BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
نورستان کې خونړی سېلاب: تر دې دمه ۲۳ کسان مړه او د طالبانو د حکومت یو شمېر ځایي کارکوونکي بېدرکه دي
د طالبانو حکومت وایي، په نورستان کې د سېلابونو له کبله تر دې دمه لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان په ختیځ نورستان کې د دوشنبې پر ورځ (د جولای ۲۰مه) د شړکنده باران پایله کې راوتلو سېلابونو پراخه مرګژوبله او ویجاړي اړولې ده. دا شمېر د طالبانو حکومت کې له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې شریک کړی او ویل یې دي، چې د بدلون احتمال پکې شته دی.
ژوندۍ پاڼه, قطر د اوښتو زیانونو د جبران لپاره یې له ایرانه د تاوان غوښتنه کړې
قطر ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته په استول شویو لیکونو کې ویلي چې د دوی د خاورې پر ضد د ترسره شویو بریدونو بشپړ حقوقي مسئولیت د ایران پر غاړه دی او د ټولو اوښتو زیانونو د جبران لپاره یې د تاوان غوښتنه کړې ده. بل لور د ایران سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکايي شرکت امازون پر زېربناوو برید کړی دی.
نورستان کې سېلابونه: د انځورونو په دې البوم کې د سېلابونو ویجاړۍ وګورئ
د افغانستان په ختيځ نورستان ولایت کې دوشنبې مازديګر (۲۰ جولای) د سختو سېلابونو له کبله درنه مرګژوبله اوښتې وه او د دې تر څنګ یې ګڼ مالي زيان یې هم اړولی دی.
د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟
په وروستیو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.
ولې انګلنډ پر تنکو ځوانانو د انرژي څښاک پلور بندوي؟
د انګلنډ حکومت ویلي چې د راتلونکي کال له اپرېله به په دغه هېواد کې له ۱۶ کلونو په کم عمره ماشومانو د ډېرې اندازې کافین لرونکو انرژۍ څښاکتوکو پلورل منع شي. د دغه محدودیت تر پلیتابه وروسته به په دوکانونو، رستورانتونو، چایخونو، د خرڅلاو اتومات ماشینونو او ان په انلاین بڼه پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو د داسې څښاکتوکو پلورل غیرقانوني وي، چې په هر لیټر کې له ۱۵۰ میلی ګرامه زیات کافین لري.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ځمکې په څېر یوه لرې سیاره کې د مېشتېدو لپاره ځینې نښې موندل شوې
څېړونکو د لومړي ځل لپاره د یوې ډبرینې او د ځمکې په څېر سیارې شاوخوا فضا موندلې. د څېړنې ډلې ویلي، دا موندنه تر اوسه تر ټولو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې ښايي زموږ له لمریز نظامه بهر هم د ځمکې په څېر د ژوند لپاره مناسبې نړۍ موجودې وي. هغه ګاز چې په دې فضا کې موندل شوی، هېلیم دی.
د روسیې او اوکرایین جګړه: پر کیېف "تر ټولو لوی او پراخ بالسټیکي برید" شوی
روسیې د اوکرایین پر پلازمېنې کیېف د بالسټیک توغندیو او ډرونونو په وسیله پراخ بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا د روسیې د یرغل له پیل راهیسې پر کیېف «تر ټولو لوی بالسټیکي برید» بللی دی. د اوکرایین چارواکو په وینا، د شپې لخوا د کیېف او د دې ښار د شاوخوا سیمو ځینې برخې په نښه شوې دي.
خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې عملیات؛ د کورونو نړول او د هویت پلټنې زیاتې شوې
د افغان کډوالو د ایستلو په اړه پاکستان د تګلارې له سختېدو وروسته، د دغه هېواد چارواکو په خیبر پښتونخوا ایالت کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. له همدې امله، په دې سرحدي سیمه کې د افغان مېشتو سیمو اوسېدونکو په دې اونۍ کې په بیړه خپل توکي ټولول پیل کړل، په داسې حال کې چې ځینو نورو په خپلو کورونو کې ځانونه پټ کړل.
تاشکند په ازبکستان کې د اسلام په تړاو د طالبانو د امر بالمعروف وزیر ته منسوب راپور ناسم وباله
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې ګواکې د افغانستان د اوسني حکومت یوه چارواکي د ازبکستان په اړه نیوکې کړې دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































