څېړنه؛ له کيموتراپۍ پرته د تيونو سرطان درملنه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې د ساینسپوهانو د ډي اېن اې یوه تازه ازموینه هغه کسان سره بېلوي، چې د تیونو سرطان له کیموتراپي ګټه اخیستی شي او یا یې ګټه نه ورته رسېږي او دې سره به میلیونونه کسان په خوندي ډول له کیموتراپي درملنې وژغورل شي.

دې نړيوالې څېړنې وموندله چې له ګډونوالو څخه د دوو پر درېیمه برخه زیات کسان کولای شي د کیموتراپي له جانبي عوارضو خوندي پاتې شي او یوازې د هورموني درملنې له لارې به درملنه ترلاسه کړي.

کیموتراپي کولی شي ستړیا، زړه بدوالی، د وېښتانو توېدل، د دفاعي سیستم کمزوري کېدل او د زېږون ستونزې رامنځته کړي.

دا څېړنه چې د لندن پوهنتون کالج (یو سي اېل ماهرینو) تر مشرۍ لاندې ترسره شوې، له ۴۰۰۰ ډېر نوي تشخیص شوي ناروغان پکې شامل وو چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو پورته وو او د بریتانیا، ناروې، سویډن، اسټرالیا، نیوزیلنډ او تایلنډ اوسېدونکي وو.

ساینسپوهانو د ''پروسېګنا'' (Prosigna) په نوم جنیاتي ازموینه وکاروله چې د هغو ۵۰ جینونو فعالیت اندازه کړي چې د تیونو سرطان په وده کې برخه لري او د ناروغۍ د بیا راګرځېدو خطر وټاکي.

هغو کسانو ته چې ټیټه نمره یې ترلاسه کړې وه، د ډلې له دوو پر درېیمه برخه یې جوړوله، دوی ته کیموتراپي نه ده ورکړل شوې. د دې ډلې د پنځو کلونو ژوندي پاتې کېدو کچه ۹۳.۷ سلنه وه، په داسې حال کې چې د هغو ناروغانو لپاره چې کیموتراپي یې هم کړې وه، دا کچه ۹۴.۹ سلنه وه.

د تیونو سرطان عمده درملنه معمولا جراحي عملیات دي، چې د تومورونو د لېرې کولو لپاره ترسره کېږي. وروسته ډېری مهال د کیموتراپي سپارښتنه کېږي، چې د ناروغۍ د بېرته راګرځېدو خطر کم شي.

دا ډول درملنه هغو کسانو ته هم ډېری مهال ورکول کېږي چې د تیونو سرطان یې په لومړیو پړاوونو کې وي او نژدې لمفاوي غدو ته خپور شوی وي.

د لندن پوهنتون کالج ماهرین وايي، ډاکټران اندېښنه لري چې دا درملنه ښايي د تیونو د عام ډول سرطان لرونکو کسانو لپاره لږ ګټه ولري.

د پوهنتون په وینا د دې څېړنې پایله کې د بریتانیا عامې روغتیا ادارې یا (اېن اېچ اېس) له ۵۰۰۰ ډېر ناروغان هر کال کولی شي له کیموتراپي ډډه وکړي.

کارن بونهام، چې د کارډیف اوسېدونکې ده، په دې څېړنه کې برخه اخیستې او وايي، پایلې یې ''ډېر لوی سکون'' دی او لکه ''د اختر ورځ'' داسې احساس لري.

دغه ۶۴ کلنه مېرمن د پروسېګنا ازموینې له امله له کیموتراپۍ ژغورل شوې او پر ځای یې د اتو کلونو په موده کې رادیوتراپي او هورموني درملنه ترلاسه کړې ده.

هغې وویل، ''د سرطان تشخیص او درملنه ډېر ځورونکي وي. دا انسان داسې نړۍ ته ټېل وهي چې له ناڅرګندتیا ډکه وي. د ژوند لومړیتوبونه بدلېږي، انسان یوازې دا غواړي چې ژوندی پاتې شي.''

د دې څېړنې پایلې به د سرطان په هکله د نړۍ تر ټولو ستر کنفرانس کې، چې د امریکا د کلینیکي انکولوژۍ ټولنې کلنۍ غونډه ده، د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو ښار کې د شنبې پر ورځ وړاندې شي.

پروفیسور ډېوېډ مایلز، چې د سرطان یو مخکښ متخصص دی، دا پایلې ''د عمل بدلونکې'' وبللې.

هغه د بي‌بي‌سي له (نیوز اوور) خپرونې سره په مرکه کې وویل، ''اوس موږ کولی شو په ډاډ سره وړاندوینه وکړو چې ډېر ناروغان هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي، او له همدې امله هغوی ته د کیموتراپي اړتیا نه شته.''

هغه زیاته کړه چې دا ازموینه به ډاکټرانو ته دا زمینه برابره کړي چې ''په ډاډ سره د ښځو یوه لویه ډله وپېژني چې هېڅ ګټه نه ترلاسه کوي او اړتیا نه لري چې پرته له کومې ګټې د دې سختې درملنې له پړاونو تېرې شي.''

هغه زیاتوي، ''پخوا به موږ ۱۰۰ ښځو ته کیموتراپي ورکوله چې یوازې ۱۰ ترې ګټه واخلي، په داسې حال کې چې پوهېدو ۹۰ نورو ته یې اړتیا نه وه.''

تانیا هټسن، چې په ۲۰۲۲ کال کې د یې تیونو سرطان تشخیص شوی و او د خپلې درملنې د یوې برخې په توګه یې کیموتراپي کړې وه، دا نوې ډي اېن اې ازموینه ''په بشپړه توګه حیرانوونکې'' وبلله.

هغې وویل، ''دا ښيي چې کله په څېړنو کې پانګونه وشي، څه پایلې ترلاسه کېدای شي.'' او زیاته یې کړه چې کیموتراپي''ډېره سخته'' وه. د هغو ټولو خلکو لپاره چې اړتیا ورته نه لري خو بیا یې هم ترلاسه کوي، دا یو بشپړ بدلون راوستونکی ګام دی.''

د لندن پوهنتون کالج (یو سي اېل) په وینا، لا تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ایا دا پایلې د ۴۰ کلونو څخه کم عمره کسانو لپاره هم پلي کېدای شي که نه او د دې موضوع په اړه پایله ښایي څو کاله وروسته روښانه شي.