یې پر خواله رسنیو اشاره کړې؟

وضعیت ډېر مناسب نه برېښي، خو دواړه لوري نه غواړي چې دا پر نازک تار تړلی ډیپلوماټیک بهیر په اسلام اباد کې له منځه لاړه شي. دغلته روانې هڅې ښيي چې ښايي د پردې تر شا یو ډول هوکړه وروستۍ کېږي، داسې هوکړه چې دواړه لوري په کې لږ امتیاز واخلي، خو د بریا په توګه یې ولسونو ته وړاندې کړي.