BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د عکس په ښۍ خوا کې د ملک طارق وزیر عکس دی چې لونګۍ یې پر سر ده، ږیره یې خرېیلې او غټ بریتونه لري، پيکه کریمي رنګ کمیس یې اغوستی. په چپه خوا کې د برید صحنه ښکاري چ یو سپين فولډر موټر پکې ولاړ دی او له سیمې لوګي پورته کېږي.

    د وزیرستان په واڼه کې چاودنه؛ د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوي

    د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستانه رپوټونه وايي چې هلته نن په یوه چاودنه کې د یوه مخور قومي مشر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او ځينې نور ژوبل دي. ځايي پولیس وايي چې دا پېښه نن دوشنبه (غویی ۲۸/مې ۱۸) ځايي وخت سهار د کوز جنوبي وزیرستان د واڼه په رستم بازار سیمه کې د یوه ځای‌پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې رامنځ‌ته شوې ده. چارواکو ویلي چې په دغه برید کې د احمدزي وزیر قوم د یوه مخور مشر ملک طارق خان وزیر په ګډون لږترلږه درې تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

  • Afghanistan

    افغانستان او پاکستان کې څه باندې ۲۷ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو همکاریو په مرسته د ۲۰۲۶ کال د ګوزڼ ضد واکسین دویم کمپاین پیل شوی، چې د مې له ۱۸ تر ۲۱ به د هېواد ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ترسره او شاوخوا ۸،۳ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.‌ د پاکستان ۹۷ لوړ خطر لرونکو ولوسالیو کې هم د پولیو ضد ملي کمپاین پیل شوی دی.

  • احتجاج

    لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي

    د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو او چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاک - افغان لويې لارې پر سر احتجاج روان دی. دوی خبرداری ورکړ، که درېیو ورځو کې افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکو او ګاډو ته ‌یې پاکستان ته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک-افغان لویه لاره وتړي.

  • باکو کې د غونډې ځای

    د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی

    د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.

  • په متحده عرب اماراتو کې د براکه اټومي بټۍ

    متحده عرب اماراتو د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه "ډرون برید ترهګريز عمل" بللی دی

    متحده عرب امارات وايي د دغه هېواد د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه د ډرون برید له کبله اور لګېدلی او دا پېښه یې "يو ترهګريز عمل" بللی دی. په یوه خبرپاڼه کې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير د براکه په نامه د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه برید په "سختو ټکو" غندلی او د هر ډول ډېپلوماټيک او پوځي ځواب ورکولو حق یې خوندي بللی دی.

لنډې ویډیوګانې

  • US JETS
  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي