BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ټرمپ د روسیې د ډیزلو په اړه هوکړه اعلان کړه، زيلېنسکي یې 'پوتین ته ډالۍ' بولي
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي د ډونلډ ټرمپ هغه اعلان په کلکه غندلی چې له مخې یې امریکا ته د روسیې د ډیزلو د واردولو هوکړه شوې ده. زيلېنسکي دا هوکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډالۍ بللې او ویلي یې دي چې دا کار "په داسې جګړه کې پانګونه ده چې باید پای ته ورسېږي، نه دا چې اوږده شي".
عربستان: پر یمن د بریدونو موخه د حوثیانو د بالستیک توغندیو د وړتیا کمزوري کول دي
د سعودي عربستان پوځ وايي، په څو هوايي بریدونو کې یې په یمن کې د حوثیانو مورچې په نښه کړې دي. د پوځ په وینا، د دغو عملیاتو موخه د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د بالستیک توغندیو د وړتیا کمزوري کول دي.
د طالبانو حکومت: د اسلامي امارت په لیکو کې د کمعمره کسانو ګومارل په کلکه منع دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستيال ویاند حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته ويلي، دا راپور ردوي او د، "اسلامي امارت په لیکو کې د کم عمره کسانو ګومارل په کله منع دي".
د عمران خان د ملاتړو لاریون کوم ځای ته رسېدلی؟
د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پېښور په بخشي پله سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې د پېښور له خلکو مننه وکړه چې د دوی په دغه لاریون کې یې پراخ ګډون کړی. هغه خپله دا ژمنه هم تکرار کړه چې په چارسده او صوابۍ کې به د لاریون د راتلونکې پلان مهمې برخې اعلان کړي. هغه وویل وروستی پلان به په صوابۍ کې وړاندې شي، چې د مخالفانو له سترګو به خوب وتښتوي.
د طالبانو حکومت: پنجشیر کې یوې چورلکې د ناستې پر مهال ټکر کړی
د افغانستان په پنجشیر کې ځایي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ولایت کې د دوی يوې چورلکې "د کېناستو پر مهال یوې غرنۍ ډبرې سره ټکر کړی دی."
د سولې لپاره د نوبل سږنۍ جایزه ناوانېتم ناوي پېلاي وګټله
د ۲۰۲۶ کال د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلاي اعلان شوه. د جایزې اعلانونکي او د نوبل کمیټې مشر یورګن واتنې فریدنېس وویل هغې دا جایزه د سولې د ودې او د نړیوال قانون د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو له امله ګټلې ده.
پنټاګون: د نضال حسن د اعدامېدو بهیر به په ژوندۍ بڼه خپور شي
د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، خلک به د نضال حسن د اعدامېدو بهیر په ژوندۍ بڼه وکتلی شي. د امریکا پوځ دغه پخوانی جګړن به د هغې ډلګۍ له لوري په ډزو ووژل شي چې "فایرېنګ سکواډ" یا پر اعدامېدونکو کسانو د "ډز کولو ډلګۍ" بلل کېږي. د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي هم بيبيسي ته د دغه خبر پخلی کړی دی.
د طالبانو حکومت د ۵۲ ښځو نیولو په اړه د یوناما راپور له 'حقیقته لرې' وباله
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې د افغانستان په څو سیمو کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو، توقیفونو او د نیولو د ګواښونو په اړه "ژوره اندېښنه" لري. یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له جولای تر سپتمبر میاشتې، "لږ تر لږه ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ په هرات او کابل کې" نیول شوې یا توقیف شوې دي، او یو شمېر نورې ښځې هم د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ شوې دي.
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه؛ بنګالي لوبغاړو په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې په لومړي ورځ بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۷ منډې وکړې. د دې د ټېسټ لوبې پچه بنګله دېش وکټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د سامسنګ ګټه څنګه ۸۰ میلیارد ډالرو ته لوړېږي؟
'سامسنګ الکترونیکس' شرکت وايي تمه لري د دې شرکت درېمیاشتنۍ ګټه د تېر کال د همدې مودې پرتله نژدې نهه برابره ډېره شي. د دې دېروالي اصلي لامل د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د معلوماتي مرکزونو لپاره د کارېدونکو د حافظې چِپونو د غوښتنې چټک ډېروالی او تقاضا بلل شوې ده.
چا د سوریې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي؟
سوري رسنیو او خپلواکو شنونکو د دغه هېواد د ګازو پر نللیکو او د انرژۍ پر بنسټونو له بریدونو او چاودنو وروسته، د دغو پېښو د عاملینو او موخو په اړه بېلابېلې ارزونې خپرې کړې دي.
د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټېکر مړ شو
د هند د فلمي نړۍ مشهور ستوری نانا پاټیکر، چې د خپل ځانګړي سبک او نه هېریدونکو رولونو لپاره یې د نړۍ لروبر د میلیونونو لیدونکو په زړونو کې ځای پیدا کړی و، د ۷۵ کلونو په عمر وفات شوی دی. د هند خبري اژانس پيټيای په وینا، پر نانا پاټیکر د پنجشنبې سهار وختي په ګوا ښار کې په خپل کور کې زړه حمله راغلې.
څنګه پوهېږو چې یو متن انسان لیکلی که مصنوعي ځیرکتیا؟
تاسو انټرنيټ لټوئ، نو پام مو یوې لیکنې یا کوم متن ته اوړي او هغه لولئ. خو کله مو فکر کړی چې د دغه متن اصلي لیکوال څوک دی؟ انسان دی که روباټ؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































