له پاکستانه د روغتیا برخې افغان محصلانو د ایستلو په اړه پراخ غبرګونونه څرګند شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
افغان محصلانو ته پاکستان کې د طبي زدکړو شورا (پياېمډيسي) اړوندو طبي بنسټونو او ادارو ته امر کړی چې نویو افغان محصلینو ته په دې ادارو کې د زدکړو لپاره د داخلې له ورکولو ډډه وکړي. دپياېمډيسي په یوه لیک کې چې وړمه ورځ خپور شو، د پاکستان طبي شورا د یوه مخکیني لیک (جولای ۳۱مه) په حواله د روغتیايي زدکړو ادارو ته لارښوونه شوې، چې ''تر امر ثاني پورې د افغان اتباعو لپاره په دې ادارو کې د داخلې، ځای ورکولو، تبادلې او سفر په ګډون د هر ډول اسانتیا چمتو کولو لپاره د د یاد لیک له لارښوونو سره سم باید عمل وشي.''
په لیک کې دغه راز راغلي، چې ''په تکرار سره یادونه کېږي، چې هغه افغانان چې د پاکستان په روغتیايي تعليمي ادارو کې په زدکړو بوخت دي، باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.''
په لیک کې له اړوند تعلیمي ادارو غوښتل شوي، چې باید له پالیسي سره سم افغانستان ته د افغان محصلینو ستنولو لپاره ټولې اړوندې رسمي چارې تر سره کړي.
د پاکستان دې پرېکړې پاکستان کې دننه، افغانستان او په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي، چې دلته یې ځینې دغه غبرګونونه راخیستل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
کله چې له چارواکو د افغان محصلانو د راپور شوي ایستلو په اړه وپوښتل شول، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان "ډان" ورځپاڼې ته وویل:
"د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان (IFRP) له مخې، د هر هغه بهرني وګړي پاتې کېدل چې معتبره وېزه او پاسپورټ ونه لري، ناقانونه دي او اړوند کس د ایستلو (اخراج) وړ ګرځي".
ښاغلي خان زیاته کړه چې پاکستاني چارواکي لا هم د افغان محصلینو د وېزو د تمدید غوښتنلیکونه "زموږ د موجوده پالیسۍ، قوانینو او مقرراتو له مخې" څېړي او پروسس کوي."
د یوې طبي پوهنتون رئیس هم تایید کړه چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) لارښوونې ور رسېدلې دي او تعلیمي ادارو د شورا د سپارښتنو له مخې د افغان محصلانو د معلوماتو راټولول پیل کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
هغه وویل: "زموږ په لیسانس او لوړو زکړو پروګرامونو کې یو شمېر افغان محصلان وو. که څه هم موږ ته د معلوماتو د وړاندې کولو لارښوونه شوې وه، خو دا نه وو راته ویل شوي چې ولې دا ګام اخیستل کېږي".
د پاکستان د حکومت په یاد لیک کې ویل شوي، چې د پاکستان روغتیايي علومو شورا دا پرېکړه به د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تعلیمي کال لپاره عملي کېږي.
پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو ښځینه محصلینې او هغه محصلین هم پکې شامل دي، چې پاکستان ته د بورسونو یا سکالرشپونو له ترلاسه کولو وروسته د زدکړو لپاره تللي وو.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دې هکله ''ژوره اندېښنه'' ښودلې ده. په یوه اېکس پیغام کې چې د سفارت پر پاڼه تېره ورځ خپور شوي، له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي، چې: "د پوهې، زدکړې او بشري اړیکو په څېر حیاتي برخې باید له سیاسي اختلافاتو خوندي وساتل شي. تحصیلي او علمي فرصتونه باید د سیاسي اختلافاتو یا تحولاتو له امله اغېزمن نه شي".
سفارت زیاتوي، ''موږ باور لرو چې دغه اقدام به د افغان محصلینو پر علمي پرمختګ او راتلونکي جدي اغېزې ولري. دغه محصلین د قانوني او رسمي لارو چارو له مخې خپلو زدکړو ته داخل شوي او د کلونو کلونو هڅو، وخت، مالي لګښتونو او شخصي قربانیو وروسته اوس د خپلو تعلیمي پروګرامونو د بشپړولو په پړاو کې دي.''
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت د پاکستان له تعلیمي چارواکو او همدارنګه د طبي، تعلیمي، بشري او مسلکي برخو له اړوندو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغان محصلینو د علمي حقونو د خوندیتوب لپاره جدي پاملرنه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی وکولای شي خپلې زدکړې له خنډ او غیرضروري ستونزو پرته بشپړې کړي.
د طالبانو حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویلي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د زد کړو او علمي فعالیتونو پر مهال له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته به په هېواد کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د یاد وزارت په وینا افغان محصلانو ته به د خپلو زدکړو د دوام او استادانو ته به په هېواد کې د تدریس او علمي فعالیتونو د دوام زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طب په برخه کې د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه "نا انساني" او "د خواشینۍ وړ" وبلله:
"له بده مرغه هغه ګام چې پاکستان د افغان طب محصلانو د ایستلو په اړه اخیستی او محدودیتونه یې پرې لګولي دي، د خواشینۍ وړ دی او بشپړ ناانساني عمل دی، لومړی خو موږ دا غواړو چې له دې کاره لاس واخلي، دویم دا چې افغانستان کې د لوړو زدکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري تر هرځایه یې چې خپل تحصیل رسولی وي، هغه بشپړ کړي. "
د بښنې نړیوال سازمان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) د پاکستاني چارواکو دا پرېکړه ''په ښکاره ډول تبعیضي او خپلسري'' بللې ده.
ایمنسټي انټرنېشنل په یوه پیغام کې په ځانګړې توګه د ښځینه محصلینو په هکله وايي، "د دې محصلینو له ډلې ډېرو کلونه کلونه د طب په زدکړو کې تېر کړي دي، خو اوس له دې احتمال سره مخ دي چې د دوی زدکړې په ناڅاپي او بېدلیله توګه پای ته ورسېږي او ښايي په بل ځای کې د خپلو زدکړو د بیا پیلولو امکان هم ونه لري".
د ایمنسټي په پیغام کې ویل شوي، "پاکستان د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو له مخې مکلفیت لري چې د زدکړې حق د مليت پر بنسټ له هر ډول تبعیض پرته خوندي وساتي. د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غواړي چې یوه انساني او عملي حللاره غوره کړي، چې افغان محصلین، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، وکولای شي خپلې زدکړې بشپړې کړي."
پخوانی ځانګړی استازی صادق خان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د افغانستان لپاره د پاکستان مخکیني ځانګړي استازي صادق خان هم د پاکستاني چارواکو دا پرېکړه ''د حیرانۍ وړ'' بللې. نوموړي تېره ورځ ناوخته په یوه اېکس پیغام کې ویلي، "د دغو محصلینو، په ځانګړي ډول د هغو ځوانو ښځو ایستل چې یوازې د زدکړو د دوام لپاره یې له بېسارو ستونزو او خنډونو سره مبارزه کړې ده، یوازې یوه اداري مسئله نه ده. دا د انسانیت، خواخوږۍ او د پاکستان د خپل اخلاقي مسؤلیت موضوع ده".
ښاغلی خان زیاتوي، ''پاکستان تل له افغان ولس سره د خپلو تاریخي او انساني اړیکو خبرې کړې دي. همدا اوس هغه وخت دی چې وښيي دا خبرې یوازې شعارونه نه، بلکې ریښتینی ارزښت لري.''
په ورته مهال د پاکستان لاهور ښار علامه اقبال طبي کالج په یوه اعلامیه کې چې وړمه ورځ (سپتمبر ۷مه) خپره شوې، د دې کالج د وروستي کال (ایم بي بي اېس) له ټولو افغان محصلینو غوښتي، چې په ۲۴ ساعتونو کې له دې پوهنتونه د وتلو رسمي چارې بشپړې کړي.
د پاکستان طبي کالجونو کې د افغان محصلانو د داخلې بهیر څه ډول دی؟

د عکس سرچینه، aiou.edu.pk
د افغانستان ډاکټر عبیدالله وردګ، چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د علامه اقبال له میډیکل کالج د MBBS زد کړې بشپړې کړې او دا مهال په لندن کې اوسیږي، بي بي سي اردو ته وویل چې د افغانانو لپاره د پاکستان په طبي کالجونو کې د داخلې دوه لارې شته.
د هغه په وینا، لومړۍ ډله هغه افغان وګړي دي چې د پاکستان د افغان کډوالو په کمپونو کې زېږېدلي دي. دغه افغان محصلین د کمشنرۍ له لارې طبي کالجونو ته داخلیږي. هغه وویل چې دا هغه افغان زدکوونکي دي چې په خپل ژوند کې هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي او زېږېدنه، روزنه او زدکړې یې ټولې په پاکستان کې شوې دي.
عبیدالله وردګ وايي، دویمه ډله هغه زدکوونکي دي چې په افغانستان کې له ډېرې سختې ازموینې وروسته بریالي کېږي او هلته د پاکستان د کونسلګرۍ له لوري بورس ترلاسه کوي چې د "علامه اقبال سکالرشپ" په نوم یادېږي.
د هغه په وینا، د لوړې وړتیا او غوره نومرو لرونکي افغان محصلانو کېنګ اېډورډ، علامه اقبال او نورو ورته پوهنتونونو ته د داخلې فرصت ترلاسه کوي.
هغه وویل: "دا ماشومان د پاکستان د مثبت او نرم انځور استازي ګرځي، خو که اوس بېرته واستول شي، نو د پاکستان په اړه به څه ډول تصور وړاندې کړي؟ که داسې اقدامات وشي، نو داسې به ښکاري چې دواړه هېوادونه له جګړو او شخړو پرته بلې لارې ته د تګ لپاره چمتو نه دي."
د پاکسان طبي شورا د تېر جولای پر ۳۱مه د روغتیايي زدکړو ادارو ته لارښوونه کړې وه چې ''تر امر ثاني پورې د افغان اتباعو لپاره په دې ادارو کې د داخلې، ځای ورکولو، تبادلې او سفر په ګډون د هر ډول اسانتیا چمتو کولو لپاره د د یاد لیک له لارښوونو سره سم باید عمل وشي.''


















