امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي،۶۰ کسان او بنسټونه او پنځې 'مهمې اقتصادي برخې' پکې شاملې دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ په یوه خبري کنفرانس کې د ایران پر وړاندې د تر ټولو ستر اقتصادي کمپاین جزییات ډاګیر کړل. نوموړي وویل، د بندیزونو دغه کمپاین "اقتصادي انزوا" نومول شوی دی.

د امریکا د مالیې وزیر د دغو بندیزونو پنځه مهمې برخې یادې کړې چې پکې رمزارزونه، ټکنالوژي، سره زر، هوايي چلن او سمندري ترانسپورټ شامل دي.

سکاټ بسنټ وویل چې اسلامي جمهوریت دوه انتخابه لري: "یا اقتصادي انزوا، یا له نړیوال اقتصاد سره یوځای کېدل."

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران د حکومت او سپاه پاسداران د عاید ټولې لارې په نښه کړې دي او هغه هېوادونه به هم د دې اقتصادي انزوا له اقداماتو سره مخ شي چې له ایران سره مرسته کوي.

د بسنټ په خبري کنفرانس کې یوه خبریال له هغه وپوښتل چې ایا چین به هم د امریکا د ثانوي بندیزونو په لړ کې شامل شي؟ د امریکا د مالیې وزیر په ځواب کې وویل: "هېڅوک به د امریکا له ثانوي بندیزونو مستثنا نه وي."

سکاټ بسنټ زیاته کړه چې د ایران پر وړاندې د "اقتصادي انزوا" د دې کمپاین موخه د هغو "ټولو عایداتي او مالي لارو پرې کول" دي چې د ایران حکومت پرې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

هغه وویل، امریکا شرکتونو او سازمانونو ته له ایران سره د اقتصادي همکاریو د پای ته رسولو لپاره ټاکلی مهلت ورکړی دی.

په همدې حال کې، د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې پر درېیمو هېوادونو هم د فشار راوړلو اقدامات به ترسره کړي.

دغه وزارت ویلي چې د امریکا د مالیې، بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ګډ ټیمونه له نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له حکومتونو سره په خبرو بوخت دي او هغوی ته د هغو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره مشخصې نېټې ټاکي چې امریکا یې له ایران سره تړلي فعالیتونه بولي.

د وزارت په وینا، د دغې غوښتنې نه منل کېدای شي د امریکا د بندیزونو د لګېدو لامل شي، چې له ډلې یې د امریکا له مالي نظام څخه د لاسرسي محرومېدل هم شامل دي.

د "ایران د اقتصادي انزوا عملیاتو" له اعلان سره هممهاله، د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په یوه نوې لارښونه کې شرکتونو ته د هغو بندیزونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی چې د اسلامي جمهوریت د غوښتنو د منلو له امله رامنځته کېدای شي او له هرمز تنګي پر سمندري تګ راتګ اغېز لري.

د امریکا د مالیې وزارت ویلي، د دې لارښونې له پامه غورځول او له ایران سره د همکاریو دوام کول ښايي د شرکتونو او اړوندو کسانو د شتمنیو د کنګل کېدو لامل شي.

د امریکا د مالیې وزارت په همدې وخت کې پر شاوخوا ۶۰ کسانو، شرکتونو او بېړیو هم بندیزونه اعلان کړي دي.

د نویو بندیزونو د جزیاتو له اعلان مخکې، ایران د ښاغلي بسنت څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې که "جګړه دوام وکړي"، له سیمې به د تېلو ټول صادرات ودروي.

د ایران حکومت پر بېړیو هم نوی خبرداری خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد له اجازې پرته دې له هرمز تنګي تېرې نه شي.

معمولاً د نړۍ شاوخوا یوه پنځمه برخه تېل او ګاز له همدې تنګي تېرېږي چې د ایران په سوېل کې موقعیت لري؛ خو د فبرورۍ په وروستیو کې د نښتو له پیل راهیسې، ایران په عملي توګه له دې لارې سمندري تګ راتګ بند کړی دی.

ښاغلي بسنټ له خپل خبري کنفرانس مخکې په بریتانیا کې چاپېدونکې "فایننشل ټایمز" ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي وو چې وروسته له هغه چې "د ایران پوځي وړتیاوې په بېساري ډول وځپل شوې او اټومي پروګرام یې کمزوری شو، اوس وروستي پړاو ته داخلېږو."

هغه د دې وروستي پړاو په تشریح کې لیکلي وو: "د لمر له راختلو سره د اقتصادي 'ډي-ډې' ورځ پیلېږي؛ دا به تر اوسه د یوه دوښمن پر وړاندې تر ټولو ستر مالي برید وي چې تنظیم شوی دی."

د "ډي-ډې عملیاتو" اصطلاح په دویمه نړیواله جګړه کې د هغه وخت د تر ټولو ستر سمندري، هوايي او ځمکني پوځي عملیاتو لپاره کارول کېده. دغه عملیات د نازي جرمني له ولکې د شمال لوېدیځې اروپا د ازادولو د جګړې پیل و.

سکاټ بسنت په خپلې مقالې کې لیکلي وو چې "د ایران اقتصاد تر دې کچې کمزوری شوی چې د ریال ارزښت هېڅکله دومره ټیټ نه و او انفلاسیون هم په ندرت سره دې کچې ته رسېدلی دی."

د امریکا د مالیې وزیر په دې مقاله کې هغو هېوادونو ته هم خبرداری ورکړی و چې فکر کوي "له ایران حکومت سره نرم چلن کول خوندي لاره ده" او ویلي یې وو چې هغوی باید د "خپل ملاتړ د دوام پایلې" په پام کې ونیسي.

د امریکا د مالیې وزیر ټینګار کړی چې دا ځل د واشنګټن د نوي اقتصادي فشار هدف د ایران ملګري او هغه هېوادونه دي چې له ایران سره سوداګري کوي.

د امریکا د ګواښ په اړه د ایران د چارواکو غبرګون څه دی؟

ایراني چارواکو تر اوسه د ښاغلي بسنت خبري کنفرانس ته په مشخص ډول غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې بندیزونو مخکې یې ټینګار کړی و چې دا یوه "نا برابره جګړه او یوه پخوانۍ او تکراري ننداره" ده.

ایران ویلي چې هر هغه هېواد چې له امریکا سره د اقتصادي فشارونو په لګولو کې مرسته وکړي، "دوښمن" به وګڼل شي او تهران به ورته ځواب ورکړي.

پرون د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د دغو اقداماتو په غبرګون کې وویل: "دوښمنانو فکر کاوه چې ایران به سقوط وکړي او د خپلو ارزونو پر بنسټ یې ګومان کاوه چې د دغو اقداماتو په عملي کولو سره به ایران په وینزویلا بدل شي. خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د ایران د خلکو د مقاومت، یووالي او همغږۍ په لیدلو حیرانه کړه. هېواد په یوه هر اړخیز اقتصادي، پوځي او امنیتي جګړه کې ښکېل دی. دښمنان په ښکاره اعلانوي چې تر ټولو درانه او وېروونکي بندیزونه به پر ایران ولګوي، خو موږ ولاړ یو او هڅه کوو چې د دې نابرابرې جګړې پر وړاندې د خلکو خدمت وکړو."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د امریکا د دغو اقداماتو په اړه ویلي وو چې دا تکراري دي. هغه ویلي: "له هغو فلج کوونکو بندیزونو څخه چې د اوباما په دوره کې مطرح شول، د ښاغلي ټرمپ د لومړۍ دورې تر 'اعظمي فشار' پورې او اوسنیو ځپونکو بندیزونو پورې، دا ټولاغه پخوانی زورګویي ده چې موږ یې د امریکا په سیاستونو کې تل لیدلې ده. دا یوه تکراري فلم دی چې موږ یې له سره تر پایه پېژنو."

خو اندېښنې لا هم پر ځای دي. له اتو کلونو راهیسې د ایران د تېلو صادرات او په خړ بازار کې د تېلو پلور د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د عاید اصلي سرچینه پاتې شوې ده، او چین د ایران د سیوري بېړیو د بېړۍ‌لړۍ د تېلو اصلي مقصد دی. اوس امریکا له چین غواړي چې پر ایران د فشار د زیاتولو لپاره همکاري وکړي.

د نن ورځې په خبري کنفرانس کې، کله چې خبریالانو له بسنت څخه د امریکا په ثانوي بندیزونو کې د چین د شاملېدو په اړه پوښتنه وکړه، هغه وویل: "هېڅوک به د امریکا له ثانوي بندیزونو څخه مستثنا نه وي."

خو د چین چارواکو تر دې مخکې ټینګار کړی و چې له دې سیاست سره موافق نه دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان پرون وویل: "چین له هغو یو اړخیزو او غیرقانوني بندیزونو سره مخالف دی چې په نړیوال قانون یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه کې هېڅ بنسټ ونه لري. موږ له ټولو خواوو غواړو چې مسوولانه چلند وکړي او پر سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې ټینګار ته دوام ورکړي."

نوي بندیزونه څومره توپیر لري؟

بهرنګ تاج‌دین، د بي‌بي‌سي فارسي اقتصادي خبریال

د امریکا د مالیې وزارت له لوري د ایران پر وړاندې د "اقتصادي انزوا عملیاتو" په اړه خپاره شوي جزیات تر ډېره د دې ښکارندويي نه کوي چې کومه نوې بڼه بندیزونه معرفي شوي؛ بلکې دا څرګندوي چې امریکا هوډ لري پر اسلامي جمهوریت فشار لا زیات کړي او د بندیزونو لمن پراخه کړي.

امریکا ویلي چې غواړي پر سمندري ترانسپورټ، سوداګریز هوايي چلن، پرمختللو ټکنالوژیو، سرو زرو او رمزارزونو لا ډېر تمرکز وکړي. البته تر دې مخکې هم د قیمتي فلزاتو راکړه ورکړه، د ایران ځینې کښتۍ‌چلوونکې شرکتونه او هوايي شرکتونه د امریکا د بندیزونو لاندې وو.

امریکا ویلي چې هوډ لري د ایران د تېلو د صادراتو او د تېلو عوایدو ته د لاسرسي مخه ونیسي. خو د ایران د مرکزي بانک د رئیس په وینا، سمندري محاصرې لا دمخه د دې صادراتو مخه نیولې ده. له همدې امله، تر هغه چې دا محاصره پای ته ونه رسېږي، روښانه نه ده چې نوي بندیزونه به تر پخوانیو هغو څومره اغېزناک وي.

د امریکا د مالیې وزارت د ورزش، پوهنتوني همکاریو، زدکړو، کنفرانسونو او شخصي مالي لېږدونو په تړاو پنځه عمومي معافیت‌لیکونه هم ځنډولي دي. که څه هم دا پرېکړه ښايي د دغو اړیکو او فعالیتونو مخه په بشپړه توګه ونه نیسي، خو ترسره کول به یې لا ستونزمن کړي.

خو د امریکا د بندیزونو په اړه یوازې مقررات او فرمانونه مهم نه دي؛ اصلي خبره دا ده چې د امریکا حکومت تر کومه حده چمتو دی پر درېیمو هېوادونو، لکه چین، فشار راوړي چې دغه بندیزونه عملي کړي.

پیکینګ تر اوسه ټینګار کړی چې دا ډول بندیزونه په رسمیت نه پېژني. که د ډونالډ ټرمپ حکومت وغواړي د ایران سره د راکړې ورکړې له امله پر چینايي شرکتونو او مالي بنسټونو پراخ بندیزونه ولګوي، ښايي د نړۍ له دویم ستر اقتصاد سره د امریکا سوداګریزې اړیکې لا پسې ترینګلې شي.

د ښاغلي بسنت له خبري کنفرانس څو ساعته مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې ولیکل: "ایران په بشپړه توګه د ړنګېدو په حال کې دی. "

د امریکا ولسمشر تر دې مخکې هم ویلي وو چې پر ایران به "دروند او ځپونکی اقتصادي فشار" وارد کړي.

په ایران کې د اقتصادي فشارونو د لا زیاتېدو له وېرې، پرون په غیررسمي بازار کې د اسعارو او سرو زرو بیو یو ځل بیا نوی ریکارډ جوړ کړ او د ډالر بیه له دوو میلیونو ریالو واوښته.

په همدې حال کې، د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو مشر فیلډ مارشال عاصم منیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تهران ته تللي او هلته د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کوي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه سفر موخه د سولې لپاره د یوه سوله‌ییز حل موندل دي.