تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي عرب په باب المندب تنګي کې د بېړۍ چلونې خونديتوب لپاره ''سمندري دفاعي ائتلاف'' جوړ کړ
سعودي عرب د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د باب المندب د ستراتیژیک تنګي په شاوخوا کې د سمندري تګ راتګ د امنیت د ټینګښت لپاره یې یو ''سمندري دفاعي ائتلاف'' جوړ کړی دی.
دا اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي چې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو په یمن کې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پر سعودي عرب، چې د نړۍ د نفتو له سترو صادرونکو هېوادونو دی، سمندري بندیز لګوي.
حوثیانو دغه راز ادعا کړې چې په سره سمندرګي کې یې د سعودي د نفتو پر بېړیو او د دې هېواد پر نفتي زیربناوو بریدونه کړي دي.
دې تنګې او مهمې سمندري لارې وروسته له هغه لا ډېر اهمیت وموند، چې د هرمز تنګي په سیمه کې د امریکا او ایران د کړکېچ له امله د خلیج د سیمې د انرژۍ صادرات تر ډېره اغېزمن شوي او نړیوالو بازارونو ته سعودي د خامو نفتو د لېږد یوه مهمه لاره ګرځېدلې ده.
د سعودي د دفاع وزارت په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ائتلاف د ۱۴ غړو هېوادونو په استازیتوب خپره شوې، ویلي چې په دې ائتلاف کې بحرین، بنګلهدېش، جیبوتي، مصر، اردن، کویت، نایجریا، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، سومالیا، سودان، ترکیه او یمن شامل دي.
د وزارت په وینا، د دغه ائتلاف موخه ''د سمندري امنیت پیاوړتیا، د کښتۍ چلونې د ازادۍ ساتنه، د نړیوالو سوداګریزو لارو او د انرژۍ د لېږد د مسیرونو خوندیتوب، او په باب المندب تنګي، سره سمندرګي او عدن خلیج کې د ګډو سمندري ګټو ساتنه ده.''
سعودي د دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د دغه ائتلاف په اړه غونډې ته یې د ۵۱ هېوادونو او سازمانونو استازي ریاض ته وربللي وو.
د وزارت په وینا، په غونډه کې د ۴۳ هېوادونو استازو او د اروپایي ټولنې یوه پلاوي ګډون کړی و. له دې ډلې ۱۴ هېوادونو د ائتلاف ملاتړ اعلان کړی، او نور هېوادونه لا هم د ګډون او ملاتړ موضوع ارزوي.
سعودي عربستان او حوثیانو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې له څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره پر یو بل ډزې تبادله کړې. دغه وضعیت هغه اوربند ته ګواښ بلل کېږي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې نافذ و، که څه هم د هغې رسمي موده پای ته رسېدلې وه.