تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سعودي او حوثیانو د سختو متقابلو بریدونو په ترڅ کې د دوبۍ ساحلونو ته نږدې د تېلو لېږدونکې بېړۍ 'ترڅنګ' چاودنه
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز(یو کې ایم ټي او) وايي، د متحده عربي اماراتو په اوبو کې یې د دوبۍ لوېدیځ ته شاوخوا ۵۰ سمندري میله واټن کې د یوې پېښې راپور ترلاسه کړی دی.
د راپور له مخې د تېلو یوې لېږدونکې بېړۍ کپتان خبر ورکړی چې بېړۍ ته نږدې د یوې نامعلومې توغندیزې وسیلې د لګېدو یا نږدې تېرېدو له امله چاودنه شوې ده.
دغه اداره وايي، د بېړۍ ټوله عمله خوندي ده او د هغوی شمېرنه بشپړه شوې ده. دغه راز بېړۍ ته د کوم زیان او یا د چاپېریال د ککړتیا کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
بل لور د یمن حوثیانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د سعودي عربستان د رأس تنوره د تېلو پر تصفیې خونې او د ریاض پر مالي سیمه بریدونه کړي دي. خو سعودي عربستان ادعا کړې چې د حوثیانو د بې پیلوټه الوتکې برید یې پر رأس تنوره تصفیه خانه شنډ کړی دی.
د سپوږمکۍ انځورونه بیا د دې تصفیې خونې پر سر لوګي ښيي، چې د خپرېدو ساحه یې نږدې ۶۰۰ مربع کیلومتره اټکل شوې ده.
په ورته مهال، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف اعلان وکړ چې د سره سمندرګي پر غاړه د جدې بندر ته نږدې یې د حوثیانو یو ډرون له منځه وړی.
له دې لږ وروسته حوثیانو وویل چې په یمن کې یې د سعودي عربستان د بریدونو په ځواب کې د سعودي عربستان د جدې او جازان بندرونه په نښه کړي دي.
د دواړو لوریو ترمنځ په وروستیو ورځو کې نښتې او بریدونه زیات شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې وشول چې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف، چې له حوثیانو سره جګړه کوي، اعلان وکړ چې د یمن د سره سمندرګي پر غاړه یې د الحدیده بندر هدف ګرځولی دی.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع وویل: ''دواړو عملیاتو خپلو ټاکلو اهدافو ته زیان رسولی دی.''
تر دې مخکې د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي وو چې د حوثیانو له لوري توغول شوی یو توغندی د جازان بندر کې لګېدلی دی.
د ائتلاف ویاند ترکي المالکي په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: ''یوازې لږ زیان اوښتی او هېڅ ملکي وګړی نه دی وژل شوی او نه هم څوک ټپي شوی دی.''
هغه زیاته کړه: ''د توغندي د ډول د معلومولو لپاره هڅې لا هم روانې دي.''