تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وايي، ۱۴ ولایتونو کې یې ۴۹ ښارګوټي 'امارتي' تثبیت کړي دي
افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ استوګنیزو مېنو 'ښارګوټو' ځمکې په بشپړ یا جزوي ډول دولتي 'امارتي' تثبیت او بېرته ترلاسه شوې دي. دغه وزارت وايي، د "لسګونو نورو ښارګوټو په اړه هم کار روان دی چې ډېر ژر به وروستی شي او په اړه به یې پرېکړه صادره شي."
د طالبانو حکومت ځینې هغه مېنې چې د پخواني افغان جمهوریت پر مهال جوړې شوې وې، ارزولي او ځمکې یې دولتي، یا د دوی په وینا "غصب شوې" او "امارتي" بللې دي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي ویلي:
"د ځمکو له غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د هېواد په کچه د ټولو استوګنیزو ښارګوټو ځمکې ارزولې چې له دې جملې ۴۹ ښارګوټي تر دې دمه په بشپړ یا قسمي ډول حکومتي تثبیت او استرداد شوي دي."
د دغه وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې پر ورځ، ۲۶ سنبله ۱۴۰۵ خپره شوې، راغلي:
"دغه مېنې په کابل، بلخ، ننګرهار، غزني، وردګو، کندهار، هلمند، جوزجان، سمنګان، زابل، فاریاب، بغلان، پروان او کندوز ولایتونو کې دي. د دغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو پرېکړه د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او د امارتي غصب شوو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې له خوا صادره شوې ده."
په کابل کې په "۱۵ ښارګوټو" کې د میرویس ښارګوټي شاوخوا ۱۱۰ جرېبه ځمکه، د سردار داوود خان ښارګوټي ۵۵۴ جرېبه، د سناتور جنت ګل ښارګوټي له ۳۷ زرو جرېبو زیاته ځمکه، د امید سبز ښارګوټي ۱۵۰۷ جرېبه، د غیبي بابا ښارګوټي له ۱۰۴۲ جرېبو ډېره ځمکه، د عمر ګلستان ښارګوټي شاوخوا ۱۱ جرېبه او د نورو ښارګوټو زرګونه جرېبه ځمکه شامله ده".
د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې "۱۰ مېنې" شاملې دي چې دیپلوماتیک، بهراب، خالد بن ولید، امیرعلي شیر نوایي، زینبیه، امرخ، مایار مینه، شهید ذبیحالله، برادران غضنفر او د خوادي پروژه هم په کې راځي.
همدارنګه په ننګرهار کې د سیاسنګ، قاسماباد ملنګ جان، شمشاد مینې، دولتزي، حاجي قدیر، سید اسحاق ګیلاني او نجمالدین آخندزاده په نومونو ۷ ښارګوټو کې د ځمکو د بشپړ یا جزوي بېرته ترلاسه کولو پرېکړه شوې ده.
په غزني او وردګو کې هم د وردګو د شهرنو ښارګوټي شاوخوا ۱۴۲۸ جرېبه ځمکه او په غزني کې د حکیم سنایي ښارګوټي ۱۲۹۳ جرېبه، د نوآباد ښارګوټي ۱۸۴۳ جرېبه او د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي ۹۱۵ جرېبه ځمکې د بېرته ترلاسه کولو پرېکړې شوې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې پاتې ۱۳ ښارګوټي چې د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په اړه یې پرېکړې شوې دي، په نورو ۹ ولایتونو کې دي.
په دغو ښارګوټو کې د یوې ټوټې ځمکې "امارتي" اعلانېدل په دې معنا دي چې که د ځمکې مالکانو کلونه مخکې د ځمکې د اخیستو پر مهال پیسې ورکړې وي، د ځمکې د پېرلو عرفي قباله یې اخیستې وي او پر ځمکه یې کور هم جوړ کړی وي، بیا هم د نوي قانون له مخې باید د ځمکې د پېرلو پیسې د اوسني بازار د نرخ له مخې یو ځل بیا ورکړي.
دا نرخ د ځمکې د ارزښت پر بنسټ محاسبه کېږي او پر ځمکه د جوړې شوې ودانۍ یا کور لګښت په پام کې نه نیول کېږي.
په "امارتي" ښارګوټو کې د ځمکو پېر او پلور او همدارنګه ودانیز فعالیتونه منع دي.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي ټینګار کړی و چې: "د ځانګړې محکمې حکم او پرېکړه وروستۍ ده، تمییز او استیناف نه لري."