BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • 
دغزي په مرکزي برخه کې خلک پر یو ودانۍ لګېدلي اور لېدو ته راغونډ شوي دی

    حماس ومنله چې د اسرائیل هوایي برید کې یې یو جګپوړی قوماندان وژل شوی

    د حماس چارواکو بي بي سي ته تایید کړې ده چې د دې ډلې د پوځي څانګې مشر عزالدین الحداد د جمعې پر ورځ غزه کې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتز په یوې شرېکې وینا کې ویلي وو چې "الحداد وژل شوی. دی د سلګونو ملکي اسرائیلیانو او پوځیانو د وژنې، تښتونې او ژوبلولو مسوول و."

  • At least 100 people are seen in a picture from a portion of the Nakba Anniversary march in London - about a dozen Palestinian flags can be seen in the background, as well as placards in the foreground that say things like 'Free Palestine' and 'Unity over division'

    لندن کې پر یوه وخت سیالو لاریونونو کې لسګونو زرو خلکو ګډون کړی

    د شنبې ورځې یو لاریون د "یونایټ دې کېنګډم" لاریون دی چې د افراطي ښي اړخه څېرې ټامي رابېنسن له خوا تنظیم شوی دی، بله د فلسطینیانو په پلوه مظاهره ده چې د لندن بله څنډه کې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون کړی . حکومت ویلي د دغو دوه جلا پیغامونو لېږدونکو امنیت په موخه له ۴۰۰۰ څخه ډېر پولیس افسران لندن کې ځای پر ځای شوي دي.

  • په امارتو کې له ښاغلي مودي تود هرکلی وشو

    تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟

    د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.

  • نایجیریا له امریکا سره همکاري کوي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي

    ټرمپ: امریکايي او نایجیریايي ځواکونو د داعش یو مهم مشر وژلی دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکايي او نایجیریايي ځواکونو په افریقا کې په ګډو پوځي عملیاتو کې په نړیواله کچه د اسلامي دولت یا داعش د مشرتابه دویم جګپوړی کس وژلی دی. ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې "په نړۍ کې تر ټولو د فعال ترهګر ابو بلال المنوکي لمنځه وړلو" لپاره دا ګډ پوځي ماموریت له کومې ستونزې او خنډ پرته ترسره شوی دی. واشنګټن په ۲۰۲۳ کال کې المنوکي د ترهګرو ځانګړي نړیوال لیست ته اچولی و. دا په ۲۰۱۹ کال کې د اسلامي‌ دولت یا داعش د مخکیني مشر ابو بکر البغدادي له وژل کېدو راوروسته پر دې ډلې تر ټولو سخت ګوزار دی.‌

  • President Trump and President Xi sitting on chairs in a room filled with ornamnetal Chinese furnitiure

    له شي جینپینګ سره له لیدنې وروسته ټایوان ته د ټرمپ خبرداری:‌ خپلواکي مه اعلانوئ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې له چین دې په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان نه کوي. د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ، په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې، فاکس نیوز ته وویل: "زه نه غواړم څوک خپلواکي اعلان کړي." د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي مخکې ویلي وو چې ټایوان رسمي خپلواکۍ اعلانولو ته اړتیا نه لري، ځکه چې هغه لا دمخه ځان یو خپلواک هېواد ګڼي.

لنډې ویډیوګانې

  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • کراچۍ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي