وروستی, عبدالرحمن السید؛ د امریکا سنا جرګې ته د لومړني مسلمان بریالي کېدل
د ډونلډ ټرمپ د مخالف ډيموکرات ګوند نوماند عبدالرحمن محمد السید لومړنی مسلمان امریکایی شو چې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې له میشیګن ایالته سنا جرګې ته بریالی کېږي.
هغه په یوه داسې یالت کې د سنا کلیدي څوکۍ وګټله چې د دغو ټاکنو لپاره یوه مهمه او له ګوندي اختلافونو ډکه ټاکنیزه حوزه بلل کېږي.
له دې بري سره ښاغلی السید د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو.
محمد السید څوک دی؟
عبدالرحمن محمد السید مصري الاصله امریکایی مسلمان او شاوخوا ۴۲ کلن دی.
دی په روانو منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند مایک راجرز پر وړاندې په میشیګن ایالت کې د امریکا د ډيموکرات ګوند له لوري د مشرانو یا سنا جرګې ته نوماند دی.
ښاغلی السید د ټرمپ له سیاسي مخالفانو بلل کېږي او تر ټاکنو وړاندې یې ترمنځ لفظي ناندرۍ هم رامنځته شوې وې.
پلویان یې څه وايي؟
پلویان یې بري ته خوشاله دي. په میشیګن کې ځينو رایهورکوونکو بيبيسي ته ویلي چې دوی "راتلونکي ته هیلهمن" دي او باوري دي چې هغه به "په ریښتیا هم زموږ لپاره مبارزه وکړي".
یو بل کس د السید ټاکل کېدل د امریکا لپاره یوه "تاریخي او مهمه شېبه" وبلله او درېیم کس بیا بيبيسي ته وویل چې، "دا زموږ لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې په غرور او پراخه سینه ووایو چې اوس یو څوک زموږ د ملاتړ لپاره شته".