د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اسيا په بازارونو کې وروسته له هغه د دوشنبې په ورځ د خامو تېلو بيې راولوېدې چې امریکا او ایران د جګړې د پايته رسولو لپاره د یوې موافقې اعلان وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل، د دې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی د بېړيو پر مخ بېرته پرانيستل شي.

د یو بېرل خامو تېلو بيه ۴.۸ سلنه راټيټه شوه او ۸۳.۱۸ ډالرو ته ورسېده. د امریکايي تېلو بيه بيا ۵.۶ سلنه راښکته شوه او څه باندې ۸۰ ډالرو ته راولوېده.

پاکستان چې د ایران او امریکا ترمنځ په خبرو کې د منځګړي رول لوبوي، لومړي وزير يې وويل، د هوکړې رسمي مراسم به د جون پر ۱۹مه په سويس کې ترسره شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کاظم غريب ابادي د دغه هېواد له دولتي تلويزيون سره په مرکه کې تائید کړه چې هوکړه بشپړه شوې ده. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر ټولنيزو رسنيو وويل، "د تېلو لېږد ته اجازه ورکړئ".

خو د انرژۍ د بازارونو د شننې د ادارې وانډا انېنسايټس شننونکې وندانا هري وايي، د هوکړې د جزياتو نشتوالي له کبله "ښايي پر بازارونو اندېښنې او بې باورې پر ځای وي."

نوموړې زياته کړې، دا وضعيت ښايي د تېلو بازار د يوې اوونۍ لپاره له ناڅرګند حالت او ډېرو بدلونونو سره مخامخ کړي.

د هرمز تنګی د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د اسرائيلو او امریکا له بریدونو وروسته وتړل شو.

تهران ګواښ کړی و چې پر هغو بېړيو به بریدونه وکړی چې له دې مهمې لارې تېرېږي. د هرمز تنګي له لارې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او ګاز لېږدول کېدل.

په وروستيو مياشتو کې د نړۍ د انرژۍ بازارونه له سختو بدلونونو سره مخامخ وو او بيې به ډېر ځله له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پرمختګونو په غبرګون کې په چټکۍ لوړېدې او یا به ټيټېدې.

د یو بېرل خامو تېلو بيه چې له جګړې وړاندې شاوخوا ۷۰ ډالره وه، د جګړې پر مهال ۱۲۰ ډالرو ته لوړه شوه.

د انرژۍ کارپوهانو هم خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد به ښايي، سملاسي د جګړې له مخکيني حالت سره برابر نشي.

د تېلو د یوه شرکت کارپوه انډريو ليپوو وويل، لومړی د دې اړتيا ده چې له دې سمندري لارې ماينونه پاک شي او دا کار ښايي څو اوونۍ تر مياشتو پورې وخت ونيسي.

نوموړي دا هم وويل، چې د تېلو ګڼې بېړۍ د همدې لارې پرانيستل کېدو ته ولاړې دي او د تېلو توليد بېرته پیل او د بېړيو د بارولو بهير عادي کېدل ښايي څو اوونۍ وخت ونيسي.

د تېلو د بيو له کمېدو سربېره پانګوالو د دې هوکړې د اعلانېدو هرکلی وکړ او د اسيا د ونډو بازارونه هم د دوشنبې په ورځ لوړ شول.