تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین وايي، د ایران جګړې غځېدل ګټور نه دي؛ ټرمپ وايي چې پای ته نږدې ده
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بیجینګ کې له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره لیدلي او د سیمې، د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او د هرمز تنګي پر وضعیت یې خبرې سره کړې دي.
وانګ يي ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې اوږدېدل نه د ښکېلو خواوو او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.
هغه له ایران او امریکا غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ژرترژره د "اسلام اباد هوکړې" ته له ورستنېدو سره بېرته د خبرو اترو بهیر پيل کړي.
ښاغلي يي زیاته کړې چې چین له ټولو خواوو غواړي چې د هرمز تنګي د "ژرترژره پرانیستلو لپاره اغېزمن اقدامات وکړي، نړیوالې سمندري لارې خوندي او پرانیستې وساتي او امنیت او ثبات یې ډاډمن کړي".
د چین بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې همدراز خبرداری ورکړی چې چین نه غواړي چې په سیمه کې زیاتېدونکی کړکېچ یمن او سره سمندرګي ته وغځېږي.
ده ویلي چې ټولې خواوې دې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پېچلی کوي او د ستونزو د حل لپاره دې د خبرو اترو او ډېپلوماسۍ لار غوره کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي چې له خپلو چینايي سیالانو سره یې "بریالۍ مشورې" کړې دي.
هغه نن پنجشنبه پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د نن پرېکړې به "په سیمه کې پر راتلونکي ستراتيژيک توازن اغېز وکړي او ډېرې اوږدمهاله پایلې به ولري".
ښاغلي عراقچي د چین د ولسمشر له لوري د منځني ختيځ د امنیت لپاره څلور مادیز وړاندیز "د سولې څلور اصول" بللي او مهم یې یاد کړي دي.
چین ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي او د ایران د ستراتیژیک ملګري په توګه چمتو دی چې د نړیوالو اختلافاتو په حل کولو او د هغه څه په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي چې بیجینګ یې "د ایران مشروع حقونه او ګټې" بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې چین ته سفر کړی چې ټاکل شوې د چین ولسمشر شي جین پینګ یوه اوونۍ وروسته په واشنګټن کې له ډونلډ ټرمپ سره وګوري.
بیجینګ لا تر اوسه دغه سفر نه دی تایید کړی.
د ټرمپ تازه څرګندونې
د ایران او چین د لومړیو وزیرانو تر دغو څرګندونو وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټينګار کړی چې د ده له نظره، ایران یوې هوکړې ته رسېدل غواړي.
هغه دا څرګندونې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۵ وږی/۱۶ سپتمبر) د امریکا په شمالي کارولینا کې د منځمهاله ټاکنو لپاره د نوماند مایکل وېټلي په ټاکنیزه غونډه یا کمپاین کې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي، "زه هیلهمن یم چې موږ د جګړې پای ته ورنږدې شوي یو. هغوی [ایران] غواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي. و به ګورو چې څه کېږي".
ډونلډ ټرمپ څو ځله دا خبره تکرار کړې چې ګواکې ایران د جګړې پای او هوکړې ته رسېدل غواړي خو تر اوسه د دواړو لورو ترمنځ خبرېاترې د یوه تلپاتې جوړجاړي لامل نه دي شوې او دواړو هېوادونو د یوه بل پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي دي.
په امریکا کې په را روانه نومبر میاشت کې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ډېری جمهوریت غوښتونکي نوماندان د رایه ورکوونکو له پوښتنو او اندېښنو سره مخامخ دي ځکه چې د ایران جګړې له امله د توکو بیې او تعرفې لوړې شوې او د سون توکو لګښتونه او بیې هم ختلې دي او په عامو خلکو کې اندېښنې په ډېرېدو دي.
شنونکي وايي، همدې مخ په زیاتېدونکي اقتصادي فشار او د خلکو اندېښنو ښايي ډونلډ ټرمپ هڅولی وي چې لږترلږه په عام محضر کې له ایران سره د خبرواترو ملاتړ څرګند کړي او د جګړې د پای ته رسولو خبره یاده کړي.
ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې پخپلو څرګندونو کې کله هم پر ایران د لا نورو بریدونو ګواښ کړی او کله یې بیا د مذاکراتو خبره کړې.
د روانې سپتمبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې یې هم ګواښ کړی و.
ده ویلي وو چې له ایران سره شخړه د امریکا لپاره "لویه مسئله نه ده" خو په وینا یې، "که ناسم څه وشي نو موږ به ایران په نښه کړو او په ډېر سخت به یې په نښه کړو".
خو بل لور ته بیا ایران هم د جګړې له پیل راهیسې وايي چې له امریکا سره د جګړې پای ته رسولو لپاره به له خپلو ملي ګټو تېر نه شي.
ایران د امریکا د پوځي اقداماتو په غچ کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په ګډون د منځني ختيځ بېلابېل هېوادونه په نښه کړي دي او ادعا کوي چې هلته د امریکا پوځي اډې او نور تاسیسات هدف ګرځوي.