تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کشمیر مسئله؛ پاکستان د الجزیرې په ګډون پر نړیوالو رسنیو ولې محدودیت لګولی؟
- Author, کارولین ډېوېز
- دنده, د پاکستان برخې خبریاله
- رپوټ له:, اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
پاکستانیو چارواکو هلته د نړیوالو رسنیو پر خبر جوړونې نوي بندیزونه لګولي دي چې له امله یې د خبریالانو بنسټونو سختې نیوکې پارولې دي.
د حکومت د نوو "سپارښتنو" له مخې، د پاکستانیو په ګډون هر خبریال چې له دې وروسته له اسلام اباد، کراچۍ او لاهور پرته کومې بلې سیمې نه رپوټ ورکوي، باید مخکې له مخکې یې اجازه ترلاسه کړي.
د دې معنا دا ده چې اوس به د ډېریو نړیوالو رسنیو خبري پوښښ په دې پورې تړلی وي چې چارواکي کله او څه وخت هغوی ته د خبر جوړونې اجازه ورکوي.
پاکستان اوسمهال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۵۳ ځای لري.
سیاستوال او مبصر مصطفی نواز کوکر د نوو بندیزونو په اړه وايي: "وار د مخه محدود شوي چاپېریال کې دا نوې سپارښتنې د نړیوالو رسنیو د مرۍ خپه کولو په څېر دي."
پر رسنیو محدودیتونه کومه نوې خبره نه ده خو ډېر کله په داسې حالاتو کې تر نړیوالو رسنیو د هلته شته کورنۍ رسنۍ ډېرې له فشار سره مخامخ وي.
ښاغلی کوکر وايي، "د خپلواکو او بېپرې خبرونو ترلاسه کولو لپاره د عامو خلکو سترګې نړیوالو رسنیو ته وي. په دې ډول بندیزونو سره د غلطو معلوماتو او جعلي خبرونو خپرولو ته لا ډېره لار هوارېږي".
د پاکستان حکومت څه وايي؟
د پاکستان حکومت وايي چې د تېرې یکشنبې په ورځ خپرې شوې "لارښوونې" پر رسنیو د محدودیت لپاره نه دي. بلکې په وینا یې، دا د دې لپاره یوه "اداري تګلاره" ده چې د رسنیو تصدیق وشي او معلوماتو ته په لاسرسي او ورته د اړین ملاتړ په برابرولو کې مرسته وشي.
دغو نوو مقرراتو ته د "۲۰۲۶ کال، بهرنیو رسنیو ته د اسانچارۍ لارښوونې" نوم ورکړل شوی او دا نه ده پکې سپينه شوې چې یوې رسنۍ ته به د خبري پوښښ لپاره د اجازې ورکړه څومره وخت نیسي. دغه اجازهلیک ته په پاکستان کې د عدم اعتراض اجازهلیک یا (اېناوسي) وايي.
بهرني خبریالان تر دې مخکې هم د دغه اجازهلیک اخیستو ته اړ وو چې ډېر کله به یې ان میاشتې میاشتې انتظار ورته کاوه او کله خو به یې هېڅ د هو او نه ځواب هم ترلاسه نه کړ.
دا د یوه خبریال لپاره د شاوخوا ۲۴۰ میلیونه وګړو لرونکي هېواد کې ډېره سخته ده چې د مهمو او ناڅاپي پېښو پرمهال دې له یوې اغېزمنې سيمې په وخت خبرونه برابر کړای شي.
له همدې امله تر ډېره نړیوالې رسنۍ د خپل خبري پوښښ لپاره د معلوماتو راټولولو او کره کولو په برخه کې پر عامو پاکستانیانو تکیه کوي چې د پېښور او یا کوټې په څېر ښارونو ته په اسانه تګراتګ کولی شي او یا هماغلته مېشت دي.
"په ۴۰ کلونو کې مې داسې بندیزونه نه وو لیدلي"
د پاکستان حکومت په نوو "لارښوونو" کې د ازادو خبریالانو په ګډون که کوم خبریال له ځانګړو درو ښارونو (اسلام اباد، کراچۍ او لاهور) پرته له کومې بلې سیمې خبر ورکوي نو باید مخکې له مخکې د عدم اعتراض اجازهلیک یا (اېناوسي) ترلاسه کړي.
په پاکستان کې د انګرېزۍ ورځپاڼې (ډان) مدیر ظفر عباس وايي چې، "دا بندیزونه د خندا وړ دي او هېڅکله د منلو نه دي".
د ده په وینا، "له ۴۰ کلونو ډېره موده کېږي چې زه په دغه هېواد کې خبریالي کوم او د دوو پوځي ولسمشرانو او د څو استبدادي رژيمونو پرمهال مې هم خبریالي کړې ده خو هېڅکله مې د اوس غوندې بندیزونه نه وو لیدلي".
ښاغلی عباس زیاتوي، "دا د خبریالانو د ازاد تګراتګ ترڅنګ خپلواکې خبریالۍ ته هم تاوان رسوي چې له دوی غوښتل کېږي چې له درو لویو ښارونو بهر د کاري سفر لپاره د اېناوسي اخیستلو ته مجبور دي".
خو حکومت بیا وايي چې دا د خلکو پر تګراتګ بشپړ یا عمومي بندیز نه دی.
د پاکستان حکومت له لوري په دې نوو محدودیتونو کې دا ګواښ هم شوی چې که د کوم خبریال خبري پوښښ "د پاکستان ایډیالوژۍ، حاکمیت، امنیت او یا د عامه نظم پر ضد" وګڼل شي نو اجازهلیک یې لغوه کېدای شي.
مصطفی نواز کوکر وايي چې دا ماده "ګونګه" ده او په وینا یې، روښانه نه ده چې معنا یا تفسیر یې څه دی؛ نو همدا لامل دی چې پوښتنې یې پيدا کړې دي.
خو د حکومت ټينګار دا دی چې که یو "اېناوسي لرونکی کس د هېواد ملي امنیت او عامه نظم ته په ضرر رسولو کې ښکېل وي" نو حکومت باید دا واک ولري چې پر وړاندې یې ګامونه اوچت کړي.
د پاکستان د سترې محکمې وکیل صلاح الدین احمد وايي چې، "دې ډول سپارښتنو ته نه په اساسي او نه هم په کوم بل قانون کې ځای شته" او په خبره یې، "دا لارښوونې" هسې حکومتي امرونه دي چې "له هېڅ قانوني ملاتړه برخمن نه دي".
ښاغلی احمد پر حکومت نیوکه کوي چې ګواکې دا "سپارښتنې" د نظم رامنځته کول بولي خو د ده په وینا، له دې سره باید "خپل قانوني مکلفیتونه پر نور ور و نه تپي".
دی وايي، "څرګنده خبره ده چې دا لارښوونې چې په بېړه شوې دي او سنجول شوې نه دي، په پاکستان کې ازاده خبریالي لا نوره هم محدودوي".
بل پلو د نړیوالو خبریالانو یوه ډله او په پاکستان کې د خبریالانو فدرالي ټولنې مشر هڅه کوي چې د دغو "سپارښتنو" په اړه د خپلو اندېښنو شریکولو لپاره د اطلاعاتو وزیر سره غونډه وکړي.
ستونزه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر نه پیل شوې برېښي
داسې ښکاري چې ځايي چارواکي له ځینو ځانګړو سیمو خبري پوښښ ته اندېښمن دي.
د تېرې دوشنبې په ماښام د اطلاعاتو وزارت له لوري د نړیوالو خبري رسنیو ادارو ته پر وټساپ یو پیغام ولېږل شو. په دغه پیغام کې ویل شوي وو چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته تللي کسان دې "سملاسي را وګرځي" او د عدم اعتراض اجازهلیک یا (اېناوسي) غوښتنه دې وکړي.
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.
هلته سيمهييزې ټاکنې روانې دي چې مظاهرهچیانو پرېکون ورسره کړی. په سیمه کې انټرنېټ ته لاسرسی هم محدود شوی چې له امله یې له دغه ځایه د کره معلوماتو ترلاسه کول سخت شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د وټساپ پیغام تر هغې وروسته رسنوالو ته ولېږل شو چې د بيبيسي په ګډون بېلابېلو نړیوالو رسنیو د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او هلته د روان وضعیت په اړه رپوټونه خپاره کړل.
د اطلاعاتو وزیر د دغه کشمیر له مظفر اباده د الجزیره شبکې د یوه خبریال رپوټ "ژېړ ژورنالېزم" بللی او له تېرې دوشنبې راهیسې په پاکستان کې د الجزیرې وېبپاڼه تړل شوې ده.
کشمیر په نړۍ کې یوه تر ټولو جنجالي او له پوځي فعالیتونو ډکه سیمه بلل کېږي. هند او پاکستان دواړه ټول کشمیر خپل ګڼي خو اوسمهال یې یوه برخه د هند او بله د پاکستان په واک کې ده.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې روانې ناکرارۍ او احتجاجونو ته خبري پوښښ ورکول اوس هلته له سیاسي پلوه یوه حساسه موضوع ګڼل کېږي.
دوو پاکستانیو خبریالانو بيبيسي ته وویل چې دوی ته یې خپلو مدیرانو ویلي چې له دې موضوع دې لرې ګرځي.