ژر ویده شئ، ژور خوب وکړئ او زرګونه ډالر وګټئ

د ویډیو تشریح، ژر ویده شئ، ژور خوب وکړئ او زرګونه ډالر وګټئ
ژر ویده شئ، ژور خوب وکړئ او زرګونه ډالر وګټئ
د خپرېدو وخت

په جاپان کې خوب په یوې سیالۍ بدل شوی؛ توکیو ښار کې لسګونو ګډونوالو د ۹۰ دقیقو لپاره د ژر او ژور خوب کولو سیالي وکړه، چې د ۱۴ زره ډالرو په ارزښت جایزه وګټي.

په دې سیالۍ کې چې د توشکو یوه شرکت جوړه کړې وه، د ګډونوالو د خوب د کیفیت د څارنې ځانګړي وسایل وکارول شول، چې په ډاګه شي څوک ژر ویدېږي او څوک ژور خوب کوي.