کابل او افغاني موسیقۍ سره د سندرغاړې 'زیب' تړلي یادونه
کابل او افغاني موسیقۍ سره د سندرغاړې 'زیب' تړلي یادونه
د خپرېدو وخت
د پاپ موسیقۍ او فولکلور نغمو له منځه کله کله داسې یو غږ راپورته کېږي، چې یوازې سندرې نه وايي، بلکې له ځانه سره د یوه نسل یادونه، خاطرې او کلتور راژوندی کوي.
له دې غږونو یو زیبالنسا همایون بنګښ ده.
هغه سندرغاړې چې پاپ موسیقي د پښتو او دري موسیقۍ له فولکلور سره ګډوي او داسې یو خوږ امنتزاج ترې جوړوي، چې اوسنی وخت له تېر سره تړي.
پښتونخوا او افغانستان کې یې له "پیمانه بده" او "بيبي صنم" سندرو سره د ګڼو کسانو یادونه تړلي.
آغلې بنګښ په دې مرکه کې تورپېکۍ غرنۍ سره د خپلو هنري فعالیتونو، موسیقۍ سره د مینې، او (کابل ته د مینې لیک) په نامه د سندریز البوم په اړه غږېدلې. د موسیقۍ په قالب کې هغه وطن ته لیک چې په زړه کې یې ځانګړې ځای لري.



