پنټاګون: د نضال حسن د اعدامېدو بهیر به په ژوندۍ بڼه خپور شي

    • Author, سارین حبشیان
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، خلک به د نضال حسن د اعدامېدو بهیر په ژوندۍ بڼه وکتلی شي. د امریکا پوځ دغه پخوانی جګړن به د هغې ډلګۍ له لوري په ډزو ووژل شي چې "فایرېنګ سکواډ" یا پر اعدامېدونکو کسانو د "ډز کولو ډلګۍ" بلل کېږي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي هم بي‌بي‌سي ته د دغه خبر پخلی کړی دی.

نضال مالک حسن په ۲۰۰۹ کې د ټېکزاس ایالت په (فورټ هوډ) پوځي اډه کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژلو په تور محکوم شوی او د مرګ سزا ورته اورول شوې وه.

ویل کېږي دا به په شاوخوا یوه پېړۍ کې او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو را وروسته لومړی ځل وي چې په امریکا کې یو سرتېری د خلکو د سترګو په مخ کې په دې ډول اعدامېږي.

د مرګ په سزا د محکمو بندیانو لپاره کارکوونکی وکیل جان مېلز وايي چې د اعدام بهیر په ژوندۍ بڼه د خپرولو دا پرېکړه "په اوسنۍ زمانه کې یو بې‌ساری ګام" او له "حقوقي پلوه له ناڅرګند وضعیت" سره مخامخ ده.

خو د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت په یوه مرکه کې ویلي، "خلک باید پوه شي چې څوک چې داسې کارونه کوي نو انجام به یې دغه وي".

خو د امریکا د ډېموکرات ګوند سناتور کرېس مرفي له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې په ژوندۍ بڼه د اعدام بهیر خپرول یوه "کرکجنه طرحه" بللې او ویلي یې دي چې دا کار د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) له لوري د خلکو د اعدامولو یاد تازه کوي.

پنټاګون د روانې اوونۍ په پیل کې د نضال حسن د اعدامولو خبر اعلان کړ. که ریښتیا هم پلی شي نو دا به په څه باندې ۶۰ کلونو کې لومړی پوځي اعدام وي.

د برید یو قرباني څه وايي؟

نضال مالک حسن د امریکا د ویرجینیا ایالت اوسېدونکی او د امریکا پوځ کې رواني ډاکټر و. ده منلې وه چې هو، د (فورټ هوډ) پوځي اډې له ګڼې‌ګوڼې په ډکې طبي ودانۍ کې یې ۱۳ بې‌وسلې سرتېري په ډزو وژلي وو.

د امریکا پوځ پخوانی بریدمن الونزو لنزفورډ هم په دغه برید کې اووه مرمۍ لګېدلی و. ده د بي‌بي‌سي ټوډې خپرونې ته ویلي چې دی هم د "ډزو ډلګۍ" له لوري د ښاغلي حسن د اعدامولو ملاتړی دی ځکه چې په وینا یې، "له داسې عمل سره همداسې سزا جوړېږي".

خو دی د دې مخالف دی چې ټول خلک دې دا شېبه ننداره کړي. ځکه چې وايي، اندېښنمن دی چې ځوانان به له دغه کاره څه پیغام واخلي. دی ټینګار کوي چې د هغه برید د قربانیانو کورنیو او ترې ژوندیو وتلو کسانو ته باید "پرته له سانسوره" د دې بهیر لیدو فرصت ورکړل شي.

د امریکا دفاع وزیر له محافظه‌کارې تلويزوني شبکې "ریېل امېرېکا وایس" سره په مرکه کې وپوښتل شو چې نضال حسن خو به تر مرګ مخکې کومه وروستۍ هیله نه وي شریکه کړې او یا هم له ډونلډ ټرمپ سره د لیدو او اړیکې نیولو هڅه؟ ده یې په ځواب کې وویل، "هېڅ پروا یې نه کوم. د دسمبر پر درېیمه به یې ووینو".

دا د روان ۲۰۲۶ کال هغه نېټه ده چې ټاکل شوې ښاغلی حسن به پکې په هماغه اډه کې اعدام شي چې ده پکې امریکايي سرتېري وژلي وو.

د پنټاګون ویاند تېره دوشنبه (تله ۱۳/اکتوبر ۵) ویلي وو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دفاع وزیر سپارښتنه منلې ده خو بي‌بي‌سي لا په دې اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی چې ټرمپ هم په ژوندۍ بڼه د دې بهیر د خپرېدو ملاتړی دی او که نه.

"د مسلمانانو او طالبانو دفاع"؟

د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال په ۱۷ هېوادونو کې څه باندې ۲۷۰۰ کسانو باندې د مرګ یا اعدام سزا پلې شوې ده خو یوازې په دوو هېوادونو کې اعدامونه په عام محضر کې ترسره شوي دي.

د دغه سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کې په ایران کې په عام محضر کې د ۱۱ اعدامونو او په افغانستان کې د شپږو خبر ورکړل شوی و.

نضال حسن په ۲۰۱۳ کال کې د خپلې پوځي محکمې پر مهال "د هر ډول تېروتنې" بښنه غوښتې وه او ویلي یې وو چې، د هغه کار کولو پرمهال یې باور دا و چې دی "په افغانستان کې د مسلمانانو او طالبانو دفاع کوي".

د امریکا د پوځي قوانینو له مخې، د پوځي اعدام لپاره د دغه هېواد د ولسمشر منظوري یا تاییدي مهمه ده. د دې ترڅنګ، دا پرېکړه باید د استیناف محکمې له نظره هم تېره شي چې لوړه محکمه پرېکړه و ارزوي او د مرګ سزا د قانوني والي په اړه تصمیم تایید او یا رد کړي.

د مرګ په سزا د محکمو بندیانو لپاره کارکوونکی وکیل جان مېلز وايي چې د ښاغلي حسن د استیناف بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او احتمال شته چې دی به له فدرالي محکمې د دې پرېکړې د بیا ارزونې غوښتنه وکړي او امکان شته چې د اعدام حکم وځنډول شي.

ښاغلی مېلز وايي، له دې سره سره که بیا هم پر نضال مالک حسن د مرګ سزا پلې شي نو دا به د "حیرانۍ خبره" وي.

دی زیاتوي، "د ډزو ډلې له لوري د اعدام سزا د پلي کېدو بهیر په ژوندۍ بڼه له خپرولو د ټرمپ ادارې هڅه دا ده چې غواړي یوازې د خلکو پام ځان ته ور واړوي، نه دا چې عدالت تامین کړي".

په امریکا کې د اعدام بهیر لیدل

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د اعدام سزا بهیر لیدو لپاره ځينې تګلارې شته. په ګڼو ایالتونو کې هم پکې د خبریالانو حضور اړین بلل کېږي او هم اعدامېدونکي کس ته اجازه ورکول کېږی چې که زړه یې وي نو د خپلې خوښې کسان د دې صحنې لیدو ته وربللی شي.

په ځينو نورو ایالتونو کې بیا عادي خلکو ته هم په خپله خوښه د شاهدانو په توګه د ګډون اجازه ورکول کېږي.

د امریکا د فورډم پوهنتون د حقوقو څانګې استادې ډېبورا ډينو په دغه هېواد کې د مرګ سزا د پلي کېدا ډولونه څېړلي دي. هغه وايي چې تر اوسه په امریکا کې "هېڅکله د اعدام سزا بهیر په ژوندۍ بڼه نه دی خپور شوی".

اغلې ډينو زیاتوي چې که داسې وشي نو دا به یوه بې‌سارې پېښه وي او سپارښتنه کوي چې په ژوندۍ بڼه یې د خپرېدو پرمهال باید ځينې ټکي په پام کې ونیول شي؛ لکه پر عمر محدودیت چې د کوم عمر کسان یې باید وکتلی شي او یا هم دا چې د خپروونکې رسنۍ یا پلېټفارم له تګلارو سره په ټکر کې ده او که نه.

اغلې ډينو همداراز وايي چې په امریکا کې، "تر نیمايي ډېر خلک د اعدام سزا غوښتنه کوي خو که څه هم دا غوښتنه اوس په کمېدو ده خو دا استدلال کېدای شي چې که تاسې ریښتیا هم د مرګ سزا پلي کېدا غواړئ نو دغه ده، در ښيو یې چې دا بهیر څنګه عملي کېږي. له دې سره به خلک وپوهېږي چې دا کار چې تاسې یې غوښتنه کوئ او جدیت ته یې هېروئ، څنګه ترسره کېږي".

د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تېر کال په چین، ایران، سعودي عربستان، یمن او امریکا کې د اعدامونو شمېر تر ټولو لوړ و.

د امریکا فدرالي حکومت په ۱۷ کلونو کې هېڅوک هم نه وو اعدام کړي خو د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په وروستي کال کې په ۱۳ کسانو د مرګ سزا پلې شوه. چې دویم ځل ولسمشر شو نو سمدستي یې د مخکېني ولسمشر جوبایډن هغه پرېکړه لغوه کړه چې له مخې یې فدرالي اعدامونه درول شوي وو.

په امریکا کې وروستی پوځي اعدام په ۱۹۶۱ کال کې ترسره شوی و. هغه وخت یو امریکایی سرتېری پر یوې اترېشۍ نجلۍ د جنسي تېري په تور محکومېدو نه وروسته په دار وځړول شو.

د هغه د چرماري کولو منظوري د وخت ولسمشر ډوایټ ډي ایزنهاور ورکړې وه. سره له دې چې د قرباني شوې نجلۍ کورنۍ د هغه له ځای ناستي ولسمشر جان اېف کېنیډي د دغه سرتېري د بښلو غوښتنه هم کړې وه خو بیا هم اعدام کړای شو.

د "ډزو ډلګۍ" له لوري پر یوه پوځي د مرګ سزا د پلي کېدا وروستۍ پېښه د ۱۹۴۵ کال په جنورۍ کې شوې وه. دا د دویمې نړيوالې جګړې وروستۍ میاشت وه او د اېډي سلووېک په نوم له امریکايي پوځه یو تښتېدلی سرتېری د "ډزو ډلګۍ" په ډزو وواژه او اعدام کړای شو.