BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د بهرنیو چارو وزرات

    کابل کې د پاکستان سفیر پر افغانستان د بریدونو له امله احضار شوی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت، کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړی او پر کونړ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه نورو سیمو د وروستیو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی دی. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې وینا پاڼه کې دا بریدونه پاروونکي اود افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری بللی دی.

  • Afghanistan

    "افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"

    د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زد‌کړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

  • امارات

    ژوندۍ پاڼه, امارات: له اوپک پلس وځو

    په داسې حال کې چې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو مشران د سعودي عربستان په جده کې د بېړنۍ غونډې لپاره راټول شوي، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې له اوپک پلس د وتلو پرېکړه یې کړې ده.‌ بل لور ته، سپینې ماڼۍ ویلي چې د ایران "لیکلی پیغام" چې د پاکستان له لارې ترلاسه شوی، تر ارزونې لاندې دی. د راپورونو له مخې، د ایران وړاندیز درې پړاوونه لري: د جګړې پای، د هرمز تنګي مدیریت او بیا اټومي خبرې اترې.

  • محمد علي كلاي يرتدي حزام بطولة العالم

    څنګه د ویتنام جګړې، د سوکوهنې له افسانوي اتل محمد علي نه نړیوال لقب واخیست؟

    خبریالان، عکاسان او هغه چې لا نور معلومات یې غوښتل، د امریکا د پوځ د اجباري جلب مرکز مخې ته د سهار له پیل سره راټول شوي وو. دا مرکز د ټېکساس ایالت په هیوسټن ښار کې دی.

  • ۵۲ کاله وړاندې د داود خان نظام د یوې پوځي کودتا له لارې ړنګ کړی شو

    د داود خان د ژوند وروستي ۲۴ ساعتونه

    د افغانستان په تاريخ کې د کړکېچ شېبې لږې نه دي، خو د اويايمو کلونو د پاى بحران يې د اوسمهالي تاريخ تر ټولو بوږنوونکې بېلگه بلل کېږي.

لنډې ویډیوګانې

  • gaza
  • کونړ
  • جی ډي وېنس
  • USA
  • usa
  • hdvhk
  • عکس
  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • په دې آرشیف عکس کې ۴۶۵ فوټه سوپریاټ نورډ نومي څو پوړیزه کښتۍ د هانګ‌کانګ په سمندر کې لیدل کېږي او شا ته پر غونډۍ یې یو ستر څلی ولاړ دی.

    له بندیزونو سره سره څنګه یوه عصري روسۍ بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوه؟

    سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د لاسه هرمز تنګی له محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دی خو بیا هم د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د یوه نږدې ملا تړي یوه عصري او ګران‌بیه بېړۍ تازه پرې تېره شوې ده. دا ۱۴۲ متره (۴۶۵ فوټه) اوږده بېړۍ "نورد" نومېږي چې د روسي میلیاردر الېکسي مورداشوف اړوند بلل کېږي. هغه شتمن سړی چې لوېديځ بندیزونه پرې لګولي دي.

  • تېلو بیې

    د امریکا اوایران خبرو کې د ځنډ له امله د تېلو بیې لوړې شوې

    له هغې وروسته چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو وځنډېد، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنټ اومه تېلو بېه له دوه سلنه زیاتوالي سره یو بیرل ۱۰۹ اعشاریه ۳۳ ډالرو ته لوړه شوې. په نړیواله کچه د تېلو نرخونه د برنټ پر بنسټ ټاکل کېږي. د اوونۍ په پیل کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دویم پړاو خبرو لپاره یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي استول ځنډولي دي.

  • واشنګټن

    د واشنګټن مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې کېږي، د هغه په اړه څومره پوهېږو؟

    د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې موندلې چې الېن د کوم ګوند غړیتوب نه درلود او همداراز بي بي سي ته داسې یو سند هم ورسیدلی چې ښکاره کوي دغه کس په ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ګټه د کمپاین لپاره ۲۵ ډالره شاوخوا (۱۶ سوه افغانۍ) مرسته کړې وه. د کارموندنې په یوه ټولنیزه پاڼه لېنکډېن کول توماس الېن خپل ځان میخانیکي انجینیر، د ګېمونو تنظیمونکی او ښوونکی معرفي کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي د کلیفورنیا د ټکنالوجۍ پوهنتون کې میخانیکي انجینیري لوستي چې یو له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي.

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟

    د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      نور محمد تره کی له سیاسته ور هاخوا