BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • jet

    ژوندۍ پاڼه, د سپاه ویاند: که بریتانیا د امریکا ملاتړ وکړي، نو یو حتمي او مشروع هدف به وي

    د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي ویلي، که بریتانیا د ایران پر ضد په جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، نو دا هېواد به د ایران له نظره پر یو حتمي او مشروع هدف بدل شي. د ایران د اسلامي جمهوریت د غږ او تصویر ادارې د راپور له مخې، هغه ویلي چې هر هېواد ــ له بریتانیا او د خلیج له هېوادونو نیولې ــ که په احتمالي شخړه کې د امریکا ملاتړ وکړي، د ایران له نظره به مشروع هدف ګڼل کېږي.

  • أفراح عبد العزيز الزوبة

    د یمن د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره؛ افراح الزوبه څوک ده؟

    د ډاکټرې افراح عبدالعزیز الزوبه د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت کې د بهرنیو چارو او د بهر مېشتو هېوادوالو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړې د ۱۹۹۰ کال په یمن کې د جمهوریت له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مهمه دنده پر غاړه اخلي.

  • A woman with long dark brown hair wearing a blue jacket, a white scarf and a white top. She is standing on a grass sports field.

    "ما له خپل ځانه یو افغان هلک جوړ کړی چې ښوونځي ته ولاړه شم"

    زهرا جویا یوازې پنځه کلنه وه، کله چې یوه لویه دروازه د هغې او د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ وتړل شوه. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ترلاسه کړ او نجونې یې له ښوونځي منع کړې. خو د دې پلار چې له هېواده بهر و، مور یې یوه زړوره لاره وموندله: خپله لور یې د یوه کوچني هلک په توګه خلکو ته وروپېژندله.

  • د جنازې لمونځ

    خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځیانو پر ګډې پوستې موټر برید

    د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Rhiya Ahir
  • هند
  • پارون
  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د یوې افغانې ښځې انځو، چې لاس کې یې داسې نیولې دړې باندې لیکلي: افغانستان خوندي نه دی، افغانان بېرته مه استوئ.

    د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل

    د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.

  • ACB

    افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟

    د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.

  • یوه ایرانۍ مېرمن د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه، د تهران په یوه سړک د دیوالي انځور له څنګه تېرېږي.

    ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟

    ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله ‌پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.

  • یوې څنډې ته دوه مېرمنې ناستې دي

    د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې

    د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۱۰