د طالبانو حکومت وایي ډېر ژر به د امو سیند اوبه د قوش‌تېپې کانال ته ورخوشې شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د طالبانو په حکومت کې د ملي پراختیا شرکت اعلان کړی چې "د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلي او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د آمو سیند اوبه د دغه کانال سربند ته راخوشې شي."

د طالبانو حکومت چارواکي وايي د دغه کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او د پلونو، بندونو او د اوبو د کنټرول تاسیساتو چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.

د ۲۸۵ کیلومتره په اوږدوالي دا کانال له امو سینده بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته د اوبو لېږد لپاره جوړېږي.

اوس د طالبانو حکومت بشپړېدو ته د دویم فاز چارو له نږدې کېدو سره هممهاله پرېکړه کړې چې دغه کانال ته اوبه ورپرېږدي.

خو یو شمېر متخصصان اندېښنه لري چې د اوبو بهیر ښايي د کرنیزو ځمکو د مالګینېدو لامل شي.

امو سیند د افغانستان له دوو شمالي ګاونډیو، تاجیکستان او ازبکستان، سره په پوله کې بهېږي او دغه کانال ته ترې د اوبو راجلا کولو پرېکړې د غو هېوادونو اندېښنې راپارولې دي.

خو د طالبانو حکومت وایي، دغه کار ګاونډیو ته کومه ستونزه نه پېښوي.

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت په وینا، دا کانال به په ټولیز ډول له نیم میلیون هکټاره ډېره شاړه ځمکه خړوبه کړي.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د کانال پر سربند او برجونو سربېره د هغه په اوږدو کې د ۴۷ پلونو او د اوبو د کنټرول د سیستمونو کارونه په چټکۍ سره روان دي.

آمو سیند د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او له څلورو سیندونو جوړ شوی دی.

دغه سرحدي سیند له تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان څه باندې ۱۱۰۰ کیلومتره طبیعي‌ پوله جوړوي او له شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومترو مزل وروسته د ارال جهیل ته بهېږي.

افغانستان تر اوسه د دغه شریک سیند له اوبو پوره ګټه نه ده اخیستې، خو ګاونډيو هېوادونو ترې له لسیزو راهیسې استفاده کړې ده.

قوش‌تېپې کانال ته د اوبو خوشې کېدو په اړه اندېښنې

د اوبو د سرچینو، چاپېریال او اقلیمي بدلونونو څېړونکي نجیب‌الله سدید، چې په جرمني کې مېشت دی، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې "که د اوبو د وېش او په ځانګړي ډول د زیم‌ایستلو یا ډرېناژ کانالونه جوړ نه شي، نو قوش‌تپې کانال ته د اوبو خوشې کول به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه کړي او هغه مالګه به چې د افغانستان شمال د خاورې په جوړښت کې شته، د ځمکې سطحې ته راوباسي. د دې پایله به دا وي چې کرنیزې ځمکې پر مالګینو دښتو بدلې شي."

هغه زیاته کړې: "دا یوازې یوه تیوري نه ده، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه لا هم د هغو کانالونو له امله چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوي وو، د ځمکو له مالګینېدو سره لاس ګریوان دي."

ښاغلي سدید، د هغو انځورونو په شریکولو سره چې د ده په وینا د "مصنوعي ځیرکتیا" په مرسته جوړ شوي، ویلي: "پر دې موضوع د لا ښه پوهېدو لپاره دغه انځورونه چمتو شوي دي. په دغو انځورونو کې ښودل شوي چې د فرعي کانالونو له نشتوالي سره مالګه د ځمکې پر سطحه راټولېږي. خو که د اوبو ایستلو کانالونه جوړ شي، نو د ځمکو له خړوبولو بېرته راګرځېدلې مالګینې او د ځمکې لاندې اوبه مخکې له دې چې د بوټو ریښو ته ورسېږي، راټولېږي او بېرته آمو سیند ته لېږدول کېږي، چې په دې توګه د ځمکو د مالګینېدو مخه نیول کېږي."

هغه په پای کې لیکلي: "په تخنیکي موضوعاتو کې باید احساسات یوې خوا ته پرېښودل شي. هېواد پر تدبیر او پوهې ابادېږي، نه پر احساساتو."

د اوبو احتمالي کمښت د ګاونډیو اندېښنې

د افغانستان ځینو شمالي ګاونډیو په ۲۰۲۴ کال کې د قوش‌تېپې کانال د جوړېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې وې. خو د طالبانو حکومت چارواکو هغه مهال ویلي وو چې د آمو سیند له اوبو استفاده د افغانستان د خلکو مشروع حق دی.

د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره په لیدنه کې ویلي وو چې جګړو افغانستان له دې محروم ساتلی چې د خپلو ګاونډیو په څېر د آمو سیند له اوبو مشروع ګټه واخلي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت مطبوعاتي دفتر هغه وخت د ښاغلي برادر له خولې ویلي وو: "اوس چې د دغه کانال چارې پیل شوې، د افغانستان خلکو خپل حق ترلاسه کړی او ګاونډي هېوادونه باید په دې اړه اندېښنه ونه لري."

تر دې لیدنې ورمخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان په شمال کې د قوش‌تپې کانال د جوړېدو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي وو چې دا کانال به "د اوبو وضعیت او د منځنۍ اسیا انډول" بدل کړي.

د مرکزي اسیا هېوادونه ادعا کوي چې د قوش‌تېپې کانال کولای شي د آمو سیند د اوبو یوه لویه برخه افغانستان ته واړوي.

مخکې یوې ترکمنستانۍ رسنۍ هم راپور ورکړی و چې عشق‌آباد، د قوش‌تېپې کانال د جوړولو له کبله طالبان په نرم، خو دوامدار ډول تر فشار لاندې راولي.

د طالبانو حکومت بیا د قوش‌تېپې کانال د خپلو سترو اقتصادي لاسته راوړنو له ډلې ګڼي.

د دې پروژې د امکان‌سنجۍ مطالعات په ۲۰۱۸ کال کې د پخواني حکومت پر مهال پیل شوي وو.

طالب چارواکي وایي چې د قوش‌تېپې کانال له بشپړېدو وروسته به د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.