هغه څلور دلیلونه چې ایران او امریکا ته یې د اوربند ساتل ګران کړي دي


دوه تنه پر موټرسایکل سپاره دي او د تهران پر یوه سړک روان دي. مخامخ یوه لویه وداني برېښي چې د غټه ذولفقار توره پرې جوړه او د ایران بیرغ په رنګ ټوټې ترې ځوړندې دي. پخه کوڅه کې ګاډی هم ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د تېرې اپریل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند هوکړه تازه سیمه‌ییزو بریدونو نه وروسته اوس له فشار سره مخ ده.
    • Author, لوییس باروچو
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د اوربند هغه هوکړه چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ‌ وشوه، اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته له زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لوړ پوړو ایرانیو چارواکو له تازه بریدونو وروسته یوه بل ته نوي‌ ګواښونه کړي دي.

تېره چهارشنبه امریکا وویل چې په خلیج کې یې د یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د ایران پوځي او د رادار مرکزونه په بریدونو کې په نښه کړي دي. د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران یې په غچ کې په بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو حملې وکړې او کوېت هم وویل چې پر دغه هېواد د یوه بل برید مخه یې نیولې ده.

د بریدونو دا تازه څپه له هغه څو ورځې وروسته پیل شوه چې ایران د تېرې یکشنبې په ورځ پر اسرائيلو د توغندیو ګوزارونه وکړل. اسرائيلو یې په ځواب کې د ایران په مرکز او لوېدیځ کې ځينې هدفونه بمبار کړل. دا د اوربند له پیل راهیسې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ‌ پر یوه بل د بریدونو لومړۍ مستقیمه تبادله وه.

ټرمپ بیا پر دواړو خواو غږ کړی و چې "ډزې" و دروي.

د یوه لاريون پرمهال ګڼې ښځې او نارینه برېښي چې د ایران او مذهبي بیرغونه ورسره دي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وايي چې د ایران مشرتابه په کور دننه هم له فشار سره مخ دی نو هماغه ده چې د اوربند لپاره د داسې شرطونو منلو ته غاړه نه ږدي چې ایران ته ډېره ګټه و نه لري.

د امریکا ولسمشر وویل چې ایران به اوس د دې کار "بیه پرې کړي" خو جزیات یې ور نه کړل چې په څه ډول. د ټرمپ په وینا، ایران "په بشپړ ډول ماته خوړلې" او "یوازې خبرې کوي خو عمل یې نه شته".

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی و چې هېواد به یې "هېڅ برید یا ګواښ بې‌ځوابه پرې نږدي" او ویلي یې وو چې امریکا "په جګړه کې ماته خوړلې ده".

تر اوس هېڅ لوري هم په رسمي ډول اوربند نه دی پرېښی خو داسې وېره شته چې ښايي د تاوتریخوالي زیاتېدل به د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوه اوږدمهاله حل په موخه کېدونکو مذاکراتو کې خنډ رامنځ‌ته کړي.

نو د اوربند دوام ولې دومره ستونزمن ثابت شوی؟

کارپوهان یې دغه څلور لاملونه یا دلیلونه وړاندې کوي:

۱. ایران ته نا ارامه اوربند

په واشنګټن کې د نړیوالې پالیسۍ د یوه فکري بنسټ مشر غړی او شنونکی سینا طوسي وايي، یو دلیل دا دی چې "د ایران له نظره" اوسني اوربند د شخړې "اصلي ستونزه نه ده حل کړې".

دی همداراز وايي چې پر ایران له څو لورو فشارونه شته؛ لکه پر لبنان د اسرائیلو پرله‌پسې بریدونه او د بندیزونو او سمندري کلابندۍ ترڅنګ د امریکا له لوري پر ایران روان نظامي او اقتصادي فشار.

د تېرې سې‌شنبې په ورځ اسرائيلي ځواکونو د لبنان جنوبي ښار صور باندې تر هغې یوه ورځ وروسته برید وکړ چې ایران د داسې بریدونو د بندولو غوښتنه کړې وه.

ښاغلی طوسي وايي، تهران ته دا له جګړې وروسته یوه داسې هوکړه برېښي چې په ترڅ کې یې واشنګټن هڅه کوي چې په روانه کشاله کې خپل "د پام وړ نفوذ" هم وساتي خو ورسره ځان مستقیقمې جګړې ته له بېرته ورستنېدو هم وژغوري.

خو د ده په وینا، دا داسې څه دي چې ایراني چارواکي یې "بې‌ثباته او د نه منلو" بولي.

ښاغلی طوسي زیاتوي چې ایران دې ته اندېښمن دی چې که امریکا په دې ډول هم خپل پوځي فشار وساتي او هم په نسبتاً کم لګښت په سیمه کې د دغه هېواد سیمه‌ييز متحدان په نښه کړای شي نو دا به د امریکا "یوه تل‌پاتې ځانګړنه" وګرځي چې د وخت په تېرېدو سره به ورور ورو په سیمه کې د ایران اوسنی دریځ او ځواک له منځه یوسي.

د چارو شنونکي هم په دې نظر دي چې د ایران مشرتابه په هېواد کې دننه هم له فشار سره مخ دی او داسې ښکاري چې د داسې اوربند منلو ته به غاړه کې‌نږدي چې مخالفان دې یې پر ضد پوځي او اقتصادي فشارونه وساتي‌ خو تهران دې لاس‌ تر‌ زنې ورته ناست او زغم ښکاروي.

۲. د اسرائيل رول

په یوه دښته کې پر ځمکه د بالیستیک توغندي ننوتلې برخه ښکاري. شا ته یې یو سړی هم برېښي. اسمان شین دی او لمر دی.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وايي، پر لبنان د اسرائيل پرله‌پسې بریدونو اوربند کمزوری او ټکنی کړی دی.

کارپوهان د اسرائيلو کړنې هم د ایران د جګړې د پای‌ ته نه رسېدو په برخه کې یو مهم فکتور او د اوربند ساتلو په هڅو کې یوه اصلي پېچلتیا ګڼي.

د برېتانیا د (ار‌یو‌اېس‌ای) انسټيټيوټ یو لوړپوړی غړی او شنونکی ډاکټر اېچ‌اې هیلیر اسرائيل د امریکا او ایران ترمنځ د ډېپلوماتیکو هڅو احتمالي "خرابوونکی" بولي او وايي چې "تل‌ابیب د امریکا او ایران په منځ کې د هر هغه تړون په مخنیوي کې بنسټيزې ګټې لري چې په پایله کې یې په سیمه کې ایران د یوه ځواکمن هېواد په توګه پرخپل ځای پاتې کېږي".

دی وايي، "سره له دې چې د امریکا ډېپلوماتیکې هلې‌ځلې روانې دي" خو اسرائيل "په عمل کې د مذاکراتو په خرابولو باندې لګیا دی".

اوس پر دې هم بحثونه کېږي چې اسرائيلو د ټرمپ مخالفت کړی او د هغه دا خبره یې ځمکې ته غورځولې چې له تل‌ابیبه یې پر ایران د برید نه کولو غوښتنه کړې وه.

خو له دې سره سره، پوځي کارپوهان وايي چې که له ایران سره جګړه اوږدېږي نو اسرائيل په هر حال د امریکا ملاتړ او تکیې ته اړ دی.

د اسرائيل د ملي امنیت د مطالعاتو انسټيټيوټ یو مشر څېړونکی ییهوشوا کالیسکي‌ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "په دې کې هېڅ شک نه شته چې اسرائیل په یوازې سر اوږده جګړه نه شي‌ کولی ځکه چې ډېرو مهماتو ته اړتیا لري".

یو نظامي تاریخ‌پوه ډېني اورباچ وايي، له ایران سره هېڅ‌ ډول هوکړه هم د اسرائيلو امنیتي اندېښنې نه شي ورکولی.

ښاغلي اورباچ له رویټرز سره په یوه مرکه کې ویلي، "که [د اوربند کومه احتمالي هوکړه] د اسرائيلو د ګټو په تاوان وي نو اسرائيل د خبرو مېز بدلولی شي".

له بي‌بي‌سي سره په یوه ټلیفوني مرکه که څه هم ټرمپ وویل چې له نتنیاهو یې د زغم غوښتنه کړې وه خو دا یې رد کړه چې له ایرانه د غچ اخیستلو په هکله دې یې د هغه له غوښتنې سرغړونه کړې وي.

۳. تاوتریخوالی ډېر شوی

درېیم لامل یا دلیل دا دی چې داسې برېښي چې په خپله د تاوتریخوالي ډېرېدل هم د خبرو اترو د تګلارې یوه برخه ګرځېدلې ده.

د امریکا او اسرائیلو له پرله‌پسې نظامي فشار، بندیزونو او له سمندري کلابندۍ سره سره د ایران مشرتابه له خپله ځایه خوځېدلی هم نه دی او امنیتي تجهیزات یې هم سلامت دي؛ هغه هم په داسې حال کې چې مخالفانو یې د یوې کورنۍ یا داخلي ناکرارۍ وړاندوینې کولې خو په عمل کې هغسې څه ترسترګو نه شول.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې ښايي‌ همدې د تهران د مقاومت او انعطاف احساس پیاوړی کړی وي. د دې پرځای چې په هر قیمت له شخړې ډډه وکړي، ایران ته اوس ځان داسې برېښي چې د فشار جذبولو او زغملو توان لري او اوس تر ځان چاپېر د لا نورو او نوو سرو کرښو راښکلو ته لېواله دی.

خو په همدې حال کې کارپوهان ټينګار کوي چې نظامي فشار او ډېپلوماسي له یوه بله بېل نه دي.

ښاغلی طوسي هم وايي چې، "ایران له ډېپلوماسۍ لاس نه اخلي".

د ده استدلال دا دی چې په لبنان، خلیج او نورو څېرمه سیمو کې وروستي فعالیتونه/بریدونه -چې تر ډېره د ایران ملاتړې ډلې پکې ښکېلې دي- سل په سلو کې د جګړې د پراخولو لپاره نه دي بلکې په دې موخه ترسره کېږي چې روانه کشاله لا لګښتي کړي او پکې د ډېر امتیاز ترلاسه کولو لپاره د ایران دریځ پیاوړی کړي.

ښاغلی هیلیر هم همدا نظر غبرګوي او وايي، "د دې منطق ډېر ساده دی. که پر ایران برید اسرائيلو او د هغوی ملاتړو ته ګرانبیه نه دی نو په سيمه کې یې امریکا او د دغه هېواد پراخ امنیتي جوړښت ته ګرانبیه کړه".

۴. د امریکا د نفوذ محدودیتونه

د شپې په تیاره کې پر ګڼو ودانیو د پاسه په اسمان کې د یوه توغندي کرښه ښکاري.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، شنونکي خبرداری ورکوي چې وروستۍ پېښې یوه دایمي حل ته رسېدل له ستونزو سره مخ کولی شي.

یو وروستی او مهم فکتور یا دلیل د امریکا رول دی او دا هم چې په دې جګړه کې د خپل نفوذ کارولو ته څومره لېواله ده.

د یوه بنسټیز پوځي ملاتړي په توګه واشنګټن اسرائيلو ته وسلې او مالي او ډېپلوماتیک ملاتړ برابروي او همدا د شخړې پرمهال امریکا ته د پام وړ نفوذ هم ورکوي. ‌

ښاغلی هیلیر وايي چې دا نفوذ د اوربند په نازکوالي باندې پوهېدو کې مهم دی.

دی زیاتوي، "که واشنګټن د تل‌ابیب په دریځ کې بدلون غواړي نو امریکا د دې ځواک لري" او په وینا یې، د ملاتړ کمولو ته ان یوازې یوه معمولي اشاره به هم اسرائیل بېړني بدلون ته اړ کړي.

خو ښاغلی هیلیر وايي، "که امریکا نه غواړي چې له دې نفوذه کار واخلي، نو بیا [په دې هر څه کې] ورسره شریکه ده. ځکه چې نفوذ شته خو په اصل کې د هغه د کارولو اراده نه شته".

په مخه کې شته خطرونه

د چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې دا هر څه د یوه تل‌پاتې حل په برخه کې شته ستونزې دي چې حالات په زیاتېدونکي ډول سختوي. د دوی په وینا، د اوس لپاره د پرمختګ یوازېنۍ عملي لاره د ډېپلوماسۍ ده.

خو ښاغلی هیلیر خبرداری ورکوي چې که ډېپلوماسۍ ته "د پوځي عمل پوښلو" په سترګه کتل همداسې روان وي نو ایران ښايي د دې جګړې د "لګښت لوړولو" لپاره خپل چلند بدل کړي.

د ده په خبره، دا ډول بدلون بیا ښايي په راتلونکي کې د لا ډېرو خطرناکو جګړو احتمال ډېر کړي.