تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ۴۷ کاله وروسته د سوریې نوم د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایست
امریکا له ۴۷ کلونو وروسته سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو له نوملړه وایسته، داسې یو اقدام چې موخه یې په سوریه کې د بهرنیو پانګونو پر وړاندې د خنډونو کمول او له نړیوال اقتصاد سره د دغه هېواد بیا یوځای کول دي.
د سوریې نوم له ایستل کېدو وروسته، اوسمهال یوازې ایران، شمالي کوریا او کیوبا د امریکا د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، دغه اقدام، چې د دوشنبې په ورځ عملي شو او لومړی ځل تېره جولای میاشت کې دا موضوع مطرح شوې وه، سوریې ته به ''د سوکالۍ او پرمختګ پر لور لاره'' هواره کړي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ هم په دې هکله وايي: ''د نن ورځې اقدام به په سوریه کې د لا ډېرو پانګونو د جذبولو کې مرسته وکړي، چې سیاسي او اقتصادي ثبات یې پیاوړی شي.''
د ډونلډ ټرمپ حکومت د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع هرکلی کړی دی. احمد الشرع پخوا یو وسله وال قوماندان و، او امریکا یو وخت د القاعده د یوې څانګې د مشرۍ له امله د هغه د نیولو لپاره انعام ټاکلی و.
تېر کال امریکا د هیئت تحریر الشام اسلامپالې ډلې نوم، چې د احمد الشرع په مشرۍ فعالیت کوي، د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړ.
د تېر کال په مني کې له ټرمپ سره د الشرع لیدنه د ډېپلوماتیکې بیارغونې یوه تازه هڅه وبلل شوه. هغه د تېر کال په مې میاشت کې هم د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د ملګرو ملتونو عمومي غوندې پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره لیدلي وو. ټرمپ الشرع داسې یو کس بللی و چې په وینا یې، "کلک سړی" دی او "قوي تېر/ماضي" لري.
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ویلي وو چې سوریه "د نړۍ د هېوادونو ترمنځ خپل حقیقي برم/ځای بېرته ترلاسه کوي" او پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې پر دغه هېواد لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
په ځواب کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د لېرې کولو په اړه د امریکا د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې پر بنسټ یې د واشنګټن له لوري پر سوریې او نوو مشرانو یې لګول شوي بندیزونه په تدریجي ډول د یوه میاشتېني اوږده بهیر په ترڅ کې نرم کېږي.
احمد الشرع، چې پخوا د ابو محمد الجولاني په نوم پېژندل کېده او د هيت تحریر الشام ډلې مشر و، وروسته له هغه د لنډمهالي ولسمشر په توګه وټاکل شو چې د یاغیانو د برید مشري یې کوله او د ۲۰۲۴ په ډسمبر میاشت کې یې بشار الاسد له واکه ګوښه کړ، چې د سوریې ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه ورسره پایته ورسېده.
بشار الاسد او د هغه پلار، حافظ الاسد، له نیمې پېړۍ ډېر وخت پر سوریه واکمني وکړه.
ښاغلی الجولاني د بشار الاسد له نسکوریدو وروسته د سوریې د انتقالي حکومت مشر شو. په نژدې تېر یوه کال کې، د سوریې نويو مشرانو هڅه کړې چې ځانونه له خپلې افراطي اسلامي ماضي لرې کړي.