تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یمن د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره؛ افراح الزوبه څوک ده؟
د ډاکټرې افراح عبدالعزیز الزوبه د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت کې د بهرنیو چارو او د بهر مېشتو هېوادوالو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړې د ۱۹۹۰ کال په یمن کې د جمهوریت له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مهمه دنده پر غاړه اخلي.
د هغې د ټاکنې پرېکړه د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه، د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا د مشر رشاد العليمي له خوا د لومړي وزیر شائع الزنداني په حکومت کې د محدودې کابینې بدلون په ترڅ کې اعلان شوه. په دې بدلون کې درې وزارتونه شامل وو.
الزوبه د بهرنیو چارو وزارت ته له تګ مخکې، یوازې څو میاشتې وړاندې، د همدې کال په فبرورۍ کې د پلان جوړونې او نړیوالې همکارۍ وزیره ټاکل شوې وه.
لومړنیو غبرګونونو کې تر ډېره د دې موضوع پر سمبولیک اهمیت ټینګار وشو چې یوه ښځه د لومړي ځل لپاره د یمن د ډیپلوماسۍ مشري کوي. خو د هغې ټاکنې د هغې د سیاسي تجربې، د پراختیا او نړیوالې همکارۍ له برخو د هغې د راتلونکې لارې او په داسې یو هېواد کې د بهرنیو چارو د وزارت د مدیریت د وړتیا په اړه بحثونه هم را وپارول چې له کلونو راهیسې له جګړې او سیاسي وېش سره مخ دی.
افراح الزوبه څوک ده؟
افراح الزوبه یوه یمنۍ دولتي چارواکې ده چې له ۲۵ کلونو زیات یې د عامه ادارې، پراختیايي پلان جوړونې، نړیوالې همکارۍ او سولې جوړونې په برخو کې کار کړی دی. هغې د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې یو شمېر دندې ترسره کړې دي چې د دولتي پروګرامونو مدیریت، له تمویلوونکو ادارو او نړیوالو بنسټونو سره همغږي پکې شامله وه.
الزوبې د صنعا په پوهنتون کې د فارمسي (درمل جوړونې) زدکړې کړې، هلته یې د درمل جوړونې په علومو کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. وروسته یې د مالیزیا له ملي پوهنتون، چې د یونیورسټي کبیانګسان مالیزیا (UKM) په نوم هم پېژندل کېږي، د ټولنې روغتیا او روغتیايي اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. سربېره پر دې، هغې د صنعا د ساینس او ټکنالوژۍ له پوهنتون څخه د سوداګرۍ ادارې (MBA) په برخه کې هم د ماسټرۍ سند اخیستی دی.
هغې کومې دندې ترسره کړې دي؟
د الزوبې نوم د ۲۰۱۱ کال له لاریونونو وروسته د یمن د انتقالي پړاو پر مهال ډېر مشهور شو. هغې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د ملي هراړخیزو خبرو اترو کنفرانس د لومړۍ مرستیالې عمومي منشي په توګه دنده ترسره کړه، او د اساسي قانون د مسودې جوړولو په کمېټه کې هم غړې وه.
په دې موده کې، هغې د تخنیکي ملاتړ، له ټولنې سره د اړیکو او نړیوالې همکارۍ اړوند چارو باندې کار وکړ. همدارنګه یې په یمن کې د ملي خبرو اترو، سولې جوړونې او اړوندو سیاسي او ډیپلوماتیکو هڅو کې په مشورو او ناستو کې ګډون کړی و.
په ۲۰۱۹ کال کې، هغې د لومړي وزیر د بشري مرستو او پراختیا په چارو کې د سلاکارې په توګه کار وکړ. دې دندې هغې ته دا زمینه برابره کړه چې د یمن د کړکېچ پر مهال د بشري مرستو د غبرګون، او د دولتي ادارو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ له موضوعاتو سره کار وکړي.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې، هغه د د مرستندویانو د ژمنو د چټک جذب او د اصلاحاتي تګلارو د پلي کولو د ملاتړ اجرائیوي ادارې مشره وټاکل شوه. په دې مقام کې هغې د یمن حکومت او نړیوالو شریکانو ترمنځ د لوړې کچې همغږي اداره کړه؛ چې په دغو شریکانو کې نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق (IMF)، او د یمن د پراختیا او بیارغونې لپاره د سعودي پروګرام شامل وو. هغې د پراختیايي او مالي پروګرامونو او همدارنګه د بنسټیزو اصلاحاتو څارنه هم کوله.
د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې، هغه د پلان جوړونې او نړیوالې همکارۍ وزیره شوه، چې په دې توګه د یمن لومړنۍ ښځه وګرځېده چې دغه وزارت یې مشري وکړه. نږدې پنځه میاشتې وروسته، هغه د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږدول شوه.
هغه کومه سیاسي او ډیپلوماتیکه تجربه لري؟
الزوبه د دودیزې ډیپلوماتیکې لارې له لارې نه ده راغلې؛ ځکه د هغې د رسمي خپرې شوې سوانح له مخې، تر وزیرې کېدو مخکې یې نه د سفیرې په توګه کار کړی و او نه یې د بهرنیو چارو وزارت کې کومه دنده ترسره کړې وه.
خو د هغې مسلکي سفر د ملي خبرو اترو کنفرانس، د اساسي قانون د مسودې جوړولو کمېټې، د سولې جوړونې مشورو، او سیمهییزو او نړیوالو ناستو کې د یمن استازیتوب له لارې غیرمستقیمه سیاسي او ډیپلوماتیکه تجربه شامله کړې ده. همدارنګه هغې له ملګرو ملتونو، بېلابېلو هېوادونو، مالي بنسټونو او تمویلوونکو ادارو سره د خبرو اترو او همغږۍ تجربه هم لرلې ده.
د هغې ملاتړي باور لري چې دا ډول تجربه ښايي د یمن لپاره مناسبه وي، ځکه د دغه هېواد بهرنی سیاست د بشري مرستو، اقتصادي همکاریو او بیا رغونې له موضوعاتو سره نږدې تړاو لري.
خو د ټاکنې منتقدین د دې موضوع ته اشاره کوي چې هغې د ډیپلوماتیکو چارو په رسمي چوکاټ کې پخوانۍ تجربه نه لري، او پوښتنه کوي چې ایا هغه په داسې شرایطو کې د یو حاکمیتي وزارت د مدیریت وړتیا لري که نه؛ په داسې حال کې چې په یمن کې بېلابېل سیاسي ځواکونه او د پرېکړو ګڼ مرکزونه شته.
فعالانو د هغې د ټاکنې په اړه څه غبرګون ښودلی؟
د افراح الزوبې ټاکنې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول. نظرونه په دوو برخو ووېشل شول: ځینو دا ګام د یمن په تاریخ کې یوه مهمه بېلګه وبلله، ځکه یوه ښځه د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت مشري کوي؛ خو ځینو نورو ټینګار وکړ چې بحث باید د بهرنیو چارو وزارت د مدیریت لپاره د هغې پر تجربې او وړتیاوو متمرکز وي.
ځینو نورو کسانو بیا له دې پرېکړې د حکومت په اړه د سیاسي بحثونو د راپورته کولو لپاره استفاده وکړه.
یو شمېر حسابونو یادونه وکړه چې د کابینې دې بدلون یمنۍ ښځې د مهمو وزارتونو مشرتابه ته ورسولې، چې پکې بهرنۍ چارې، سیمهییزه اداره او حقوقي چارې شاملې دي. نورو بیا نویو وزیرانو ته د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړل او هغوی ته یې په خپلو دندو کې د بریا هیله وکړه.
تاریخي ټاکنه او سخت سیاسي ازموینه
د افراح الزوبې د ټاکنې اهمیت یوازې په دې کې نه محدودېږي چې هغه د یمن د بهرنیو چارو د وزارت مشري کوونکې لومړنۍ ښځه ده؛ بلکې اصلي اهمیت یې په هغه دروند مسؤلیت کې دی چې ورسره مخ ده. نوموړې باید د داسې حکومت استازیتوب وکړي چې له ژورو داخلي وېشونو سره مخ دی، له نړیوالو شریکانو سره خپل ملاتړ وساتي او د جګړې، سولې، بشري مرستو، اقتصاد او کډوالو اړوند مهمو موضوعاتو ته رسېدنه وکړي.
د دې ترمنځ چې ځینې کسان د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د یوه حاکمیتي وزارت مقام ته د رسېدو له امله هرکلی کوي، او ځینې نور د هغې د دودیزې ډیپلوماتیکې تجربې په اړه پوښتنې لري، د هغې د ټاکنې وروستۍ ارزونه به په دې پورې تړلې وي چې نوموړې په عملي توګه څه ډول پایلې وړاندې کولی شي؛ په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزارت د یمن له تر ټولو پېچلو وزارتونو دی.