د ارواح لیدل او د هغوی حضور احساسول: موږ ولې غیرطبیعي شیان تجربه کوو؟

    • Author, دېزي سټيفنز
    • دنده, د بي‌بي‌سي نړیوال سرویس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د لرغوني بین‌النهرین له هغو کیسو رانیولې چې په کې ویل کېدل به د مړو روحونه د خپلو ژوندیو خپلوانو پاملرنې ته اړتیا لري، د چارلس ډیکنز د "کرسمس یوې نغمې" تر ناول پورې، انسانان د ارواو د کیسو اوږد تایخ لري.

خو له روحونو سره زموږ لېوالتیا ولې دوام موندلی؟

د امریکا د ویسټ جورجیا پوهنتون ارواپوهه پروفیسوره کریسټین سیمونډز مور وايي، له شک پرته، خلک داسې تجربې لري چې دوی یې ناعادي یا ماوراءالطبیعي بولي. دا اصطلاح تر ډېره هغو ښکارندو ته کارول کېږي چې ساینس یې اوسمهال نه شي روښانولی.

هغه وايي: "دا له ذهني اړخه سمې دي... او د خلکو پر ژوند ډېره ژوره اغېزه لرلی شي."

خو دا حتمي نه ده چې لامل یې فوق‌الطبیعي یا ماورايي وي.

"اوښتی شعور"

د سیمونډز مور په وینا، کله چې خلک غیرعادي شیان تجربه کوي، په مغزو کې یې هممهاله ګڼ شیان ګرځېدلی شي.

له دوی یوه ښايي حالت "هایپناګوژیک" بلل کېږي؛ یعنې د خوب او ویښې ترمنځ پړاو دی.

هغې وویل: "ډېرې دا ډول تجربې داسې مهال رامنځته کېږي چې خلک د اوښتي شعور یا بېدارۍ خفیف حالت کې وي."

په دې وخت کې داخلي تخیل او بهرنۍ ادراک له یو بل سره ګډوډېدای شي، او د دواړو ترمنځ توپیر کول ستونزمنېږي.

همدا هغه پړاو دی چې د خوب فلجېدل "بوډۍ نیول" په کې تجربه کېدای شي. ۲۰۱۱ کال په یوې څېړنه کې اټکل شوی و چې د نړۍ ۷ اعشاریه ۶ سلنه کسان د دغه حالت جربه لري.

په دې څېړنه کې، چې په "Sleep Medicine Reviews" کې خپره شوې، له یوې داسې نړیوال نمونوي ګروپه کار اخیستل شوی، چې زد‌کوونکي او هغه کسان په کې شامل نه وو چې رواني اختلالات یا ګډوډۍ لري.

د لندن د ګولډسمېت پوهنتون استاد کریس فرنچ، چې د غیرعادي ارواپوهنې د څېړنو واحد یې جوړ کړی، وايي: "دا هغه حالت دی چې بدن مو په کې ویښ وي، خو مغز مو لا په بشپړه توګه نه وي راویښ شوي."

له بوډۍ نیولو سره ګڼې نښتې ملې وې او یوه مهمه یې دا ده چې انسان په خونه کې ورسره د بل موجود شته‌والی احساسوي.

فرنچ وايي: "ان که په خونه کې هېڅ ونه وینئ او هېڅ واهم نه اورئ، بیا هم داسې احساسوئ لکه یو شی یا څوک چې هلته موجود وي."

د بوډۍ نیولو یا د خوب فلج حالت کېدای شي آن د فزیکي احساس په ګډون بشپړ وهمونه یا توهمات هم تجربه کړئ.

هغه زیاتوي: "دا تجربه کېدای شي خورا وېرونکې شي، خو په اصل کې یوه وهمي تجربه ده، رښتینې نه ده."

ناڅاپي د شکلونو لټون

کارپوهان وايي چې د ناڅاپي بېلګو موندلو ته لېوالتیا "پاریډولیا" هم د دې لامل کېدای شي چې خلک غیر طبیعي‌ شیان تجربه کړي.

پاریډولیا داسې تمایل یا لېوالتیا ته ویل کېږي چې انسان پکې د ناڅاپي بڼو لیدو او غږونو اورېدو ته متوجه کېږي.

د کاناډا د مک‌ایوان پوهنتون استاد راډني شملټز وايي:

"زموږ د لید سیستم داسې جوړ شوی چې کله د سترګو له کونجه یو څه ووینو، ښايي غلط تعبیر یې کړو او فکر وکړو چې د انسان د مخ په څېر ښکاري، حال دا چې داسې نه وي."

د سیمونډز مور په وینا، کله چې خلک تر فشار لاندې او اندېښمن وي، د داسې نمونو موندلو احتمال لا زیاتېږي.

ځینې ارواپوهان پر دې باور دي چې کله موږ یوازې اوسو، نو ښايي د 'جلاوالي' (dissociation) په نوم د یوې ښکارندې له لامله د بل چا حضور احساس کړو.

سیمونډز مور وايي، جلاوالی هغه حالت دی چې د انسان هوښ او فزیک سر جلا احساس شي.

دا حالت کله ناکله د سختو فشارونو پر مهال رامنځته کېږي، لکه د ټکر یا داسې پېښې پر وخت چې یو کس داسې احساسوي لکه له خپل ځانه چې جلا شوی وي.

خو دا په عادي ژوند کې هم پېښېدای شي، لکه کله چې یو کس د موټر چلولو په مهال کور ته رسېږي او وروسته ورته خپل سفر په بشپړه توګه نه وي یاد.

سیمونډز مور وايي، کېدای شي یو انسان له ځان سره د بل شي د حضور احساسولو پر مهال د خپل وجود کومه برخه د بل موجود په توګه تجربه کړي.

د هغې په وینا دا ډول حالتونه د فشار او د خوب د کمښت پر مهال ډېر پېښېدای شي.

تخیلي او خلاقې څېرې

ځینو څېړنو موندلې چې غیرعادي تجربې له یوې رواني ځانګړتیا سره تړاو لري چې "ټرانس‌لیمینالیت " (Transliminality) بلل کېږي.

د سیمونډز مور په وینا، هغه کسان چې په دې ځانګړتیا کې لوړې نمرې ترلاسه کوي، عموماً ډېر خلاق وي، پیاوړی تخیل لري او د خیال غځولو وړتیا یې زیاته وي.

همدارنګه دوی له هنر او موسیقۍ ژوره عاطفي اغېزه اخلي، خپل خوبونه ډېر یاد ساتي او له هغو بېلابېلې ماناوې باسي.

د همداسې کسانو لپاره د نه لیدل کېدونکي حضور احساس هم ډېر عام وي.

دا وړ کسان کېدای شي "سینستیزیا" (Synaesthesia) هم ولري. دا یو داسې حالت چې انسان پکې د یو حس اړوند مالومات بل حس ته هم کاروي.

د بېلګې په توګه، که یو کس ګلابي رنګ وویني، ښايي په غیر قصدي ډول هغه د ګلاب له ګلونو سره وتړي او بیا د ګلاب بوی هم احساس کړي.

د سیمونډز مور په اند، دا ډول د حواسو ګډې تجربې کېدای شي د ځینو ظاهراً ماورايي تجربو توضیح وکړي.

د چاپېریال ونډه

پروفیسور فرنچ وايي، ځینې ځایونه ذاتاً تر نورو "ډارونکي" ښکاري.

هغه وايي، کله چې انسان له روښانه ځایه تیاره ځای ته ننوځي، یا داسې ودانۍ ته داخل شي چې لوړ چتونه ولري، د ناارامۍ او اندېښنې احساس یې زیاتېږي.

یو بل عامل "انفراسوند" دی، هغه غږونه چې فریکونسي یې تر ۲۰ هېرتزه کمه وي.

دا غږونه د ماشینونو، ټرافیک، د اوبو پایپونو او د زړو ودانیو د تودوخې له سیستمونو تولیدېږي.

که څه هم انسانان په شعوري ډول انفراسوند نه اوري، خو دا پرې اغېزه کولای شي.

شملټز په یوه څېړنه کې وموندله چې انفراسوند د خلکو په لاړو کې د "کورټیزول" په نوم د فشار د هورمون اندازه یو څه لوړوي او خلک د زیات خپګان او ځورېدو احساس کوي.

په هره توګه د انفراسوند او ارواحو د تجربو ترمنځ اړیکه لا هم د بحث وړ ده، او پخپله د فرنچ لخوا څېړنې یې ترمنځ کوم څرګند تړاو ونه موند.

د پایښت حقیقت

نو ولې موږ دا تجربې فوق‌الطبیعي ګڼو؟

د فولکلور څېړونکې ډیبورا هایډ په وینا، ځواب ښايي زموږ په تکامل کې پروت وي.

هغې وویل: "موږ د بقا لپاره جوړ شوي یو، نه د مطلق حقیقت د موندلو لپاره."

په لرغونو زمانو کې ممکن دې موږ لپاره ګټه لرله چې تر ټولو بد احتمال ته لومړیتوب ورکړو. د ساري په توګه یو سیوری د ښکاري حیوان په توګه تعبیر کړو، یا یو نااشنا غږ د خطر نښه وبولو.

پر دې سربېره انسانان یوه ذهني تمایل لري چې "د عامل پېژندنه" (Agency Detection) یې بولي.

هایډ وايي، کله چې له یو نااشنا حالت سره مخ شو، زموږ لومړنی غبرګون دا وي چې کوم هوښیار موجود به د دغه حالت لامل ګرځېدل وي.

فرنچ وايي: "له دې ځایه تر دې عقیدې رسېدل لوی ټوپ نه دی چې ښايي ځینې نالیدلي موجودات زموږ شاوخوا موجود وي."

ذهني منښته

یو بل عامل "د تایید پلويتوب دی" (Confirmation Bias) دی.

هایډ وايي، که څه هم د ارواو په اړه باورونه له یو کلتوره تر بل توپیر لري، خو داسې ښکاري چې عقاید او خرافات دې زموږ د ذهني جوړښت برخه وي.

فرنچ وايي: "که تاسو له وړاندې باور لرئ چې ارواح شته، نو غیرمنطقي نه ده چې ووایاست همدا یې توضیح ده."

هغه زیاتوي، انسانان ښايي له اره غواړي چې د ارواحو په شته‌والي باور ولري.

"کله چې موږ غواړو یو څه رښتیا وي، نو هغو شواهدو ته ډېر پام کوو چې زموږ باور تاییدوي."

د هغه په وینا، اروا تر مرګ وروسته ژوند لپاره د ثبوت یوه بڼه ګڼل کېږي، او که خلک له مرګ وروسته ژوند ته هیله لري، نو د دې منلو ته به هم ډېر چمتو وي چې ښايي ارواوې واقعاً موجودې وي.