تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان زیمبابوې ته د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د درېیو شل اوریزو لوبو په لومړنۍ لوبه کې افغان لوبډلې زیمبابوې ته د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه، خو د زیمبامبوې ټوله لوبډله د ۱۴۰ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده. دې سره افغان لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو لومړنۍ هغه د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.
فضل حق فاروقي د افغانستان لپاره درې، عظمت الله عمرزي دوې، مجیب الرحمان دوې، راشد خان دوې او شاهد الله کمال یوه وېکټه ترلاسه کړه.
له دې مخکې زیمبامبوي د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه.
خو ابراهیم ځدراڼ په دویم اوور کې خپله وېکټه ایله د پنځو منډو له جوړولو وروسته له لاسه ورکړه، چې د ایوانز په توپ یې براین بینیټ کیچ ونیو.
د ځدراڼ پر ځای صدیق الله اتل له رحمان الله ګوربز سره د ملګرتیا لپاره میدان ته ووت، خو هغه هم ایله د دوو منډو له ترلاسه کولو وروسته د مسوکو په توپ له لوبې بهر شو.
د ده پر ځای راغلی محمد اکرام هم تر ډېره د لوبې په ډګر کې پاتې نه شو او د څلورو منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
د څلورو اوورونو له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ایله ۲۰ منډې لري او درې وېکټې یې له لاسه ورکړې دي.
په لسم اوور کې د زیمبابوې لوبډلسمشر سکندر رضا د مسکادزا په توپ د رحمان الله ګوربز یو نسبتاً ګران کېچ ونیو او ګوربز د ۱۸منډو له ترلاسه کولو وروسته له لوبې بهر شو.
د دمې تر مهال په داسې حال کې چې افغان لوبډلې د منډو له پلوه یوې اوږدې ملګرتیا ته سخته اړتیا درلوده، افغانستان ۵۳ منډې درلودې او څلور وېکټې یې له لاسه ورکړې وې.
ورپسې عظمت الله عمرزي هم د ۷ منډو له جوړولو وروسته سکندر رضا ته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.
د عمرزي له سوځېدو وروسته اعجاز احمدزی لوبې ته راغی، چې له شاهدالله کمال سره یې خورا چټکه ملګرتیا پیل کړه، د لوبې بڼه یې بدله کړه او له هغه مخکې چې شاهدالله کمال له ۴۲ د ۴۶ منډو له ترلاسه کولو وروسته له میدانه بهر شي، د افغانستان ټولټال منډو شمېر ۱۳۰ منډو ته ورسېد. کمال درې شپږیزې او دوې څلوریزې ووهلې.
اعجاز له شلو توپونو د څلورو شپږیزو او څلورو څلوریزو پر مټ نیمه سلیزه ترلاسه کړه.
نوموړی د ۵۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته د یوه ستر شاټ وهلو په هڅه کې کېچ اوټ شو.
راشد خان بیا له ایله ۱۰ توپونو د ۳۰ چټکو منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.
ټول افغان لوبغاړي په داسې حال کې له لوبې بهر شول، چې د ۲۰ اوورونو وروستی یو توپ لا پاتې و.
د ځوابي لوبې په درېیم اوور کې زیمبامبوې د پنځلسو منډو له جوړولو وروسته لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه او فضل حق فاروقي د بین کیوران وېکټه ترلاسه کړه، چې ایله یې ۷منډې کړې وې.
ابراهیم ځدراڼ (لوبډلمشر)، رحمان الله ګوربز، صدیق الله اتل محمد اکرام، اعجاز احمدزی، نور احمد، راشد خان، مجیب الرحمان، فضل حق فاروقي، او شاهد الله کمال په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره په لوبډلمشرۍ د سیالۍ ډګر ته ووتل.
براین بینیټ، بین کورن، انوسنټ کایا، ریان برل، سکندر رضا (لوبډلمشر)، تادیواناشه ماروماني، ویسلي مادهیور، براد ایوانز، نیومن نیمهوري، ویلینګټن مساکادزا، او ارنسټ مسوکو د زیمبامبوې لپاره په نننۍ لوبه کې ګډون لري.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تېره اونۍ (اکتوبر ۲۳مه) زېمبابوې ته په پايلوبه کې په ماتې ورکولو سره د کرېکټ يو ورځنيو دری هېواديزه لوبلړۍ وګټله.
د افغانستان په کوربتوب د هغې درې هېوادېز لوبلړۍ درېیم هېواد بنګلهدېش و، خو دا چې په لومړي پړاو کې یې له افغانستان او زېمبابوې ماته وخوړه، نو له سیالیو بهر شو.
د یادونې ده چې افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
په دې کې له بنګلهدېش او زېمبابوې سره د وروستۍ درې هېوادیزې لوبلړۍ سیالۍ هم شاملې دي، چې افغانستان پکې خپلې ټولې لوبې وګټلې.
دې سره تېره اونۍ افغانستان د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په نوې درجه بندۍ کې له انګلنده په مخکې کېدو سره اووم ځای خپل کړ.
په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شريلنکا بیا ۹۵ نمبرې لري.