BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • په امارتو کې له ښاغلي مودي تود هرکلی وشو

    تود هر کلی، دفاعي تړون او درنه پانګونه: عرب اماراتو ته د نرېندرا مودي سفر ولې مهم دی؟

    د هند او متحده عرب اماراتو تر منځ د دفاعي همکاریو په داسې قانوني چوکاټ هوکړه شوې چې له مخې به یې دواړه هېوادونه له یوه بل سره نوې دفاعي ټېکنالوژي او استخباراتي معلومات شریکوي او د ترهګرۍ خلاف همکاريو باندې به خپل تمرکز لا ډېروي.

  • نایجیریا له امریکا سره همکاري کوي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي

    ټرمپ: امریکايي او نایجیریايي ځواکونو د داعش یو مهم مشر وژلی دی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکايي او نایجیریايي ځواکونو په افریقا کې په ګډو پوځي عملیاتو کې په نړیواله کچه د اسلامي دولت یا داعش د مشرتابه دویم جګپوړی کس وژلی دی. ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل لیکلي چې "په نړۍ کې تر ټولو د فعال ترهګر ابو بلال المنوکي لمنځه وړلو" لپاره دا ګډ پوځي ماموریت له کومې ستونزې او خنډ پرته ترسره شوی دی. واشنګټن په ۲۰۲۳ کال کې المنوکي د ترهګرو ځانګړي نړیوال لیست ته اچولی و. دا په ۲۰۱۹ کال کې د اسلامي‌ دولت یا داعش د مخکیني مشر ابو بکر البغدادي له وژل کېدو راوروسته پر دې ډلې تر ټولو سخت ګوزار دی.‌

  • President Trump and President Xi sitting on chairs in a room filled with ornamnetal Chinese furnitiure

    له شي جینپینګ سره له لیدنې وروسته ټایوان ته د ټرمپ خبرداری:‌ خپلواکي مه اعلانوئ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې له چین دې په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان نه کوي. د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ، په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې، فاکس نیوز ته وویل: "زه نه غواړم څوک خپلواکي اعلان کړي." د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي مخکې ویلي وو چې ټایوان رسمي خپلواکۍ اعلانولو ته اړتیا نه لري، ځکه چې هغه لا دمخه ځان یو خپلواک هېواد ګڼي.

  • اېبولا - یوه ښخینه ډاکتره چې طبي دستکشې یې لاس ته او ماسک مخ ته اچولی ستن کې واکسین راخلي

    د کانګو په ختیځ کې د ایبولا نوې څپې له کبله د مړینو شمېر ۸۰ ته لوړ شوی

    په افریقا کې تر ټولو مهمې روغتیايي ادارې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ایتوري ولایت کې د ایبولا د نوې څپې د خپرېدو اعلان وکړ. په افریقا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (Africa CDC) ویلي چې تر دې دمه دغلته د اېبولا شاوخوا ۲۴۶ پېښې او ۸۰ مړینې ثبت شوې دي. د دغې ادارې په وینا له دوی ډېرې پېښې د سرو زرو کانونو په درلودونکو ښارونو مونګوالو او روامپارا کې ثبت شوې دي.

  • د روسیې دفاع وزارت د سرمات توغندیو سیسټم د ازموینې انځورونه خپاره کړي دي.

    د روسیې سرمات توغندی چې "۳۵۰۰۰ کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی" شي

    دا بالیستیک توغندی، چې سرمات نومېږي، روسیې یې د بریالۍ ازموینې اعلان کړی. د دغه هېواد د ستراتېژیکو توغندیو ځواکونو قوماندان سرګي کاراکایوف په یوه راپور کې ولادیمیر پوتین ته د دغه توغندی د جوړېدو خبر ورکړ. هم مهاله د روسیې دفاع وزارت هم د یاد توغندی د توغولو د لومړنیو شېبو وېډیو خپره کړې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • خویندې
  • Children
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • کپتان
  • Keyframe #1
  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي