ټرمپ: د جنورۍ تر پایه پورې د ایران جګړې بودیجه برابره شوې ده

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد د جګړې بودیجه د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ تر پایه برابره شوې ده.

ښاغلي ټرمپ له نیویارک پوسټ سره په مرکه کې ویلي، که د کانګرېس دیموکرات غړي د ایران پر ضد د جګړې د درولو هڅه وکړي، نو یوه ''بشپړه بریا'' به په ''ماتې'' بدله کړي.

هغه زیاته کړه، چې کېدای شي د راتلونکي کال له جنورۍ څخه، چې دیموکرات ګوند پر کانګرېس کنټرول ترلاسه کړي، د ده پوځي واکونه محدود شي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې سیاسي سیالان به د دغې جګړې د ''وخت نه مخکې پای ته رسېدو'' لامل نه شي.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د ایران سمندري ځواک او هوايي دفاعي سیستمونه له منځه وړل شوي او دیموکراتان یې تورن کړي چې یوه ''ګټل شوې جګړه'' به په ''ماتې'' واړوي.

د امریکا ولسمشر وايي: ''موږ هر وخت چې وغواړو، دا جګړه پای ته رسولای شو.''

تېره اوونۍ د امریکا سنا مجلس هغه طرحه رد کړه چې موخه یې د ایران پر ضد د جګړې د دوام لپاره د ټرمپ د واکونو محدودول وو.

د دې طرحې له مخې، د امریکا ولسمشر باید یا جګړه پای ته رسولې وای او یا یې د دوام لپاره د کانګرېس اجازه ترلاسه کړې وای.

بل لور د اسرائیل د دفاع وزیر اسرائیل کاتس ایران تورن کړی چې د کیمیاوي وسلو د پراختیا په حال کې دی او ویلي یې دي چې اسرائیل به تهران ته د داسې وړتیا د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي کاتس د سې شنبې په ورځ له اسرائیلي خبریالانو سره په یوه معلوماتي غونډه کې وویل: ''ایران د کیمیاوي وسلو د جوړولو پر لور روان دی. د اسرائیل حکومت به اجازه ورنه کړي چې دغه ډول وړتیا ترلاسه کړي.''

د نوموړي څرګندونې د اسرائیل کان ټلویزیون او د دغه هېواد نورو رسنیو خپرې کړې دي.

خو د اسرائیل دفاع وزیر د خپلې دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم مشخص شواهد نه دي وړاندې کړي.

تر دې مخکې هم اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد چارواکو امریکا ته د هغو استخباراتي معلوماتو یوه برخه سپارلې چې ګواکې ایران د کیمیاوي وسلو د جوړولو په هڅه کې دی.

ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.

بل لور په ملګرو ملتونو سازمان کې د ایران سفیر او دایمي استازي مرستیال غلام حسین درزي د امریکا او اسرائیل لخوا پر ایران د بریدونو پر مهال د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) کارولو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي درزي د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې امریکا د ایران پر ضد د عملیاتو پر مهال د پالانټیر (Palantir) او انتروپیک (Anthropic) شرکتونو له خدماتو د معلوماتو د شننې، د هدفونو د پېژندنې او لومړیتوب ټاکنې، او دغه راز د بریدونو د مختصاتو د برابرولو لپاره استفاده کړې ده.

هغه وویل چې د امریکا پوځ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته توانېدلی چې ''په ۹۶ ساعتونو کې له ۲ زرو جلا هدفونو پر ضد تر ۲ زرو ډېر مهمات وکاروي.''

درزي دغه راز ټینګار وکړ چې: ''د مصنوعي ځیرکتیا امنیتي او پوځي اړخونه باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې، د یوه نړیوال بهیر او د ټولو هېوادونو په ګډون وڅېړل شي.''

نوموړي خبرداری ورکړ چې د مصنوعي ځیرکتیا په پوځي کارونې پورې تړلې مسئلې د نړیوالو مقرراتو او ګډې څارنې غوښتنه کوي.