BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • باکو کې د غونډې ځای

    د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی

    د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.

  • په متحده عرب اماراتو کې د براکه اټومي بټۍ

    متحده عرب اماراتو د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه "ډرون برید ترهګريز عمل" بللی دی

    متحده عرب امارات وايي د دغه هېواد د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه د ډرون برید له کبله اور لګېدلی او دا پېښه یې "يو ترهګريز عمل" بللی دی. په یوه خبرپاڼه کې د متحده عرب اماراتو د بهرنيو چارو وزير د براکه په نامه د اټومي انرژۍ بټۍ ته څېرمه برید په "سختو ټکو" غندلی او د هر ډول ډېپلوماټيک او پوځي ځواب ورکولو حق یې خوندي بللی دی.

  • پاکستان

    د هند لوی درستیز لخوا له جغرافیې د پاکستان د ورکولو ګواښ؛‌ پاکستان وايي دا ډول پای به دوه اړخیز وی

    د هند د لوی درستیز دا ګواښ چې پاکستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي، د اسلام اباد له جدي غبرګون سره مخامخ شوی دی. د شنبې پر ورځ د هند د پوځ لوی درستیز ویلي و "که پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ جاري‌ وساتي او د هند په خلاف له کړنو لاس وانخلي،‌ نو دا پرېکړه باید وکړي چې ایا د تاریخ او جغرافیې برخه پاتې کېدل غواړي که نه." د پاکستان پوځ ویلي، یوه خپلواک او د اټومي ځواک درلودونکي ګاونډي ته له نقشې د ورکولو ګواښ "د فکري وړتیا د نه درلودو، لیونتوب او جنګي جنون" ښودنه کوي.

  • ایران

    ګواښونه او پراخ پوځي چمتوالی، ایا د امریکا او ایران جګړه بیا پیلېږي؟

    د امریکا او اسرائیلو له لوري په ایران د برید لپاره د پراخو تیاریو له رپوټونو سره هممهاله د امریکا خلاف د ایراني چارواکو له پرلپسې ویناوو داسې اندیښنې پیدا شوې چې ښايي ډېر ژر پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه بیا پیل شي. په همدې نامعلوم حالت کې د شنبې پر ورځ تهران ته د پاکستان د کورنیوچارو وزیر محسن نقوي نا اعلان شوې سفر هم د ډېرو پام وراړولی دی.

  • ملخان

    افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو

    د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • ترکیه
  • Peshawar
  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • کراچۍ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي