وروستی, شهباز شریف: د ایران او امریکا ترمنځ جینوا کې د هوکړې د لاسلیکېدو د مراسمو کوربتوب پاکستان کوي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو هوکړه به رسمآ راتلونکې جمعه (د جون ۱۹مه) په جینوا کې لاسلیک شي.
هغه نن د پاکستان پارلمان ته په وینا کې وویل چې د دې هوکړې د لاسلیکېدو د مراسمو کوربتوب به دوی (پاکستان) کوي.
شهباز شریف دا سولې لپاره یو ستر او تاریخي پرمختګ وباله او ویې ویل چې امریکا د لبنان په ګډون ټولو جبهو کې په سملاسي ډول د پوځي اقداماتو د درېدو اعلان کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې دا یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ هوکړه نه، بلکې پر جګړې د سولې او مذاکراتو بریا او برلاسي ده.
شهباز شریف د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران روحاني مشر مجتبی خامنهيي، ولسمشر مسعود پزشکیان او په دې هڅو کې ټولو ښکېلو کسانو ته مبارکي وویله.
هغه په مذاکراتو کې ښکېل مرکچیان هم وستایل.