سېنټکام: د ایران پنځه تېل وړونکي بېړۍ مو له منځه یووړې؛ سپاه: دوه امریکایي جنګي بېړۍ او اته نفت وړونکي بېړۍ مو په نښه کړي
د ایران او امریکا ترمنځ د فارس خلیج په سیمه کې د بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده. د سې شنبې شپې په نیمایي کې او څو ساعته وروسته له هغې چې سپاه پاسداران د امریکا د یوې بې پیلوټه اوبتل د "ښکار" خبر ورکړ او انځورونه یې خپاره کړل، سېنټکام اعلان وکړ چې د خپلو بېړیو پر وړاندې د ایران د برید په غبرګون کې یې پر پنځو ایراني نفت لېږدوونکو برید کړی او هغه یې "له منځه وړي" دي.
سپاه پاسداران هم ادعا کړې چې په غچ اخیستونکو توغندیزو بریدونو کې یې دوه امریکایي جنګي بېړۍ او ۸ تېل لېږدوونکې په نښه کړي او توانېدلی چې په اردن کې د امریکا د F-15، F-16 او F-35 جنګي الوتکو د ساتنې ځایونو ته "زیان" ورسوي.
سپاه پاسداران چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د څو اعلامیو په خپرولو په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو د خپلو توغندیزو بریدونو خبر ورکړی و، په وروستۍ اعلامیه کې ادعا کړې چې د ایران پر ۵ تېل وړونکو د امریکا د برید په غبرګون کې د سپاه سمندري ځواک پر "دوو امریکایي بېړیو او اتو نفت لېږدوونکو" برید کړی او هغوی ته یې "ډېر زیانونه" اړولي دي.
په دې اعلامیه کې چې د چهارشنبې د سنبلې د ۱۸مې نېټې په سهار خپره شوې، دا ادعا هم شوې چې "۱۰ سرغړوونکو بېړیو" چې د سپاه سمندري ځواک په وینا یې غوښتل د "هرمز تنګي له ممنوعې او ناامنې سیمې" تېرې شي، هم په نښه کړې دي.
دا راپورونه تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.
خو سېنټکام د سې شنبې د شپې په نیمایي په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې د ایران د ۵ نفتکشونو په نښه کول یې د خپلو جنګي بېړیو پر وړاندې د برید په غبرګون کې ترسره کړي او زیاته کړې یې وه چې دغو جنګي بېړیو ته زیان نه دی رسېدلی او خپلو ماموریتونو ته دوام ورکوي.
د سېنټکام په اعلامیه کې راغلي چې امریکایي بېړۍ په بریالیتوب سره د ایران له توغندیزو بریدونو څخه وتښتېده او د سیمې په اوبو کې یې خپلې ګزمې ته دوام ورکړ. د دې قوماندانۍ په وینا، په دغو بریدونو کې هېڅ امریکایي ځواک ته زیان نه دی رسېدلی.
په تېرو څو ورځو کې د امریکایي بېړیو پر وړاندې د ایران د توغندیزو بریدونو موضوع د دواړو لورو ترمنځ له مهمو ننګونو یوه ګرځېدلې ده.
یو ایراني چارواکي څو ورځې مخکې ویلي وو چې د دغه هېواد ځواکونو توانېدلي چې د بېړۍ ضد توغندیو په وسیله د امریکایي بېړیو تر نژدې واټن پورې هدف ونیسي.
امریکا د خپلو بېړیو په نښه کېدل رد کړي، خو د دغو هڅو په غبرګون کې یې د ایران د نفتکشونو په نښه کول پیل کړي دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ غچ اخیستونکي بریدونه په تېره اونۍ کې لا ډېر شوي دي، هغه هم له هغو بریدونو څه باندې شپږ میاشتې وروسته چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد پیل کړي وو.
د دې وضعیت په غبرګون کې د اسیايي بازارونو په راکړه ورکړه کې د نفتو بیې لوړې شوې. د برېنټ خامو نفتو بیه، چې د نړیوالو تېلو بازار شاخص ګڼل کېږي، د ۱.۵ سلنه لوړوالي سره هر بیرل ۹۹.۳۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
پزشکیان: "ایران به خپل مقاومت ته دوام ورکړي، تر هغه چې بریدګر پښېمانه شي"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د کورنیو چارو په برخه کې، د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې عبدالرؤوف اسحاقي، چې د سیستان او بلوچستان ولایت د بارود ولسوالۍ کې د بسیج ځواکونو یو پوځي قوماندان و، وژل شوی دی، خو د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه سملاسي څرګنده نه ده چې د دې برید تر شا څوک دي.
ایراني چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په یوه عملیاتو کې، چې د اسلامي ډلو پر پټنځایونو ترسره شول، درې کسان وژل شوي او نهه نور نیول شوي دي. پر دغو ډلو تور لګېدلی چې د سیستان او بلوچستان ولایت کې د اسرائیل او امریکا په ګټه فعالیت کوي.
سیستان او بلوچستان، چې له پاکستان او افغانستان سره ګډه پوله لري، له اوږدې مودې راهیسې د ایران د امنیتي ځواکونو، یاغیانو او د نشه یي توکو قاچاقبرانو ترمنځ د نښتو شاهد دی.
سیستان او بلوچستان، چې د ایران له تر ټولو بېوزلو ولایتونو ګڼل کېږي، د بلوڅ اقلیت د ګڼ شمېر وګړو ګډ کور دی، چې ډېری یې سني مسلمانان دي.






















