BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
لبناني چارواکي : اسرائیلي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی
د لبنان عامې روغتیا وزارت چاوراکي وايي، له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د اسرائیل او حزب الله تر منځ د جګړې په ترڅ کې د اسرائیلي بمباریو له کبله په لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰۰ تنو اوښتی دی. یاد وزارت د وژل شویو کسانو کره شمېر ۳۰۲۰ تنه یاد کړی دی. د دومره ډېرو کسانو وژل کېدو یادونه په داسې حال کې کېږي، چې له یوه نازک اوربند سره سره د جګړې زور کمېدو هېڅ نښې، نښانې نه لیدل کېږي.
ژوول څنګه د دماغ فعالیت زیاتوي؟
که څه هم دا خبره په پراخه کچه معلومه ده چې ډېر ژوول هضم ښه کوي، ځینې څېړنې ښيي چې دا د دماغ فعالیت هم زیاتولی شي او ښايي ان د الزایمر ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي. هوراس فلېچر، چې شنه ګندنه یې تر تېرولو مخکې ۷۲۲ ځله ژوولې وه، د "ستر ژوونکي" لقب یې ترلاسه کړی و. دغه امریکايي د تغذیې متخصص باور درلود چې خواړه باید "تر هغه وخته وژول شي چې بشپړ مایع شي" او "تقریباً پخپله تېر شي".
ټرمپ وايي د خليج هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران نوی برید ځنډولی دی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې پر ایران د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوی پوځي برید یې د "جدي مذاکراتو" په پار د خليجي هېوادونو په غوښتنه ځنډولی دی. نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ، ټروت سوشل يو پوسټ کې ليکلي چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو مشرانو ترې پر ایران د نه برید کولو غوښتنه کړې ده.
امریکا کې پر یوه اسلامي مرکز وسله وال برید؛ په جومات کې دری تنه او بهر دوه مشکوک بریدګر وژل شوي
د امریکا په کليفورنيا کې د سان ډياګو ښار په تر ټولو ستر جومات کې د ډزو له کبله دری تنه وژل شوی دي. پوليس وايي دوه تنه مشکوک بریدګر هم په دې پېښه کې وژل شوي دي. د سان ډياګو د پوليسو مشر سکاټ وال له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا مهال په سیمه کې بل ګواښ نشته او له هغو کسانو سره چې په دې پېښه کې یې خپلوان له لاسه ورکړي غمشريکي یې ښودلې ده.
د انګریز کانال له لارې بریتانیا ته د ناقانونه راتګ لګښت څنګه پرې کېږي؟
د بي بي سي یوې څېړنې موندلې چې انساني قاچاقچیان کډوالو ته لارښونه کوي چې له انګریز کاناله په ناقانونه توګه د اړولو پیسې په بریتانیا کې د ثبت شویو کاروبارونو د یوې شبکې له لارې ورکړي. موږ په پټه د لندن په سوېل ختیځ کې د یوه دوکان د کارکوونکو ویډیو ثبت کړې ده. دوی یوه څېړونکې ته چې خپله اصلي دنده یې نه ده ورښودلې وايي، نږدې ۳۰۰۰ پونډ نغد ورکولی شي چې په فرانسې کې یې یوه قاچاقبر ته واستوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
لارۍ چلوونکي: د پاکستان حکومت دې افغانستان کې بندو باروړونکو ګاډو ته د ستنېدو اجازه ورکړي
د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله په تېرو اتو مياشتو کې افغانستان کې بندو پاکستاني باروړونکو او چلوونکو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د خيبر ولسوالۍ لنډي کوتل په تکیه سيمه کې د پاک - افغان لويې لارې پر سر احتجاج روان دی. دوی خبرداری ورکړ، که درېیو ورځو کې افغانستان کې بندو پاتې پاکستاني بار وړونکو او ګاډو ته یې پاکستان ته ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو دوی به د احتجاج په توګه پاک-افغان لویه لاره وتړي.
د ښاري ژوند پر څرنګوالي نړیواله غونډه: افغانستان دې لړ کې څه ډول ننګونو سره مخامخ دی
د اذربایجان پلازمېنه باکو د یوې سترې نړیوالې غونډې کوربه دی چې د طالبانو حکومت د استازو تر څنګ پکې له له ۱۸۲ هېوادونو څخه له ۴۰ زرو ډېر کسانو ګډون کړی دی. په دې شپږ ورځنۍ غونډه کې د ښاري ژوند په برخه کې د شته ستونزو، اقلیمي بدلون، جګړو او نورو کړکېچونو له امله د بې کورۍ پر مسله غور کېږي.
افغانستان کې بزګران: د غنمو پر فصلونو د ملخانو اپت اندېښمن کړي یوو
د وچکالۍ او نورو طبیعي ستونزو ترڅنګ دا مهال د کفشک او ملخانو اپت په افغانستان کې د کرهني او کروندګرو لپاره یوه بله ستونزه ګرځېدلې. په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت مني چې په ځینو ولایتونو کې پر فصلونو او په ځانګړې توګه پر غنمو د کفشک نامه حشرې ترڅنګ ملخانو هم حملې کړي دي.
تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟
د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۹ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































