ټرمپ: امریکا ښايي ډېر ژر د ایران 'کوه کلنګ' په نښه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له خبریالانو سره په مرکه کې وویل امریکا ښايي ډېر ژر د ایران په "کوه کلنګ" (چې لوېدیځې رسنۍ یې د Pickaxe Mountain په نوم یادوي) برید وکړي.
کوه کلنګ تر ځمکې لاندې د تونلونو یوه ټولګه ده چې د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري.
ټرمپ وايي، امریکا د فضايي او استخباراتي وړتیاوو له پلوه تر ټولو مخکښ هېواد دی.
هغه زیاته کړه: ''موږ د هر هغه کس په اړه معلومات لرو چې په کوه کلنګ کې خوځښت کوي. موږ په ټول ایران کې د خلکو د تګ راتګ په اړه معلومات لرو.''
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ: ''که څه ناسم رامنځته شي، موږ به ایران په نښه کړو، او په ډېر شدت سره به یې په نښه کړو.''
د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ټرمپ وویل چې ده ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی دی.
هغه ادعا وکړه: ''که موږ هلته مداخله نه وای کړې، نن به اسرائیل موجود نه وای، منځنی ختیځ به موجود نه وای، او ډېر احتمال و چې وروسته به هغوی اروپايي ښارونه او زموږ ښارونه هم په نښه کړي وای. خو موږ هغوی د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ودرول.''
ټرمپ د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وویل چې له ایران سره شخړه د امریکا لپاره ''لویه مسئله نه ده.''
له دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې له ایران سره روانه شخړه ''جګړه'' نه بولي.
د جمعې په ورځ یوه خبریال وپوښتل چې که دا وضعیت جګړه نه وي، نو څه نوم باید ورکړل شي؟
ټرمپ په ځواب کې وویل: ''ګورئ، ډېر خلک دې ته جګړه نه وايي. زه یې یو پوځي شخړه بولم، ځکه زموږ لپاره دا نسبتاً کوچنۍ مسئله ده. دا کومه لویه خبره نه ده. موږ په وینزویلا کې عملیات ترسره کړي وو او هلته مو ځاني تلفات نه درلودل. له ایران سره په شخړه کې موږ ۱۸ کسان له لاسه ورکړي دي، خو په ویتنام کې مو نږدې سل زره کسان له لاسه ورکړي وو.''
(کلنګ غر)

د عکس سرچینه، Reuters
(کلنګ غر)، چې بشپړ نوم یې "کوه کلنګګزلا" دی، د ایران اصفهان ولایت د زاګروس په غرنۍ لړۍ کې او د نطنز اټومي تأسیساتو ته نژدې (نژدې یو مایل لیرې) سوېل کې یو لوړ غر دی.
د دغې سیمې د سرچېنې ساحه نژدې یو مربع مایل اټکل شوې او د سپوږمکۍ عکسونو له مخې، په ختیځ او لویدیځ لوري کې دوه تونلونه لري.
ځمکې لاندې تأسیسات
په ۱۳۹۹ (۲۰۲۰) کال کې نطنز ته نژدې له چاودنو وروسته، د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان هغه وخت مشر علي اکبر صالحي اعلان وکړ چې ایران به د نطنز نژدې په یوه غر کې "عصري، پراخ او کامل" تأسیسات جوړ کړي. د سپوږمکۍ د عکسونو پر بنسټ، په کلنګ غر کې د کیندلو عملیات د ۲۰۲۰ کال له مني پیل شول او په ۲۰۲۱ کال کې ګړندي شول.
ایران د دغې سیمې رسمي موخه "د پرمختللو سنټریفویجونو تولید او راټولول (مونتاژ)" اعلانونې کړې؛ خو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) پلټونکو تر اوسه د دغې سیمې د کارونې د تصدیق لپاره د بشپړ لاسرسي اجازه نه ده موندلې. ځینو کارپوهانو احتمالي ګڼلې چې دا ځای د بډایه شویو یورانیمو د شتمنیو د خوندي ساتلو یا له مخفي غني کولو لپاره په نظر کې نیول شوی وي.
رافائل ګروسي د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې وویل، د احتمال لرونکې اټومي کارونې په اړه د ایران اعلان ته په پام سره، د اژانس پلټونکي باید دغه ساحې ته د لاسرسي امکان ولري. خو ایران وایي ترڅو چې اټومي توکي یو مرکز ته نه وي داخل شوي، هغه ځای لزوماً د ضمانتونو لاندې اټومي تأسیسات نه ګڼل کېږي. اژانس له دې نظر سره موافق نه دی او وایي چې د "اصلاح شوي ۳/۱ کوډ" له مخې، د ډیزاین معلومات باید د جوړولو له پرېکړې نیولو له مرحلې وړاندې شي.

د عکس سرچینه، Reuters
په ۱۴۰۵ (۲۰۲۶) کال کې د برید ګواښ
کلنګ غر له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې پر مهال په یوه خبري موضوع بدل شو.
دا ساحه د ایران پر اټومي سایټونو په پوانیو بریدونو کې ناڅپلې پاتې شوې وه. د ۱۴۰۵ کال په تیر او شهریور (جون/سپتمبر ۲۰۲۶) کې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ځلې ګواښ وکړ چې دا ځای برید لاندې راولي او ویې ویل چې په نږدې وخت کې او "په سختۍ" برید پرې کېدونکی دی.
د روان کال د جون وروستیو کې د اسرائیلي استخباراتي چارواکو د ارزونې پر بنسټ، احتمال ورکړل شو چې ایران د خپلو غني شویو یورانیمو د ذخیرو یوه برخه کلنګ غره ته لیږدولې وي.


















