تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, لبنانۍ رسنۍ: د خونړیو نښتو درشل کې واشنګټن کې د لبنان – اسرائیل ترمنځ خبرې بیا پیل شوې, د بي بي سي د رسنیو د څار برخه

    د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د مې په ۱۴مه په واشنګټن کې بېرته پیل شو، په داسې حال کې چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ متقابل بریدونه لا هم روان دي.

    د یوې مهمې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه فضا ډېره ناهیلې ښکاري، په ځانګړي ډول ځکه چې امریکا د حزب‌الله د وسلو د محدودولو لپاره فشار ډېر کړی او اسرائیل هم له جنوبي لبنانه د بشپړ وتلو مخالفت کوي.

    د لبنان "النهار" ورځپاڼې راپور ورکړی چې په امریکا کې د لبنان او اسرائیل سفیران به د امریکا له هغو سفیرانو سره وګوري چې په لبنان او اسرائیل کې دندې لري. ورځپاڼې زیاته کړې چې د تېرې ورځې اسرائیلي بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي، چې د روغتیا وزارت په وینا اته ماشومان هم پکې شامل دي.

    النهار لیکلي چې د دواړو لورو وروستۍ غونډه د اپرېل په ۲۳مه په سپینه ماڼۍ کې شوې وه، هلته د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د درېیو نورو اوونیو لپاره د اوربند د غځولو اعلان کړی و او د "تاریخي تړون" په اړه یې خوشبیني ښودلې وه.

    خو له هغه وروسته، لبناني چارواکو ویلي چې د اسرائیلي هوايي بریدونو له امله سلګونه نور کسان وژل شوي دي او راپورونه ښيي چې تر لس زرو زیات کورونه یا بشپړ ویجاړ شوي او یا زیانمن شوي دي. حزب الله او اسرائیل دواړه یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. ایران پلوه حزب الله ویلي چې د غچ اخیستنې په توګه یې د لبنان دننه او د اسرائیل په شمال کې اسرائیلي ځواکونه په نښه کړي دي.

    فرانسوي ژبې لبناني ورځپاڼې "لوریان لوژور" په خپل سرلیک کې لیکلي:"بیروت له یوه جدي دام سره مخ دی: د وسلو د خلع کولو امریکایي پلان، که یوه نوې پراخه جګړه؟"

    ورځپاڼې ویلي چې واشنګټن پر دوو ټکو ټینګار کوي:د لبنان موضوع باید له ایران او نورو عربي قضیو جلا وساتل شي او د وسلو د انحصار پروژه باید چټکه شي.

    د اسرائیل "واي نېټ" خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې اسرائیل به تر هغه د جنوبي لبنان پرېښودو ته غاړه کېنږدي څو حزب الله “بریدونه روان ساتي او امنیتي ګواښ بلل کېږي.”

    دغه وېبپاڼه زیاتوي چې اوربند به په رسمي ډول د مې په ۱۴مه پای ته ورسېږي، او تمه کېږي لبنان به بیا د اسرائیلي ځواکونو د وتلو غوښتنه مطرح کړي.

    وروستي رسمي غبرګونونه:حزب الله لا هم له اسرائیل سره د مستقیمو خبرو مخالفت کوي او پخوا یې د غیر مستقیمو خبرو ملاتړ کړی و. دغه ډلې د ۲۰۲۲ کال سمندري هوکړه او د ۲۰۲۴ کال د نومبر اوربند د بریالیو بېلګو په توګه یاد کړي، چې دواړه د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوي وو.

  2. وروستی, د چین ولسمشر: په نړۍ کې د چین او امریکا اړیکې "تر ټولو مهمې دي"

    د چین ولسشمر شي جین‌پينګ نن په پلازمېنه بیجینګ کې په یوه دولتي مېلمستیا کې د ډونلډ ټرمپ او د ورسره پلاوي کوربه‌توب وکړ.

    ښاغلي شي د امریکا او چین اړیکې د نړۍ "تر ټولو مهمې" اړیکې وبللې چې په وینا یې، د دواړو هېوادونو د یو اعشاریه اووه (۱.۷) میلیارده خلکو استازيتوب کوي.

    هغه بیجینګ ته د ډونلډ ټرمپ سفر تاریخي یاد کړ. همداراز یې د ټرمپ هغه شعار چې وايي غواړي "امریکا بېرته ستره کړي"، ته په اشارې وویل چې دې موخې ته د رسېدو او "په لویه کچه د چین ملت د بیارغونې" لپاره دواړه هېوادونه ګډ مزل سره کولی شي.

    په ځواب کې یې ټرمپ چین ته سفر "ستر ویاړ" وباله او ښاغلي شي او د هغه مېرمنې پينګ لي‌یوان ته یې په راروانه سپتمبر میاشت کې په سپينې ماڼۍ کې د مېلمستیا بلنه ورکړه.

    ټرمپ ته د ښاغلي شي د نن ورځې مېلمستیا د دواړو مشرانو ترمنځ‌ له شاوخوا دوه ساعته اوږدې غونډې وروسته ترسره شوه.

    د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو په ایجنډا کې د تایوان د برخلیک خبره هم ده چې چین یې خپله خاوره ګڼي. هغه ټاپو چې د چین او امریکا ترمنځ‌ د کړکېچ یو اصلي لامل بلل کېږي.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې که وضعیت "په سم ډول اداره نه شي" نو په وینا یې، "ټکرونه او ان شخړې به ټولې اړیکې له خطر سره مخامخ کړي".

    د نننۍ مېلمستیا ځينې عکسونه:

  3. وروستی, عراقچي متحده امارات تورن کړي چې پر ایران تېري کې "نېغ‌په‌نېغه ښکېل وو"

    د ایران بهرنیو چارو وزیر متحده عرب امارات تورن کړي چې ګواکې پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل په برید کې یې لاس درلود او ترې غوښتي یې دي چې له اسرائيل سره "خپل اتحاد ته بیاکتنه" وکړي.

    د ښاغلي عراقچي رسمي ټېلیګرام چېنل لیکلي چې هغه دا څرګندونې نن په نوي ډيلي کې د بریکس سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې دي.

    عباس عراقچي ویلي، "باید ووایم چې متحده عرب امارات زما پر وطن تېري کې نېغ‌په‌نېغه ښکېل وو او خاوره یې زموږ پر ضد د توپونو او نورو تجهیزاتو کارولو لپاره وکارول شوه".

    هغه همداراز له ۲۰۲۰ راهیسې د امارات او اسرائيلو ترمنځ پر عادي شوو اړیکو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې، "له اسرائيلو سره ستاسې اتحاد هم تاسې خوندي و نشوای ساتلی. نو د همدې لپاره د ایران پر وړاندې خپلې تګلارې ته له سره کتنه وکړئ".

    عراقچي دا هم وویل چې د هرمز تنګی یوازې د هغو سوداګریزو بېړیو پرمخ پرانیستی دی چې له ایرانيو چارواکو سره همکاري کوي.

    تر اوسه متحده عرب اماراتو د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغو تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې دا ډول ادعاګانې رد کړې دي.

  4. وروستی, ولسمشر پوتین چین ته سفر کوي

    د روسیې ملاتړ لرونکې (ارټي) رسنۍ د کریملېن له قوله ویلي چې ولاديمير پوتین به "ډېر ژر" چین ته سفر وکړي.

    که څه هم د هغه د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه شوې خو د کریملېن ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې "ټول چمتوالی نیول شوی دی".

    ښاغلی پوتین وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې بیجینګ ته تللی و او هلته یې په ستر پوځي پرېډ او سرمشریزه کې ګډون کړی و.

    د روسیې ځینو رسنیو دې نه مخکې خبر ورکړی و چې ښايي د پوتین دا سفر راروانه اوونۍ ترسره شي.

    کریملېن دا اعلان چین ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سفر سره هممهاله کوي.

  5. وروستی, عراقچي د (بریکس) سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د (بریکس) سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی دی.

    ټاکل شوې چې دی به په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ هلته له خپلو نورو سیالانو سره هم خبرې اترې وکړي.

    ویل کېږي چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بحثونو مهم تمرکز به د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائيلو پر جګړې وي.

    د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه به دوه ورځې په نوي ډيلي کې روانه وي.

    (بریکس) څه ډول سازمان دی؟

    بریکس په اصل کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو جوړه کلمه ده او هغه ډله هېوادونه یې غړي دي چې د مخ پر ودې اقتصاد څښتن دي. برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا د دغه سازمان اصلي غړي دي.

    ایران هم دوه کاله مخکې په رسمي ډول د دغه سازمان غړی شوی دی.

    د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه داسې مهال کېږي چې هلته ډونلډ ټرمپ‌ د چین پر سفر دی او شنونکي وايي‌ چې وار دمخه پرې د ایران جګړې سیوری غوړولی دی.

  6. وروستی, نتنیاهو وايي، له ایران سره د جګړې پرمهال یې په 'پټه اماراتو ته سفر' کړی خو امارات دا خبر رد کړی, لون وېلز، بیت‌المقدس

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، له ایران سره د جګړې پر مهال یې په پټه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي.

    د نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ترمنځ دا لیدنه د "تاریخي پرمختګ" لامل شوې ده.

    خو لږ وروسته د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې په بشپړ ډول رد کړې او ویلي یې دي چې دا راپورونه "بې‌اساسه" دي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر غیر رسمي توافقاتو نه دي ولاړې.

    د جګړې پر مهال ایران پر اماراتو څو ځلې بریدونه وکړل او تهران تل پر دغه هېواد د امریکا او اسرائیلو سره د نژدې اړیکو له امله نیوکه کوي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، نتنیاهو "هغه څه په ښکاره بیان کړل چې د ایران امنیتي ادارو له مخکې ترې د هېواد مشران خبر کړي وو".

  7. وروستی, شي ‌جین‌پینګ: چین او امریکا د تش په نامه "اوربند له دامه" ځانونه خلاصولی شي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره خبرو کې د چین ولسمشر شي جینپینګ یو لوی مشر وباله او هیله یې وښوده چې ورسره تللی سوداګریز پلاوی به ډک لاسونه خپل هېواد ته ستون شي.

    په دې مخامخ کتنه کې د چین ولسمشر شي جینپینګ یو لړ پوښتنې د ټرمپ مخې ته کېښودې چې تر ډېره د نړیوال ثبات اړوندې وې او وویل چې " ایا چین او امریکا د تش په نوم "اوربند له دامه"ځانونه خلاصولی شي؟

  8. وروستی, د دواړو مشرانو دوه‌اړخیزې خبرې له دوو ساعتونو وروسته پای ته ورسېدې

    د دواړو مشرانو ترمنځ دوه‌اړخیزې خبرې پای ته رسېدلې دي. دا خبرې شاوخوا دوه ساعته روانې وې، چې د ټاکل شوې مودې په پرتله دوه برابره زیات وخت و.

    ټاکل شوې چې ټرمپ نن ماښام د هغه په ویاړ جوړېدونکي رسمي مېلمستیا (دولتي ضیافت) کې ګډون وکړي.

  9. وروستی, له ټرمپ سره مل امریکايي سوداګریزو مشرانو څه وویل؟

    یو شمېر مشهور سوداګریز مشران، لکه د ټېسلا اجرائیه مشر اېلان مسک، د اپل اجرائیه مشر ټیم کوک، او د نویډا اجرائیه مشر جینسن د ډونلډ ټرمپ د چین سفر کې ورسره ملګري دي.

    د چین دولتي ټلوېزیون یوه ویډیو خپره کړې چې پکې دغه کسان هغه خونې ته د ننوتلو پر مهال ښکاري، چېرې چې د دواړو ولسمشرانو لیدنه ترسره شوې وه.

    وروسته دا کسان د غونډې له ځایه د وتلو پر مهال هم لیدل شوي او خبریالانو ترې د دې غونډې په اړه د نظر غوښتنه کړې ده.

  10. وروستی, ټرمپ: د امریکا او چین اړیکې به "تر بل هر وخت ښې" شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په سهار وویل چې د هغه هېواد اړیکې به له چین سره "تر بل هر وخت ښې" وي. نوموړي دا خبرې په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د خبرو پر مهال وکړې.

    ټرمپ د چهارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه د چین پلازمېنې ته رسېدلی و.

    دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي، چې هغه مهال یې هم خپله ټرمپ سفر کړی و.

    دواړو مشرانو د خبرو په پیل کې دوستانه څرګندونې وکړې. شي جین‌پینګ ټرمپ ته وویل: "د چین او امریکا بریا د دواړو لپاره یو ګډ فرصت دی" او زیاته یې کړه: "ما تل باور درلود چې د بېجینګ او واشنګټن ګډې ګټې د اختلافاتو ډېرې دي".

    ټرمپ بیا وویل: "دا زما لپاره ویاړ دی چې له تاسو سره یم، او ویاړ دی چې ستاسو دوست یم".

    د ټرمپ او شي سرمشریزه د کرنیزو محصولاتو، الوتکو او نورو توکو په اړه د هوکړو د لاسلیک لپاره ترسره کېږي او همدارنګه پکې پر ګڼو نړیوالو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران پر جګړې، خبرې کېږي.

  11. وروستی, د اسرائیل حکومتي ائتلاف د پارلمان منحلېدل غوښتي

    لیکود ښي اړخي ګوند، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له خوا رهبري کېږي، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ملاتړو اکثریت د پارلمان د منحل لپاره د قانون مسوده وړاندې کړې، چې دا کار له وخت مخکې ټاکنو ته لاره هواروي.

    په دې مسوده کې راغلي چې "د ۲۵م پارلمان دوره به تر خپلې قانوني مودې مخکې منحل شي او ټاکنې به د پارلمان د کمېټې له خوا په ټاکل شوې نېټه ترسره شي، خو باید د قانون له تصویب وروسته لږ تر لږه ۹۰ ورځې وروسته وي".

    د اسرائیل د رسنیو د راپورونو له مخې، دا مسوده کېدای شي د مې میاشتې په ۲۰مه نېټه رایې ته وړاندې شي. د اوسني پارلمان قانوني دوره د اکتوبر په ۲۷مه پای ته رسېږي.

  12. وروستی, د ایران جګړې د سومالیا سمندري غلا لپاره "موکې" ورکړې ده

    د سومالیا په ساحلي اوبو کې سمندري غلا بیا ډېره شوې ده؛ ځکه د ایران جګړې په سیمه کې بې‌ثباتي زیاته کړې ده. اوس درې سوداګریزې کښتۍ او د شپږو بېلابېلو هېوادونو سمندري کارکوونکي یرغمل دي. بي‌بي‌سي د یوه یرغمل شوي کپتان له مېرمنې سره خبرې کړې دي.

  13. وروستی, اماراتو دې هېواد ته د نتنیاهو د سفر خبرونه رد کړل

    د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې هغه خبرونه رد کړي چې ګواکې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا او اسرائیلو د ایران ضد جګړې پر مهال دې هېواد ته سفر کړی و.

    د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "متحده عربي امارات هغه راپورونه ردوي چې پکې د اسرائیلو د لومړي وزیر د سفر یا د یوه اسرائیلي پوځي پلاوي د هرکلي ادعا شوې ده."

    په اعلامیه کې دا هم ویل شوي: "زموږ اړیکې له اسرائیلو سره ښکاره دي او د ابراهیمي اړونونو پر بنسټ ولاړې دي، نو ځکه ټول رسمي سفرونه او لیدنې په ښکاره او شفاف ډول اعلانېږي او ترسره کېږي."

    اماراتو دا خبر په داسې حال کې رد کړی چې نړیوالو رسنیو لکه رویټرز او سي بي اېس نیوز د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر له قوله راپور ورکړی و چې بنیامین نتنیاهو د ایران د جګړې پر مهال په پټه توګه اماراتو ته سفر کړی او هلته یې له محمد بن زاید آل نهیان سره لیدلي دي.

  14. وروستی, لبنان کې اسرائیلي بمباریو له لسو زرو ډېرې استوګنیز واحدونه ویجاړ یا زیانمن کړي

    د علمي څېړنو ملي شورا یو بنسټ د چارشنبې په ورځ وویل، په لبنان کې د اسرائیلو او حزب‌الله رمنځ د اوربند له پیل راهیسې تر ۱۰ زرو ډېرې استوګنیز واحدونه یا بشپړ ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

    د شورا عمومي منشي شادي عبدالله نن چهارشنبه وویل: "د اوربند له پیله، یعنې د اپرېل له ۱۷مې د مې تر ۸مې پورې، موږ ولیدل چې ۵۳۸۶ استوګنیز واحدونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۲۴۶ نورې واحدونه زیانمنې شوې دي."

    سره له دې چې اوربند اعلان شوی، اسرائیل لا هم په ځانګړي ډول د سوېلي لبنان سیمې بمباروي او حزب‌الله هم د اسرائیلي اهدافو پر ضد د بریدونو مسؤلیت مني.

  15. وروستی, د امریکا کانګرس له ایران سره جګړه کې د امریکايي ځواکونو د ایستلو وړاندیز رد کړ

    د متحده ایالتونو د کانګرس مشرانو جرګې (سنا) نن چهارشنبه هغه طرحه په لږ توپیر رد کړه چې غوښتل یې له ایران سره په جګړه کې ښکېل امریکايي ځواکونه وایستل شي. د جمهوريپالو اکثریت د دې طرحې مخالفت وکړ، ځکه هغوی نه غوښتل چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پوځي واکونه محدود شي.

    دغه طرحه، لکه د ډیموکرات اپوزیسیون نورې طرحې چې په وروستیو اونیو کې وړاندې شوې وې، ۴۹ موافقې رایې ترلاسه کړې (چې درې جمهوريپال سناتوران هم پکې شامل وو) او ۵۰ مخالفې رایې ورکړل شوې.

    د جګړې له پیل راهیسې، دا لومړی ځل و چې جمهوريپالې سناتورې لیسا مورکاوسکي له ایران سره له جګړې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ملاتړ وکړ.

    هغې له رایې ورکولو وروسته "پنجباول نیوز" ته وویل: "موږ فکر کاوه چې حکومت به زموږ دریځ په دې شخړه کې لا روښانه کړي، خو ما هېڅ وضاحت ترلاسه نه کړ."

    د امریکا اساسي قانون وایي چې یوازې کانګرس د جګړې د اعلانولو صلاحیت لري، نو ډیموکراتان غواړي په دې موضوع کې د مقننې قوې واک د اجرائیه قوې، چې ټرمپ یې استازیتوب کوي، پر وړاندې بیا ټینګ کړي.

    که څه هم قانون ولسمشر ته اجازه ورکوي چې د نژدې خطر په ځواب کې پوځي عملیات پیل کړي، خو شرط دا دی چې په ۶۰ ورځو کې د کانګرس اجازه ترلاسه کړي. خو ټرمپ دا موده- چې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده، له پامه وغورځوله او ویې ویل چې له ایران سره د روان اوربند له امله شخړه پای ته رسېدلې ده.

    ډیموکراتان د ټرمپ دا استدلال نه مني او وایي چې امریکايي ځواکونه لا هم د ایران پر بندرونو د محاصرې د عملي کولو لپاره ځای پر ځای دي.

    یو شمېر جمهوريپالو قانون جوړوونکو هم ویلي چې د ۶۰ ورځو له تېرېدو وروسته به له اجرائیه ادارې وغواړي چې د کانګرس رسمي اجازه ترلاسه کړي.

    خو سره له دې چې درې جمهوريپالو سناتورانو د دې طرحې ملاتړ وکړ، بیا هم دا د تصویب لپاره بسنه ونه کړه.

  16. وروستی, له ایران سره د جګړې پرمهال نتنیاهو اماراتو ته پټ‌ سفر کړی

    د بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی چې نتنیاهو له اوربند مخکې، هغه مهال چې له ایران سره جګړه روانه وه، په پټه توګه عربي متحده اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره هم لیدنه کړې ده.

    د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "دې سفر د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ په اړیکو کې تاریخي پرمختګ رامنځته کړی دی."

    په دې وروستیو کې د "اسراییل هیون" ورځپاڼې د امریکا د ملګرو ملتونو سفیر له قوله لیکلي چې اسرائیلو د وروستۍ جګړې پر مهال اماراتو ته د "اوسپنیز ګنبد" دفاعي سیستم ورکړی و.

    ورځپاڼې د مایک والټز له قوله لیکلي: "موږ ولیدل چې اماراتو د اوسپنیز ګنبد له سیستمه استفاده وکړه، هغه چې اسرائیلو هغوی ته ورکړی و."

    تېره اونۍ د هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د یوې میاشتې مخکې د اوربند له پیل راهیسې تر ټولو سختې نښتې وشوې او متحده عربي امارات بیا د جمعې په ورځ یو ځل بیا د برید هدف وګرځېد.

  17. یو ایراني پلاوی د برېکس غړو هېوادونو غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی

    د برېکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي په مشرۍ یو پلاوی نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

    ټاکل شوې د برېکس غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ دا ناسته د پنجشبې پر ورځ پیل او دوه ورځې دوام وکړي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هندي رسنیو ته ویلي " سبانۍ ناسته د ایران لپاره له اهمیته ډکه ده او ایران تمه لري چې په څنډو کې یې ځینې دوه اړخیزې ناستې له ډلې یې د هند د بهرنیو چارو وزیر سره ملاقات ولري."

    ښاغلي بقایي د امریکا د بیا بریدونو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې د انډیا ټوډې ورځپاڼې ته وویل " موږ په ډاډ سره وایو چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هر ډول حالت ته چمتو دي."

    د برېکس ټولنه لومړۍ په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین په غړیتوب جوړه شوه او وروسته یې ځینې ملاتړي هېوادونه وموندل چې ایران هم په کې دی.

    د دغې ټولنې یوه موخه په اقتصادي برخه کې د امریکا او لویدیځې نړۍ سره سیالي بلل کېږي.

  18. وروستی, ټرمپ چین ته ورسېد

    هغه الوتکه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د ادارې ځينې نور غړي پکې سپاره وو، لږ مخکې بیجینګ ته ورسېده.

    دا چین ته په نږدې یوه لسيزه کې د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی رسمي سفر دی.

    ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ به هلته له خپل چینايي سیال شي جین‌پينګ سره وګوري.

    تمه ده، دواړه مشران به د چین او امریکا ترمنځ پر ناندریزو سوداګریزو اړیکو، د ایران جګړې او همداراز پر تایوان د امریکا لخوا د وسلو په خرڅولو باندې خبرې سره وکړي.

    له امریکايي ولسمشر سره په دغه سفر کې د ایلان ماسک او جنسن هوانګ په ګډون یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی هم ملګری دی چې په بیجینګ کې به یې په بېلابېلو مراسمو کې تود هرکلی وشي. د هرکلي په مراسمو کې په هغه ودانۍ کې دمه کول هم شامل دي چې چینايي مشران ژوند او کار پکې کوي.

    بیجینګ ته د دغه پلاوي رسېدو نه څو ساعته مخکې امریکايي او چینايي چارواکو په سویلي کوریا کې پر سوداګریزو مسئلو خبرې سره وکړې چې دواړو خواو پکې پر یوه بل د ډېرو تعرفو له لګولو ډډه کولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

    چینايي رسنیو دا مذاکرات رغوونکي بللي دي.

    د یادولو ده چې د ایران جګړې په برخه کې د چین د رول په اړه ښاغلي ټرمپ بیجینګ ته تر روانېدو د مخه ویلي چې مرستې ته یې اړتیا نه لري.

    ده ویلي چې چين د ایران له مهمو اقتصادي شریکانو دی او له دغه هېواده د تېلو د صادراتو لویه برخه پېري. خو په وینا یې، د هرمز تنګي پرانيستلو او د ایران د شخړې حل لپاره د چين مرستې ته اړتيا نه لري.

  19. وروستی, د ایران پارلمان یو غړی: امریکا او اسرائيل زموږ د ځينو "جنوبي ټاپوګانو نیول" غواړي

    د امریکا له لوري منځني ختیځ ته د تجهیزاتو او ځواکونو د لېږد روان بهیر ته په اشارې د ایران د پارلمان یوه غړي کامران غضنفري ویلي چې، "امریکا او اسرائيل د ایران پر ضد د پراخو عملیاتو په تکل دي".

    ښاغلي غضنفري د (خبر انلاین) په نوم ایراني خبري اژانس ته ویلي چې امریکا او اسرائيل "لکه چې په جنوب کې زموږ د ځينو ټاپوګانو د نیولو اراده لري".

    هغه همداراز ویلي چې "د ایران اسلامي جمهوریت به هېڅکله هم د امریکا دغو غوښتنو ته غاړه کېنږدي" چې وايي، ایران باید د یورانیمو غني کول ودروي، غني شوي یورانیم هم باید له دغه هېواده وایستل شي او د "مقاومت محور" په نوم ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

    د ایران د پارلمان دغه غړی وايي، "له دوښمن سره مو همد اوس هم جګړه روانه ده او درېدلې نه ده. په همدې وروستۍ یوې اوونۍ کې یې هم زموږ پر ضد دوه عملیات کړي او د خپلو کښتیو پر مټ یې زموږ پر ځينو مرکزونو بریدونه کړي‌دي".

    امریکا او اسرائيل لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته د خپل سفر په درشل کې تازه ایران ته ګواښ کړی چې یا به هوکړې ته ورسره رسېږي او یا به یې "په بشپړ ډول له منځه" وړي.

    نن د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ډونلډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په خپله لیدنه کې پر امریکا تور پورې کړی چې ګواکې یوې هوکړې ته د رسېدو په مخ کې خنډونه جوړوي.

    د هغه په وینا، "د امریکا له لوري ډېرې غوښتنې، ګواښونکې او پاروونکې څرګندونې، د ښه نیت او صداقت نشتوالی د جګړې د پای‌ته رسولو او یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو په لار کې تر ټولو مهم خنډونه دي".

  20. وروستی, پر لبنان د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي

    د لبنان دولتي رسنۍ وايي چې د اسرائيلو په تازه هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوبي سیمو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي دي چې دوه تنه پکې د بېړنیو مرستو رسوونکي هم وو.

    د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کفردونین سیمه کې پر یوه کور د توغندي لګېدو له امله شپږ تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

    پرون سې‌شنبه د لبنان روغتیا وزارت هم وویل چې د دغه هېواد د ملکي دفاع د بېړنیو خدمتونو وړاندې کوونکې ادارې دوه مرستندویه کارکوونکي پر نبطیه سیمې د اسرائيلو په برید کې وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

    د لبنان دولتي‌ رسنیو همداراز په جبشیت سیمه کې هم پرون په یوه برید کې د درو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

    د اسرائيل پوځ ویلي چې په بریدونو کې یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه دغه رپوټونه څېړي.

    د لبنان ولسمشر جوزف عون په نبطیه کې د دوو مرستندویه کارکوونکو حسین جابر او احمد نورا په وژل کېدو "خواشيني" څرګنده کړې او ویلي یې دي چې "د اسرائیلو روان تېری د سولې راوستلو هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي".

    د لبنان روغتیا وزارت اسرائيلي ځواکونه تورن کړي چې ګواکې په قصدي ډول مرستندویه کارکوونکي په نښه کوي.