فيفا کې د فساد په تړاو تازه اسناد موندل شوي

جک وارنر چې اوس ترې د امريکا د فدرالي پلټنو اداره د فساد په اړه تحقيقات کوي ټولې ادعاوې رد کړي، ويلي يې دي چې ناسم کار يې نه دی کړی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، جک وارنر چې اوس ترې د امريکا د فدرالي پلټنو اداره د فساد په اړه تحقيقات کوي ټولې ادعاوې رد کړي، ويلي يې دي چې ناسم کار يې نه دی کړی.
د خپرېدو وخت

بي بي سي داسې اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي هغه لس ميليونه ډالر چې د پخواني مشر سپ بلاټر د مرستيال جک وارنر تر کنټرول لاندې حساب ته اچول شوي، څنګه لګول شوي دي.

دغه پيسې چې د جنوبي افریقا له لوري د ۲۰۱۰ کال د نړیوال جام له کوربتوب وړاندې ورکړای شوې وې ټاکل شوې وه په کارابین حوزه کې د افريقايي ټولنې د فوټبال د ودې لپاره ولګول شي.

خو تازه اسناد ښيي، چې ښاغلي وارنر دا د نغدو پيسو وېستلو، شخصي پورونو او پيسو وينځلو په توګه کارولي دي.

د دغو پيسو نژدې نيمايي يې د ښاغلي وارنر په هېواد کې زنځيره يي سوپر مارکېټونو ته ورکړای شوي دي.

امريکايي څارنوالان وايي د وارنر حساب ته د اچول شويو پيسو يوه لويه برخه بېرته په ځايي پيسو اړول شوي او ښاغلي وارنر ته ورکړای شوي دي.

خو ۷۲ کلن جک وارنر چې اوس ترې د امريکا د فدرالي پلټنو اداره د فساد په اړه تحقيقات کوي ټولې ادعاوې رد کړي، ويلي يې دي چې ناسم کار يې نه دی کړی.

د فوټبال نړیوالې ادارې فيفا ويلي دوی له پلټنو سره مرسته کوي.

تر دې وړاندې ښاغلي وارنر خبرداری ورکړی و، چې د فوټبال په نړیواله اداره فيفا کې به د فساد په اړه هر څه ووايي.

په فيفا کې د فساد رسوايي شاوخوا شپږ ورځې وړاندې د دغې ادارې د اوو لوړپوړو کسانو په نيولو نوي پړاو ته داخل شوه.

دغه کسان د امريکا د فدرالي ادارې د پوليسو په غوښتنه نيول شوي دي.

د امريکا د پلټنو فدرالي اداره وايي په فيفا کې د شاوخوا ۱۵۰ ميليونه ډالرو بډو په اړه خبر ور رسېدلی دی.

د دغه کړکېچ په پراخېدو او د فوټبال پر مشر سپ بلاټر له نيوکو وروسته ښاغلي بلاټر له بیا ټاکل کېدو يوازې پنځه ورځې وروسته له دندې د لرې کېدو اعلان وکړ.