BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, پنټاګون: تېرو دوو اوونیو کې د ایران په بریدونو کې نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ژوبل شوي
د ایران له اړخه بریدونو کې تر اوسه لږترلږه څلور امریکايي سرتېري وژل شوي هم دي. د دغو سرتېرو د ژوبلېدو راپور داسې حال کې ورکول کېږي، چې امریکا او ایران پر لسمه پرلهپسې شپه هم د یو بل پر اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی.
نورستان کې خونړی سېلاب؛ ۲۰ کسان مړه او د پارون د ښاروال په ګډون له سلو ډېر نور بېدرکه دي
د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې پر ورځ (د جولای ۲۰مه) د شړکنده باران پایله کې راوتلو سېلابونو پراخه مرګژوبله او ویجاړي اړولې ده. د لومړنیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه د لږترلږه ۲۰ کسانو مړینه تایید شوې او ویل شوي چې تر سلو ډېر نور بېدرکه دي. په بېدرکه کسانو کې د پارون ښاروال، دولتي کارکوونکي، عام ځايي خلک او هټیوال او همدا راز نورستان ته په چکر یو شمېر تللي سیلانیان شامل دي.
ولې انګلنډ پر تنکو ځوانانو د انرژي څښاک پلور بندوي؟
د انګلنډ حکومت ویلي چې د راتلونکي کال له اپرېله به په دغه هېواد کې له ۱۶ کلونو په کم عمره ماشومانو د ډېرې اندازې کافین لرونکو انرژۍ څښاکتوکو پلورل منع شي. د دغه محدودیت تر پلیتابه وروسته به په دوکانونو، رستورانتونو، چایخونو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او ان په انلاین بڼه پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د داسې څښاکتوکو پلورل غیرقانوني وي، چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین لري.
زینک څه شی دی او ولې ورته اړتیا لرو؟
زینک یو مهم منرال دی، چې زموږ بدن د ښې روغتیا لپاره په لږه کچه ورته اړتیا لري. زموږ بدن د نورو منرالونو په څېر زنک نه شي تولیدولای، نو ځکه باید دا د خوړو له لارې ترلاسه کړو. ځکه چې بدن نشي کولای زنک په ډېره اندازه ذخیره کړي، نو اړینه ده، چې په منظم ډول یې استعمال کړو، چې په بدن کې یې کچه د اړتیا وړ او سالمه پاتې شي.
د عکسونو البوم: د فوټبال نړیوال جام کې د اسپانیا اتلولي
اسپانیا د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام وګاټه او دا دویم ځل شو چې دغه هېواد د فوټبال نړیواله اتلولي ګټي. اسپانیا په پایلوبه کې ارجنټاین ته چې سږکال یې د خپلې اتلولۍ دفاع کوله، یو - صفر ماته ورکړه. دلته د دې سیالۍ له پای ته وروسته په لوبغالي کې ځینې اخیستل شوي عکسونه ګورئ.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی. د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































