تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران او امریکا پر یوه بل بریدونه کړي؛ کوېت هم وايي چې له بریدونو سره مخ شوی
ایران او امریکا یو ځل بیا په خلیج کې پر یوه بل د تازه بریدونو خبر ورکړی دی. امریکا ویلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي دي او ایران بیا وايي چې د امریکا د بریدونو په غچ کې یې د دغه هېواد یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.
دا هرمز تنګي ته څېرمه په شاوخوا اووو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو درېیمه پېښه ده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د نړیوالو اوبو په اوږدو کې د ایران له لوري د یوې امریکايۍ بېپیلوټه الوتکې د ویشتل کېدو په ګډون یې "د ایران د تېري" په غبرګون کې د دغه هېواد پر ضد "دفاعي بریدونه" کړي دي.
سېنټکام ویلي چې تېره شنبې او یکشنبې یې "د ایران په ګوروک او قشم ټاپو کې د ایران رادار او د ډرونونو د قوماندې د کنټرول ځایونه له ځانه په دفاعي بریدونو کې" ویشتلي دي.
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران بیا ویلي چې هغه امریکایۍ هوايي پوځي اډه یې په نښه کړې ده چې د خلیج په سيري ټاپو کې د دوی پر مخابراتي کوټ د برید لپاره کارول شوې وه. خو دا یې نه دي ویلي چې د امریکا دا اډه چیرې وه.
پر کوېت بریدونه
د یادولو ده چې د کوېت پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې دافع هوا یې "د دوښمن له توغندیزو او ډرون بریدونو سره ښکېله ده" خو روښانه یې نه کړه چې دا مداخله په کومه سیمه کې روانه ده.
ایران تېره اوونۍ هم د امریکا د هغو بریدونو په ځواب کې په کوېت کې یوه هوايي اډه په نښه کړه چې ویل یې، په هرمز تنګي کې د ایرانیو کښتیو د تېرېدو او هلته د ایران له لوري په اوبو کې د ماینونو د خښولو د مخنیوي لپاره شوي وو.
د ایران نیمه دولتي اژانس فارس د خبر له مخې، ایرانیو ځواکونو ګواښ کړی چې که د امریکا یرغل "تکرار" شي نو دا ځل به د دوی غبرګون ورته "بیخي بل ډول" وي.
د ایران او امریکا ترمنځ پر یوه بل د بریدونو دا تازه څپه داسې مهال پېلېږي چې امریکايي رسنیو خبر ورکړی و چې ډونلډ ټرمپ په خپلو شرايطو کې د بدلون غوښتنه کړې او دواړه لوري د اوونۍ په سر کې یوې داسې هوکړې ته په رسېدو کې بریالي نه شول چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې روانه جګړه پرې پایته ورسوي.
د بيبيسي د ملګرې امریکایۍ رسنۍ سيبياېس د رپوټ له مخې، د ډونلډ ټرمپ لخوا په شرايطو کې بدلونونه د هرمز تنګي او د ایران له لوري د یورانیمو د غني کولو اړوند دي خو سپينې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې او جزیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر پرون یکشنبه وویل چې تهران به تر هغه داسې هېڅ هوکړه و نه مني چې د ایرانیانو حقونه په بشپړ ډول پکې خوندي نه وي.
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د تېرې اپرېل میاشتې پر اتمه نېټه اوربند رامنځته شو او وروسته ډونلډ ټرمپ په وار وار همدا خبره کوله چې ګواکې دواړه لوري یوې تلپاتې هوکړې ته نږدې شوي او ترمنځ یې په خبرو اترو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه دا مذاکرات بریالي نه برېښي او کومه رسمي هوکړه لا نه ده شوې.
د یادولو ده چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او طبیعي اوبلن ګاز (اېلاېنجي) له خلیجه او همدغه هرمز تنګي تېرېږي چې د امریکا او ایران جګړې پر دې سمندري لاره سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. دې په غونډه دنیا کې د تېلو بیې هم خېږولې دي.