وروستی, ټرمپ پر خارګ د برید په اړه د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو خپره کړه
د امریکا ولسمشر، دونلد ټرمپ پر ټروټ سوشل شبکه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړه شوې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې د تېلو لوی بنسټونه د چاودنو او اورګېرنې په حال کې لیدل کېږي.
ښاغلي ټرمپ د دغې ویډیو په شرح کې لیکلي: "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"
د دغې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې وې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بېپيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.
د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.