BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د امریکا د بریدونو اتمه پرلپسې شپه پای ته ورسېده؛ ایران وایي، په کویت کې یې د امریکا پر اډو د ډرون بریدونه کړي
د ایران پوځ وايي، پر ملکي سیمو د بریدونو په ځواب کې یې د کویت په العدیري او علي السالم امریکايي اډې د انتحاري ډرونونو په وسیله په نښه کړې دي. له دې مخکې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) ویلي وو چې د پرلپسې اتمې شپې بریدونو په ترڅ کې یې د ایران ساحلي څارنیز تاسیسات، د توغندیو زېرمتونونه او د ډرونونو زیرمې په نښه کړې دي.
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د درېیم مقام پر سر د انګلنډ او فرانسې له ګولونو ډکه سیالي او د اېمباپې نوي ریکارډونه
انګلنډ د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام کې د درېیم ځای خپلولو لپاره له ګولونو او هیجانه په یوه ډکه سیالۍ کې فرانسې ته د ۴ ګولونو مقابل کې پر ۶ ګولونو ماته ورکړه. د انګلنډ او فرانسې ترمنځ دا سیالي د امریکا متحدو ایالتونو په میامي لوبغالي کې کېده. انګلند د ۱۹۶۶ کال فوټبال نړیوال جام له ګټلو پرته، په بل نړیوال جام کې دومره مخ ته نه وو تللی.
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
د مسي او ځوان يامال مخامخېدل: د حمام ټب کې له عکسه د نړيوال جام تر پايلوبې پورې
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې ارجنټاين او هسپانيا پايلوبې ته رسېدلي دي. دا هغه ارمان دی، چې ډېرو هېوادونو، لوبډلو او لوبغاړو ورته کلونه انتظار ايستلی، خو نه دي بريالي شوي. د بېلګې په توګه، د برېتانیا د فوټبال ملي لوبډله له تېرو ۶۰ کلونو راهيسې د نړيوال جام پايلوبې ته د رسېدو هڅه کوي، خو تر اوسه نه ده بريالۍ شوې. هسپانيا او ارجنټاين، چې د نړۍ د فوټبال له سترو ځواکمنو لوبډلو څخه دي، د يکشنبې په ورځ (۲۸ سرطان) د دوی لوبه او مخامخکېدل د فوټبال مينهوالو لپاره ډېر په زړه پورې دي.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د بیو د کنټرول هڅه: د طالبانو حکومت د واردېدونکو نفتي توکو د کیفیت معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړل
د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت، چې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی چې په نړیوالو بازارونو کې وروستیو بدلونونو او د تېلو په نړیوالو بیو کې پاموړ زیاتوالي ته په کتو یې د تېلو او ګازو وارداتو لپاره د کنټرول معیارونه په لنډمهاله ډول بدل کړي دي.
جبري واده؛ په اېټالیا کې څنګه یوه پاکستانۍ نجلۍ خپل مور او پلار ووژله؟
د ثمن عباس په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په خټه پاکستانۍ وه او په اېټالیا کې اوسېده، خپلې کورنۍ په ۲۰۲۱ کې ووژله. لامل یې دا و چې د کورنۍ په خوښه یې په پاکستان کې له یوه هلک سره له واده انکار کړی و.
بریتانیا: هر کال له افغانانو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوو
د بریتانیا پارلمان وايي له افغانانو سره یې خپله دوامداره ژمنتیا یوځل بیا تازه کړې او پرېکړه شوې چې په راتلونکو درېیو کولنو کې به هر کال د افغانستان له خلکو سره ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته کوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۸ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































