ولې د ګڼې ګوڼې له امله خلک مړه کېږي؟

ښايي په هند کې د ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر لوړ شي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښايي په هند کې د ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر لوړ شي
    • Author, سوامي ناتن نتاراجن
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په شمالي هند کې د نړۍ ترټولو ستره هندو مذهبه غونډه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان د ګڼې ګوڼې له امله مړه شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا، زیارت کوونکي چې د مذهبي لمبا د یوې مقدسې ورځې په مراسمو کې ګډون کولو لپاره چټک روان وو، د ګنګا سیند غاړې ته پراته او ناست خلک تر پښو لاندې کړل. راپورونه ښيي چې لګسونه نور ټپیان شوي دي.

د دې ډول غمجنو پیښو اغېز د ټولنو پر ژوند خورا وژونکی دی، خو له بده مرغه په لویو مذهبي غونډو کې دا ډول پېښې ډېر وخت رامنځته کېږي.

په مکه مکرمه کې د حج د کلني زیارت پر وخت څو ځلې ګڼه ګوڼه کې مرګونې پېښې شوې دي.

په ۲۰۱۵ کال کې تر ۲,۳۰۰ زیات کسان مړه شوي وو.

هر ځای چې ډېر خلک راټولېږي، د ګڼې ګوڼې خطر پېښولی شي، په ځانګړې توګه په لویو ورزشي او د موسيقۍ راټولېدنو کې.

د ۲۰۲۴ کال مارچ کې، په نایجېریا کې د یوه خیریه چارې پر وخت رامنځ ته شوې پېښې په ترڅ کې اوه کسان، چې درې یې ځوانې نجونې وې، د ګڼې ګوڼې له امله مړې شوې، پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې یوه سوداګر د پیسو وېشلو اعلان وکړ او خلکو پرې هجوم وروړ.

دلته، موږ هغه عوامل څېړو چې د ګڼې ګوڼې رامنځته کولو لامل کېږي، هغه څه چې د مرګونو لامل کېږي او دا ډول پېښو مخنیوی څنګه کېدای شي.

د ګڼې ګوڼې لامل څه دی؟

د حج په جریان کې، کعبې شریفې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د حج فریضې پر مهال، کعبه شریفه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي

د بریتانیا د سسیکس پوهنتون د ټولنیزې روانپوهنې د پوهنتون د څارنې د پېښو مدیریت متخصص پروفیسور جان ډروري وایي: "په ټولو دې پیښو کې، دا واقعاً ډېر خلک دی چې په یوه ځای کې، په یوه وخت کې راټولېږي".

هغه څه چې د ګڼې ګوڼې لامل ګرځي، د خلکو ټولیز شمېر نه دی، بلکې د خلکو ګڼه ګوڼه ده.

پروفیسور ډروري وایي، باید د خلکو ګڼه ګوڼه په یوه متر مربع کې له پنځه کسانو زیاته نه وي چې خطرونه کم شي - خو هغه وايي چې د حج پر وخت د کعبې چاپېره د خلکو ګڼه ګوڼه په یوه مربع متر کې شاوخوا له اتو تر نهو کسانو وي.

د ډېرو خلکو راټولول اکثراً د تنظیموونکو د غلط مدیریت یا د پولیسو لخوا د ګڼې ګوڼې د تنظیم نشتوالي له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

پروفیسور ډروري خپله ارزونه کې وايي "که په یوه متر مربع کې پنځه یا زیات خلک وي، دا په حقیقت کې خطرناک دی ځکه چې دې ګڼه ګوڼه کې هر ډول حرکت یا د حرکت یوه لړۍ د ګڼې ګوڼې د رامنځته کیدو سبب کېدای شي".

د ګڼې ګوڼې پیښې معمولا په څو دقیقو کې رامنځته کیږي، د کابو کولو لپاره یې ډېره موقع نه پاتې کېږي. د دې لپاره، هغه ځایونه چې د وتلو لږې دروازې یا نښه شوې لارې نه لري، هله ډېر خطرناک کېدای شي چې ګڼې ګوڼې یوځل حرکت وکړي.

ډروري وايي "که تاسو په ټېله کې وځئ، په ځانګړي توګه که تاسو یوه تنګه د وتلو لار ولرئ، نو ممکن خلک ټول یوځای هڅه وکړي له دې همدې دروازې ووځي. دا ممکن د ګڼې ګوڼې سبب شي."

لارښود

څنګه له ګڼې ګوڼې ژوندي راوتلی شو؟

په یوه ګڼه ګوڼه کې، خلک یو بل سره ټکر کوي چې د پاتې خلکو پر فشار تاثیر کوي. ځینې خلک خپل توازن له لاسه ورکوي او ممکن د نورو خلکو تر پښو لاندې او مړه شي.

د راپورونو له مخې په هند کې د دې اونۍ د پېښې په جریان کې اکثریت کسان د سینې د ټپونو، داخلي وینې بهېدو (خونرېزۍ) او د سینې شاوخوا د وینې جمع کېدو له امله مړه شوي دي.

د سینګاپور بنسټ د بیړنیو درملنې متخصص ډاکټر ډیون تان وايي هغه کسان چې په ګڼه ګوڼه ایسار شوي وي، معمولا د فشار له امله د تنفس له ستونزو سره مخ کېږي، دا په دې مانا ده چې بهرنی فشار د هغوی د تنفس مخه نیسي.

"د تنفس عضله چې د ساه اخیستلو مسؤولیت لري، نه شي کولی لاس په کار شي، همدا ده چې سږو ته هوا نه ننوتلو یا بهر کېدو سبب ګرځي".

"دا کولی شي د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالي او د اکسیجن کموالي لامل شي، چې د غړو ناکامي او دماغي سکتې سبب کېږي."

د امریکا د حکومت د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) له ګڼې ګوڼې د ټپي کېدو د مخنیوي او د هغه څه لپاره چې باید ګڼه ګوڼه کې د ایسارېدو پرمهال وشي، عملي مشورې لري.

لومړۍ مشوره دا ده چې د یوې پېښې پر مهال د بېړنيو وتلو دروازو او طبي خدماتو ځایونه وپېژنئ.

که تاسو په یوه ګڼه ګوڼه کې ایسار یاست، دا مرکز لاندې مشورې درته لري:

  • خپل لاس د سینې مخې ته لکه څنګه چې سوک وهونکي یې کوي وساتئ او پښې مو ټینګې کړئ.
  • د ګڼې ګوڼې له ځواک سره مقاومت مه کوئ.
  • کله چې خوځښت ورو یا ودرېږي، په ارام ډول د ګڼې ګوڼې څنډې ته حرکت وکړئ.
  • هڅه وکړئ چې پر خپلو پښو درېدلي پاتې شئ.
  • که ولوېږئ، خپل ځان پر یو توپ د ورټیټېدو په څېر راټول کړئ.
  • ارام پاتې شئ او ژر راپورته شئ.

د خوندیتوب تدابیر

لارښوونه

د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره، د پیښې تنظیموونکو ته اړینه ده چې د خلکو ګڼه ګوڼه او شمېر کې د زیاتوالي احتمالي خطرات وڅاري.

پروفیسور ډروري وايي"په هر ځای کې، تاسو باید یو ظرفیت ولرئ، نو تاسو باید یو څوک یا کوم سیسټم ولرئ چې دې ځای ته د ننوتونکو خلکو شمېر وڅاري".

د مراسمو په اړه پوره پوهاوی اړین دی او زیاتوي چې د حج په څېر پیښو کې، ځینې وختونه داسې هم کېږي چې خورا ډېر خلک غواړي یوه ځانګړي ځای ته ځانونه ورسوي.

هغه وايي"په دې مانا چې تاسو باید په هغه وخت کې د ځانګړو مراسمو لپاره د خلکو شمېر تنظیمولو مهالوېش ولرئ".

"مانا دا چې پوه شئ ولې هلته ګڼه ګوڼه جوړېږي، د هغوی پر ارزښتونو او غوښتنو پوه شئ چې مدیریت یې وکړای شئ."

پروفیسور ډروري وايي څوک باید د ګڼې ګوڼې پړه پر نور خلکو وانه چوي.